روزنامه هیواد

د افغانستان حکومت د مرکچی پلاوی غړو د امریکا د کانګرېس له غړو سره کتلی

د افغانستان حکومت د مرکچی پلاوی ځینو غړو د امریکا د کانګرېس له غړو سره کتلی دی.د راپورونو له مخې، د افغان حکومت د مذاکراتی پلاوی ښځینه غړو د امریکا د کانګرېس له ځینو غړو سره کتلی دی او پر افغان سوله یې خبرې ورسره کړې دی.ددغه پلاوی غړې فوزیه کوفی وایی دوی په دې لیدنه کې له امریکایی لوری غوښتی ،چې د سولې، امنیت، ولسواکۍ، بشری حقونو او ښځینه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې همکاری وکړی.کوفی زیاته کړې ،چې امریکایی حکومت دې د سولې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړی او اجازه دې نه ورکوی ،چې د سولې په خبرو کې پر تېرو لاس ته راوړنو او د ښځینه وو پر حقونو معامله وشی.نوموړې همدا راز ویلی، چې امریکایی لوری په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.تمه ده، چې تر راروانو څو اوونیو ، افغان حکومت، سیاسی مشران او طالبان د ترکیې په جوړېدونکې غونډه کې چې پایله یې د افغانستان لپاره مهمه بلل کېږی، ګډون وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید