روزنامه هیواد

د افغانستان د جمهور رییس د ډاډ ګیرنې او همدردۍ پیغامونه

دى دمهاجرت او جهاد په دوران کې  ، تل دخپلو خلکو  په خدمت کې و، هېوادته  له راستنیدو وروسته یې هم ددینی علومو دلوست په ورکولو لاس پورې کړ او دقضا په  برخه کې یې ستر خدمتونه ترسره کړل . ارواښاد قاضی  صاحب واعظ  دهرات ولایت دعالمانو  شورا درییس ، دهرات دستر جامع جومات دواعظ  او ددغه وزارت د شهیدانو اومعلولینو درییس په توګه ، په خالصانه ډول خپلې دندې ترسره کړې .  دده مړینه

دهېوادروحانی او علمی ټولنې ته یوه ستره ضایعه بلل کیږی .  زه دخپلې ډاډ ګیرنې او همدردى  مراتب ددغه ربانی  عالم کورنۍ او دوستانو او هم دهېواد روحانی ټولنې ، په تیره بیا دهرات ولایت عالمانو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هیله کوم .

 د یو بل خبرله مخې:

په خواشىنۍ سره خبر شوم چې قومی مشر او په ولسی جرګه کې د کوچىانو پخوانى استازى حاجې پړې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.  ارواښاد حاجی پړې د کوچىانو د مشر او استازی په توګه د خپلې پوهې او د هغه د محبوبىت له برکته چې په ولسونوکې ىې درلود، ډېرې معضلې او مساىل په سوله ىىزه توګه حل کړل، د دغه خىرخواه او مصلح شخصىت  مړىنه ىوه ضاىعه ده.  زه د خپلې خواخوږۍ او ډاډګىرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او د کوچىانو ولسونو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې ىې وبخښی .

ممکن است شما دوست داشته باشید