روزنامه هیواد

د افغانستان د انځرو حاصلات به ۴۲ زره مټرىک ټنو ته زىات شی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د انځرو د پروسس او بسته‌بندۍ طرحه وروستۍ کړه.د دغه وزارت وىاند اکبر رستمی پرون آزادۍ راډىو ته ووىل، دغه طرحه به سږ کال عملی شی چې د دې طرحې پر بنسټ به د انځرو حاصلات له ۲۵ زره مټرىک ټنو ۴۲ زره مټرىک ټنو ته زىات شی.دغه وزارت واىی، دوى په پام کې لری چې په مرکز او ولاىتونو کې د تازه او وچو انځرو د پروسس مرکزونه جوړ کړی او همدارنګه په راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۳۲۵۰ هکټاره ځمکه کې د انځرو باغونه جوړ شی.انځر د افغانستان له مهمو صادراتو ىادېږی چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په وىنا افغانستان ته لسګونه مىلىونه ډالر عواىد لری.افغانستان تېر کال څه باندې ۷۰ مىلىونه ډالرو په ارزښت د انځرو صادرات لرل.اوس‌مهال د هېواد په ۱۶ ولاىتونو کې انځر تولىدېږی چې ډېر ىې په لوېدىځو ولاىتونو کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید