روزنامه هیواد

د افغانستان دکرېکټ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو مزل لس کلن شو

د افغانستان د کرېکټ د لومړنۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې یوه لسیزه پوره شوه. افغانستان د ۲۰۰۹ م کال د اپرېل میاشتې په ۱۹ نېټه له سکاټلنډ سره لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه. افغانستان د ۸۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.په هغه لوبه کې، چې محمد نبی یې غوره لوبغاړی شو، افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۵ منډې جوړې کړې وې. سکاټلنډ په څلوېښتو اوورنو کې ۲۰۶ منډې کړې وې.له هغې ورځې راهیسې افغانستان ۱۱۱ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړې چې ۵۷ لوبې یې ګټلې دی.محمد نبی هغه لوبغاړی دی، چې د افغانستان لپاره په ټولو رسمی یو ورځنیو سیالیو کې لوبېدلی. هغه د ملی لوبډلې لپاره ۱۱۱ لوبې کړې.له محمد نبی وروسته اصغر افغان دی، چې د ملی لوبډلې په ۹۹ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی. سمېع الله شینواری ۸۱ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې.

د افغان لوبغاړو اتلولی: افغانستان به په را روانه جون میاشت کې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په نړیوال کپ کې له استرالیا سره مخامخ شی.

افغان لوبغاړو د ۲۰۱۸ م کال د مارچ پر ۲۵مه په زمبابوې کې د ویسټ انډیز ملی لوبډلې ته د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ م کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لار موندنې اتلولی ګټلې.

همدا اوس د افغانستان ملی لوبډله د راتلونکی نړیوال جام لپاره د چمتووالی لپاره د سویلی افریقا په پوچیفسټروم ښار کې په تمریناتو بوخته ده.افغانستان په لومړی ځل په ۲۰۱۵ م کال کې په نړیوال کپ کې لوبه وکړه ،چې یوازې پر سکاټلنډ یې یوه بریا په کې تجربه کړه.

د افغانستان د یو ورځنیو لوبو راتلونکی:   د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بی بی سی ته ویلی: بورډ د یو ورځنیو لوبو په ګډون د کرېکټ د دود فارمټونو په برخه کې د افغانستان پر کړی پرمختګ راضی دی، ځکه د ده پر وینا افغانستان په ډېر لږ وخت کې هغه ځای ته رسېدلی، چې نور هېوادونه په اوږده مهال کې ورته رسېدلی.

ښاغلی هوتک وایی : دا چې افغانستان اوس د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لری، د کرېکټ ټولو فارمټونو، په تېره بیا یو ورځنیو لوبو ته ځانګړی پام کوی.دی وایی: د هدف د ټاکلو پر لا اغېزمنتیا، د توپ‌ وهنې په برخه کې پر نور کار او تر څنګ یې پر چټکو توپ ‌اچوونکو نور ډېر کار ته پام کوی.ښاغلی هوتک زیاتوی: کرېکټ بورډ د لوبغاړو فېټنېس او د لوبغاړو ځانګړو مهارتونو روزلو او په تېره بیا په یو ورځنی کرېکټ کې د هغوی په ډېر تمرکز کار کوی.

د یو ورځنیو لوبو د پام وړ ټکی: د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په توپوهنه کې تر ټولو ښه سټرایک رېټ راشد خان لری. نوموړی د۷۷،۱۰۰ سټرایک رېټ سره لومړی، محمد شهزاد بیا د ۸۸٫۴۰ سټرایک رېټ سره دوهم او د۱۰، ۸۸ سټرایک رېټ سره نجیب الله ځدراڼ درېیم مقام لری.

دری افغان لوبغاړی، چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د افغانستان لپاره ډېرې منډې کړې دی:

۱ـ محمد نبی ۲۵۶۵

۲ـ محمد شهزاد ۲۵۶۲

۳ـ اصغر افغان ۲۰۱۳

د ملی لوبډلې هغه لوبغاړی، چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې ډېرې پنځوسیزې او یا له یادې اندازې زیاتې منډې کړې دی:

۱ـ  محمد شهزاد ۱۸

۲ـ رحمت شاه ۱۶

۳ـ محمد نبی ۱۴

راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغانستان په ګټه تر ټولو غوره توپ اچونه کړې او لوړ اوسط لری. راشد خان په ۵۷ لوبو کې د ۰۰:۱۵اوسط په درلودلو سره ۱۲۳ ویکټې اخیستې دی.رحمت شاه په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان له لوری تر ټولو غوره اوسط درلودونکی توپ وهونکی دی. سمېع الله شینواری د افغانستان لپاره په نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې منډې کړی. نوموړی په ٢٠١۵ میلادی کال نړیوال جام کې د ۴٢.٣٣ په اوسط ٢۵۴ منډې کړې.شاپور ځدراڼ په نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې ١٠ وېکټې ترلاسه کړې. تر نوموړی وروسته حمید حسن دویم توپ اچوونکى دى ،چې نړیوال جام کې یې ٨ لوبغاړی سوځولی.

عبدالله الهام

ممکن است شما دوست داشته باشید