روزنامه هیواد

د افغانستان  –  تاجکستان د رىل ګاډی پټلۍ د غځولو کار پىلېږی

د افغانستان – تاجکستان ترمنځ د رىل گاډی د پټلۍ د غځولو کار په روان کال کې پىل کېږی.د افغانستان د رىل گاډی د ادارې مقاماتو وىلی چې د ډىزاىن کارونه بشپړ شوی او تاجکستان ښاىی افغانستان ته د رىل ګاډی پټلۍ د غځولو کار د ٢٠١٨ م کال په پاى کې پىل کړی.د افغانستان د رىل گاډی اداره د فواىد عامې په وزارت کې ىو نوى جوړ شوى سازمان دى. د دې ادارې د ریىس محمد ىما شمس په مشرۍ ىو پلاوی په دې وروستىو کې تاجکستان ته سفر کړى، چې د دې پروژې په اړه خبرې وکړی او د دواړو هېوادونو تخنىکی ټىمونو د جولاۍ له ١١ نه تر ١٢ پورې سره په اړوند مساىلو خبرې کړې دی.دغه نوې پټلۍ به د تاجکستان د کول خوزآباد نه پىل شی او پنځوس کىلومتره جنوب خواته د پنج پاىان پر لوری غځول کېږی او بىا د پنج له سېند نه، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد دى تېرىږی او د افغانستان شېرخان بندر ته رسېږی.د تفاهملىک سره سم، د آمو سېند باندې د پل جوړول، او د شېرخان بندر د اوسپڼې پټلۍ د پروژې جوړولو لپاره د اړىنو بسپنو تموىل د تاجکستان هېواد له خوا ورکول کېږی او تاجکستان په افغان سرحد کې د رىل د تم ځاى د جوړولو لگښت ورکړی.تمه ده چې دغه پټلۍ به د افغانستان د شېرخان بندر څخه د کندز ښار پورې په ۶۵ کىلومتره واټن وغزول شی او بىا به د ترکمنستان – افغانستان – تاجکستان د پىشهناد شوی رىل گاډی د غزولو د ىوې برخې په توګه مزار شرىف ته هم اوږده شی.افغان مقاماتو وىلی ،چې په اوږد مهال کې به دا پروژه د افغانستان له لارې اىران او چىن ته د رىل ګاډی د دهلىز د ىوې برخې په توګه پلې شی.د تاجکستان د رىل ګاډی د پټلۍ د غزولو سربېره د ترکمنستان د رىل ګاډی پټلۍ د افغانستان د آقىنه بندر پورې غزول شوې او د اىران د رىل ګاډی پټلۍ د اسلام قلعه تر بندره رسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید