روزنامه هیواد

د افغانستان د تاریخ د نیمګړی څپرکی د بشپړولو هوډ

د امیر غازی امان الله خان له لوری د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له اعلام وروسته، افغانستان د پرمختګ او اصلاحاتو یوه نوی بهیر ته ور داخل شو. دغه بهیر ډېر ښه پیل شو، خو تر منزله ونه رسېد. د آزادۍ دغه یوه پېړۍ مزل له ګڼو تاریخی او سیاسی تحولاتو سره مل دی، چې ترې د نوی نسل خبرول اړین دی.

په تېره د نوی نسل اګاه کېدل او په تېره یوه پېړۍ کې د خوداګاه او ناخوداګاه تاریخی کتمان پر رازونو پوهېدل ایجابوی، چې د افغانستان په تاریخی نیمګړی څپرکې هر اړخیز او تحلیلی بحثونه وشی.

د امیر غازی امان الله خان پیل شوی اصلاحات او د ماډرن افغانستان د هڅو بشپړولو لپاره ګڼو واکمنانو خپلې هڅې وکړې،  خو د ګڼو ستونزو له وجې یو یې هم د پایداره ثبات په ټینګښت ونه توانېدل. په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې ددې تاریخی څپرکی پیل، ماهیت او د نیمګړی پاتې کېدو پر بهیر بحث وشی او نوى نسل وپوهېږی، چې د افغانستان په تاریخ کې نیمګړى څپرکى څه معنى لری؟

امیر غازی امان الله خان په ۱۳۰۵ کال کې د نظامنامو له خپرولو وروسته متوجه شو، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره ټاکل شوې تګلاره وسایلو او سامان آلاتو ته هم اړتیا لری، نو د وزیرانو شورا او د دولتی  شورا د ریاست پر مهال یې پر دې موضوعاتو بحث وکړ، چې د رغاونې، پوهنې، مطبوعاتو او مخابراتو په برخو کې عصری وسایلو او تجهیزاتو ته اړتیا شته، خو دا چې هغه مهال یې په افغانستان کې د تولید امکانات نه وو، نو باید وارد شوی وای.

شاه غازی امان الله خان اروپایی هېوادونو ته د سفر پر مهال دغه وسایل او تجهیزات له نږدې لیدلی وو، نو پرېکړه وشوه، چې له اروپایی هېوادونو دې وپېرل شی. ددې کار لپاره یو تخنیکی پلاوی وګمارل شو او اروپا ته واستول شو. هماغه و، چې د افغانستان د عصری کولو لپاره د امیر هڅو او د اصلاحاتو بهیر عملی بڼه خپله کړه او اروپایی هېوادونو ته د شاه او افغان پلاویو سفرونو له دې هېوادونو سره د افغانستان اړیکو ته نوې دروازه پرانیسته.[۱]

د شاه غازی امان الله خان  ستر سلاکار او همکار محمود طرزی ټول دغه اصلاحات ډلبندی کړل او وروسته یې له شاه سره د هغه په عملی کولو کې بېسارې مرسته وکړه. ځینو دغو اصلاحاتو ته په لنډیز اشاره کوو، چې خلکو ته د نیمګړی څپرکی ماهیت ښه روښانه شی.

په قانون کې اصلاحات :

په قانونی اصلاحاتو کې د غازی امان الله خان لومړنى کار دا و، چې د واک سرچینه یې له مطلقیت څخه مشروطیت ته واړوله. هغه د واک د ترلاسه کولو او واک ته د مشروعیت بښلو په سرچینه کې اصلاحات راوستل او د نظامنامې په تصویب سره یې د دولت واکونه او مسوولیتونه د قانون پر بنسټ وټاکل شول. لویه جرګه د تصمیم نیونې لویه مرجع وه، نو شاه په ځینو مواردو کې لویه جرګه په مشورتی بنسټ بدله کړه او د سیاسی پوړ یو ځایوالى او جلاوالى یې په همدغو جرګو وکړ.

د افغانستان لومړنى اساسی قانون د ۱۹۲۳ م کال د فبروری په ۲۹ مه د جلال‌آباد په لویه جرګه کې د ملت د ۸۷۲ ګډونوالو له لوری تصویب شو، چې وروسته بیا د پغمان په لویه جرګه کې تائید شو. هغه قوانین چې وړاندې تدوین شوی وو له اساسی قانون سره همغږی شول او په ګڼو نورو برخو کې د قوانینو جوړول چټک شول.[۲]

په اداری تشکیلاتو کې اصلاحات :
د افغانستان اداری تشکیلات په قانونی توګه تنظیم شول. د اداری مراتبو سلسله له کلی تر علاقه‌دارۍ، لوی حکومت، اعلی حکومت او نایب الحکومه پورې تعریف او د ټولو ادارو او مسوولینو دندې مشخصې او په نظامنامه کې تنظیم شوې. په دې برخه کې د کندهار ولایت د وضعیت بررسی او وروسته یې د کتاب په بڼه د راپور خپرولو ته هم اشاره کولى شو.[۳]

اقتصادی او مالی اصلاحات : په اقتصادی برخه کې اصلاحات د صنایعو له انکشاف څخه پیل شول او افغانی محصولات بهرنیو مارکېټونو ته ورسېدل. په عمرانی برخه کې نوی ښارونه جوړ شول، کابل ښار څو برابره پراخ شو، د کابل او ولایتونو ترمنځ سړکونه جوړ شول او لویې لارې پرانیستل شوې.

د کابل او ولایتونو ترمنځ د تلېفون او تلګراف لیکې پرانیستل شوې. له یوې فرانسوۍ کمپنۍ سره قرارداد وشو، چې کابل له سویل او شمال سره د رېل پټلۍ په وسیله ونښلېږی.

شاه غازی امان الله خان د افغانستان مالی نظام په بنسټیز ډول بدل کړ او هغه یې د اصولو او قواعدو تابع کړ. په ټوله امانی دوره کې د لګښتونو بودجه له عوایدو لږه وه یا په بله وینا د بودجې کسر نه و. په داسې حال کې چې له امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان سره د انګلستان کېدونکې مالی مرستې د ځوان پاچا په وخت کې بندې شوې وې. د سرو زرو او نقرې د چور او چپاول د مخنیوی لپاره کاغذی بانک‌نوټونه مروج شول.

فرهنګی اصلاحات او د بیان آزادی:

په دې دوره کې فرهنګی تنوع نوې ساه واخیسته. مطبوعات آزاد شول او هر چا حق وموند، چې خپل نظر څرګند کړی. د (سراج الاخبار) پر ځاى (امان افغان) خپور شو، چې لومړنۍ ګڼه یې د ۱۹۱۹ م کال د اپرېل په ۱۲مه د عبدالهادی داوی په مدیریت خپره شوه. په دې خپرونه کې د ځوان دولت غوښتنې او کار‌کړنې خپرېدې. دې خپرونې په ګڼو نورو برخو کې په تحولاتو سربېره وکولای شول، چې د عامه اذهانو په روښانه کولو کې دومره رول ولوبوی، چې خلک یې مجبور کړل په داوطلبانه ډول حاضر شی د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکې لپاره دولت سره مرسته وکړی، چې ښوونځی جوړ کړی. د بېلګې په توګه یادونه کولی شو، چې د پکتیا او خوست خلکو له دولت سره ۷۰ زره افغانۍ مرسته وکړه، چې د دوی اولادونو ته پرې ښوونځی جوړ شی.

په ګردېز، خوست، زرمت او څمکنیو کې ۴ ښوونځی جوړ شول او لسګونه زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې شوې. دا یوازې د افغانستان د یوې څنډې بېلګه ده. بله خوا له پوهنې سره د شاه غازی امان الله خان مینه دومره پراخه وه، چې په خپله به یې د حبیبیې، امانی او امانیه (اوسنی استقلال) لېسو په ازموینو کې ګډون کاوه.

له ناستې پاستې نیولې تر اغوستو، خوړو او ظاهری سلیقې پورې ټولو ته پام جبری شو او آن په رسمی غونډو کې خو له ځانګړو جامو په استفادې ټینګار کېده.

په اردو کې اصلاحات:

همدا چې شاه خپلواکی اعلام کړه او مراسم یې په شانداره ډول د کابل په سلام خانې ماڼۍ، شور بازار، عیدګاه او د کابل ښار په ځینو نورو مهمو ځایونو کې ترسره شول، نو هغه په اردو کې د اصلاحاتو په فکر کې شو. دا کار یې له خپلواکۍ د اردو د ملاتړ او رښتینولۍ په بدل کې وکړ. شاه امان الله خان  اعلام وکړ، چې د عسکرو میاشتنى معاش ۸ افغانۍ اضافه کېږی او دا پیسې د هغوی د میاشتنی معاش په ۲۰ افغانیو اضافه ورکول کېدې.

شاه غازی امان الله خان اعلام وکړ، چې دا کار د دې لپاره کوی، څو د افغان دولت عسکر له ورځنیو مالی او ذهنی تشویشونو بهر شی او په ارام زړه خپلې دندې ترسره کړی.[۴]

دا په اردو کې د اصلاحاتو پیل و او د امنیت د ټینګښت او د بهرنیو توطئیو د خنثی کولو لپاره پراخ نور اصلاحات هم ترسره شول، خو د دغو اصلاحاتو نیمګړی پاتې کېدو د افغانستان د عصری کولو څپرکى نیمګړى پرېښود او افغانستان یې په سیمه کې له خپلو سیالانو نږدې یوه پېړۍ شاته وغورځاوه.

د امانی اصلاحاتی څپرکی د نیمګړی پاتې کېدو عوامل:

د افغانستان وروسته پاتې وضعیت، د وخت کموالى او د غازی امان الله خان بېړه هغه څه وو، چې د افغانستان د عصری کولو لپاره یې د هغه هڅې او اصلاحی بهیر له خنډونو سره مخ کړ. اروپا ته د سفر پر مهال شاه امان الله خان له نږدې ولیدل، چې افغانستان څومره وروسته پاتې دی. تاریخی یادښتونه وایی؛ شاه غازی امان الله خان  د تداوم او بنسټیز بدلون ترمنځ د تعادل موندو پر ځای د هېواد ظاهری عصری کولو لپاره بېړنی پروګرام پیل کړ او پرته له دې، چې په انسانی ځواک د پانګونې پایلو ته منتظر شی، د خلکو دظاهری بدلون ته یې ډېر پام واړاوه.

د خلکو په فکری ناسازۍ، وروسته پاتې وضعیت او ناپوهۍ سربېره بهرنۍ مداخلې او دسیسې هم د دې لامل شوې، چې د افغانستان د پرمختګ هڅې او اصلاحی پروګرامونه نیمګړی پاتې شی او شورشونو او نظامی لښکرکشیو دغه څپرکى بیخی وتاړه.

د مذهب له زاویې له هرې موضوع سره چلند کوونکو په عقده‌یی ډول دغه اصلاحات وننګول او پایله دا شوه، چې امانی دوره ونړېږی. د دغو شایعاتو یوه بېلګه په ۱۳۰۷ کال کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ځینو مجلو خپرول ښودل کېږی، چې اروپایی هېوادونو ته د شاه د سفر پر مهال خپرې شوې او په‌کې په اوازو خورولو سره د شاه  امان الله خان د سفر هدف کمرنګه شو او آن ځای، ځای دیکته کېدونکو شورشونو، خو د شاه پر ضد پاڅونونو ته هم لاره هواره کړه.[۵]

یو شمېر تاریخ لیکونکی په دې باور دی، چې بهرنیو توطیه جوړوونکو له همدې موضوعاتو د فشارونو په توګه استفاده وکړه او د ملکه ثریا نیمه بربنډ تصویرونه یې بهر جوړ کړل او پر خلکو یې ووېشل او داسې تبلېغ یې وکړ، چې شاه امان الله خان  د اسلام له دایرې بهر شوى او کورنۍ یې بې‌دینه شوې ده.

د حکومتولۍ په چارو کې له خلکو سره کمرنګه مشوره او د مذهبی قشر د یوې برخې له لوری د ریفورم پیل شوی دغه بهیر بدعت بلل هغه نور عوامل دی، چې په ځینو ځایونو کې یې خلک د شاه پر ضد بغاوت ته وبلل او امانی اصلاحی بهیر تورو تیارو ته داخل شو او د شاه له لوری د اصلاحاتو پیل شوی څپرکی نیمګړی پاتې شو.

اخذونه:

[۱] ـ سفر های غازی امان الله شاه، عزیز الدین وکیلی پوپلزایی، ۱۳۹۱.

[۲] ـ نګاه مختصر به تاریخ افغانستان، کاندید اکادمیسن محمد ابراهیم عطایی، ت: دوکتور جمیل الرحمن کامګار، ۱۳۹۳، ص ۲۴۷.

[۳] ـ د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی، محمد اشرف غنی، ۱۳۹۲، د وږی ۵‌مه.

[۴] ـ سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان، بخش اول، عزیز الدین وکیلی پوپلزائی، ص ۸۰.

[۵] ـ سفر های غازی امان الله شاه، عزیز الدین وکیلی پوپلزایی ۱۵۶ مخ، ۱۳۹۱.

حزب‌الله اتل

ممکن است شما دوست داشته باشید