روزنامه هیواد

د افغانستان دخپلواکۍ د بېرته ګټلو دسلمې کلیزې په ویاړ: د افغانستان په معارف کې د خپلواکۍ د انقلاب اغېزې

دافغانستان خلکو پر ۱۹۱۹میلادی کال د غازی امان الله خان تر مدبرانه مشرۍ لاندې د نړۍ د ستر استعماری ځواک پر وړاندې د خپلواکۍ پاڅون او انقلاب په داسې شرایطو کې پیل او بری ته ورساوه، چې لویې بریتانیې د افغانستان په سرحدونو کې له چترال څخه تر مشهد، عشق آباد او بخارا پورې درې لکه څلور دېرش زره  مجهز مځکنی او هوایی پوځونه ځای پر ځای کړی وو، خو افغانستان نه یوازې منظم عصری مځکنی او هوایی پوځ نه درلود، بلکې د محدودو پوځی ټولګیو او توپونو د لېږدولو لپاره یې وسایط او ترانسپورتی لارې هم نه درلودې افغانستان نه یوازې د پوځ په لحاظ، بلکې د اقتصادی او بشری نیرو له مخې یو ډېر کمزوری هېواد و.دغه ټکی دکتور او تاریخپوه محمدشریف (( ځدران)) دهېواد ورځپاڼې خبریال ته څرګند کړل اوداسې یې وویل:

امریکایی لېکوال ارنولد فلېچر د افغانانو د پوځ کمزوری په دې ډول بیانوی: افغان پوځ نه یوازې ښه روزل شوی نه و، بلکې د ښو وسلو او قوماندانانو څخه هم بې برخې و، منظم غنډونه او ارکانحرب یې نه درلود. د سنایډرا او مارټینسس په زړو وسلو سمبال و، چې د نښې او هدف په ویشتلو کې اغېزمن نه وو.

ده زیاته کړه:  د غازی امان الله خان تر مشرۍ لاندې د خپلواکۍ پاڅون او آزادی بښونکې انقلاب په یوه دغسې نا پرتلیزه فضأ کې پیل شو،  خو افغانانو هغه وخت د یووالی، هېوادپالنې او مېړانې په سپیڅلې عقیدې سره وکولای شول، چې د یوې میاشتې جګړې په نتیجه کې د نړۍ یو لوی زبر ځواک او یرغلګر قوت په جنوبی محاذکې د تل لپاره مات کړی. پکتیا والو د سپه سالار نادر خان او د نورو قومی مشرانو په د هیانه رهبرۍ سره د مې میاشتې له ۲۸-۳ پورې د سپین وام، واڼا، سرویکی او د ټل جنګی محاذونه فتح کړل او تر هنګو پورې وړاندې ولاړل او نیواکګر یې تېښتې ته اړ کړل. دغه فاتحانه وړاندې تګ په ټولو محاذونو کې د انګریزانو پښې سستې کړې او له ډېرې وېرې یې د جون پر دویمه نیټه د روغې او متارکې اعلام وکړ.

لویې برتانیې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پکتیاوالو د غوڅ مقاومت او د فاتحانه جګړې په نتیجه کې د تسلیمۍ لاسونه پورته او د متارکې اعلام وکړ او د غازیانو د تورې د شرنګ په وړاندې یې نور د مقاومت تاب نه درلود، نو ځکه یې د اګست پر اتمه نېټه په راولپنډۍ کې یو پنځه ماده ییز تړون د افغانستان له حکومت سره لاسلیک کړ او د افغانستان بشپړه خپلواکی یې په رسمیت وپېژندله. دغه تړون لس ورځې وروسته د اګست پر اتلسمه نېټه، چې د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد له ۲۸ مې بختورې ورځې سره سمون خوری، د افغانستان مدبر او زړور مشر غازی امان الله خان لاسلیک کړ او له هغې نېټې بیا تر ننه دغه ملی او فاتحانه ورځ د خپلواکۍ د جشن په نامه هر کال نمانځل کیږی.

ښاغلى ځدران څرګنده کړه: موږ ولې هر کال دغه مبارکه او د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځو؟

زما په اند تر ټولو مخکې خپلواکی او د خپلواکۍ د لارې شهیدانو او غازیانو ته درنښت ډالۍ کول دی. هو، د دوی جهاد او کارنامې دې تلپاتې او ویاړلی وی. موږ بې له شکه ورباندې ویاړ کوو اود دوى له مېړانې او هېواد پالنې څخه په لوړه کچه زده کړه کوو، دوی زموږ لپاره د زده کړې او د آزادۍ لویې سرچینې دی، د غازی ببرک خان ځدراڼ لویې مجادلې او د خپلواکۍ د لمر اعلی نشان نه یوازې د پکتیاوالو د آزادۍ اتلوالې خاطرې ژوندۍ کوی، بلکې د آزادۍ او مېړانې د درس د زده کړې په لاره کې یو ځلانده درس دی.

رښتیا خبره داده، چې د خپلواکۍ د انقلاب د ورځې نمانځل د آزادۍ مفکورې او د فرهنګ د ودې او پرمختیا یون لاپسې پیاوړی کوی، ځوانان د خپلواکۍ په اړتیا او اهمیت پوهوی او د آزادۍ د فرهنګ بنیادونه د دوى د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې پراخوی. د خپلواکۍ د درس لوستل په رښتینې توګه د راتلونکې خپلواکۍ د ساتلو درس دی او پر افغانی فرهنګ د آزادۍ لوړه روحیه خپروی. هو، موږ د همدغه هدف لپاره، چې د خپلو غازیانو تاریخ ژوندی او ویاړلی وساتو او ورڅخه یې زده کړو، د خپلواکۍ ورځ نمانځو!

موږ په دې پوهېږو، چې خپلواکی او آزادی د هر انسان او ملت یوه فطری برخه ده، الله پاک د نړۍ ټول وګړی آزاد هست کړی او هېڅ یو ملت یې د بل ملت په وړاندې له پیله اسیر نه دی پیدا کړی او لکه چې د اسلامی نړۍ د ۱۹۹۰ کال بشری حقونو اسلامی اعلامیې د (۱۱) مادې د الف او ب په بندو کې راغلی:

((انسان آزاد پیدا کېږی، هېڅوک د هغه د غلام کولو او استعمار کولو حق نه لری))

استاد حبیب الله رفیع په حقه وایی، چې آزادی د ابادۍ مقدمه ده، یو هېواد هله آباد شی چې آزاد شی.

ده جوته کړه :افغان تاریخ شاهد دی، چې افغانستان د خپلواکۍ د انقلاب نه مخکې یو نیمه مستعمره هېواد  او په خپل بهرنی سیاست کې د انګریزانو تر ولکې لاندې و، خو د خپلواکۍ د انقلاب په بری سره، نه یوازې یو بشپړ آزاد هېواد شو او د نړۍ  د هېوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شو، بلکې افغانان په معنوی او فرهنګی لحاظ هم د آزادۍ او پرمختیا ساه وایستله. د اقتصاد او فرهنګ په برخه کې یې د رښتینې آزادۍ په لاره ژور ګامونه اوچت کړل.د خپلواکۍ د ګټلو ستر سالار غازی امان الله خان یوازې د خپلواکۍ پر ګټلو اکتفا ونه کړه، بلکې د خپلواکۍ د لا تامین په خاطر یې د نورو سیاسی، اقتصادی اصلاحاتو تر څنګ ژور فرهنګی اصلاحات د دې وینا پر بنسټ چې، معارف د هر ملت د آبادۍ او ترقۍ بنسټ دی، پیل کړل. هغه د ملت د لومړی اساسی قانون په ۱۴ – ۱۵ او ۶۸ ماده کې معارف تسجیل کړ او د لومړی ځل لپاره یې د ښځو رسمی ښوونه او روزنه اعلان او پیل کړه او د افغانستان فرهنګی اړیکې یې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره ټینګ کړې. افغانی ځوانان (نجونې او هلکان) یې د لوړو زده کړو لپاره اسیایی او اروپایی هېوادونو ته واستول. د آزادۍ د انقلاب په نتیجه کې د ۱۹۲۷-۱۹۱۹ میلادی پورې ۳۲۲ ښوونځی د هېوادپه مرکز او ولایتونو کې جوړ کړل او د غازی امان الله خان په وینا د معارف کلنی لګښت هغه وخت شپېته لکه دوه اتیا زره ښودل شوی، چې د دغو پیسو پنځه لکه څلوېښت زره ملت ورکولې. د پکتیا والو لپاره د ویاړ ځای دی.
چې د هغوی پلرونو هماغه وخت په خوست، ګردېز، زرمت او څمکنیو کې د څلورو ښوونځیو لپاره ۷۵ زره افغانۍ مرسته له دولت سره وکړه او د معارف ډېوه یې په خپله سیمه کې د تل لپاره بله کړه. هو، پکتیاوال یوازې د خپلواکۍ د لارې اتلان نه وو، بلکې د رسمی معارف بنسټ ایښودونکی هم وو.ښاغلی دوکتور محمد شریف ځدران زیاته کړه: د خپلواکۍ د لا پیاوړتیا په خاطر د معارف مطبعه، په لکونو کتابونه، د مطبوعاتو لومړنی قانون، بېلابېلې خپرونې او په ځانګړی توګه په ۱۹۲۲ کې د ارشادالنسوان په نامه د ښځو لومړنۍ جریده، په ځاځیو کې د نادر خان په مشرۍ د اصلاح اخبار (۱۹۲۹) او له بهرنیو هېوادونو سره په لسګونو فرهنګی تړونونه رامنځ ته او لاسلیک شول. د لومړی ځل لپاره د افغانستان دیپلوماتیک سور او شین بیرغ د نړۍ د ډېرو هېوادونو په پلازمېنو کې په رسمی توګه اوچت شو.زما په عقیده په افغانستان کې اوسنی معارف د آزادۍ د انقلاب ثمره او دوام دی خوستیانو دخپلواکۍ د انقلاب له بری وروسته بیا تر ننه پورې د معارف دودې او پرمختیا سره مرسته او ملتیا کړې ده او په اوسنی دور کې یې په خپلو منډو او مرستو د خوست پوهنتون جوړ کړ او  معارف سره د ژورې مینې پر بنسټ یې په ولسوالیو او بانډو کې سترې مرستې کړی او لا دا مرستې دوام لری. موږ دا  اوس د ۱۲۰ ښوونځیو لپاره تدریسی خونې نه لرو، خو خوستیانو خپل کورونه، جوماتونه، باغونه او مځکې د معارف په لاس کې ورکړی او د آزادۍ ارمانونه یو په بل پسې پیاوړی کوی.

محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید