روزنامه هیواد

د افغانستان بانک رییس له دندې مستعفی شو

د افغانستان بانک ریىس له څلور کلنې دندې اجرا کولو وروسته په کور کېنول شو.که څه هم د افغانستان بانک وىاند اېمل هاشور واىی، چې خلىل صدىق د شخصی ستونزې او ناروغۍ له وجې استعفى کړې، نو د افغانستان بانک ىوه باوری سرچىنه د نوم نه ښوودلو په شرط تاند ته وىلی، له خلىل صدىق څخه د افغانستان بانک او افغانۍ د وروستی وضعىت د نه مدىرىت له کبله د استعفا غوښتنه شوې ده.دغه سرچىنه زىاتوی، حکومت له خلىل صدىق څخه په دې ناراضه دى چې نوموړى د افغانستان بانک او افغانىو لپاره د پولی سىاست او پالىسىو په جوړولو او پلی کولو کې پاتې راغلى دى. سرچىنه واىی، خلىل صدىق د روانې مىاشتې په ۱۸ مه ارګ ته خپله استعفا ور استولې او سمدستی ىې منظوری هم راغلې ده.دا په داسې حال کې ده چې کله خلىل صدىق په ۱۳۹۴ کال د افغانستان بانک ریىس شو د ىو ډالر بىه ۵۷ افغانۍ وه او اوس چې له دندې اىسته شوى ىو ډالر ۸۰ افغانىو ته رسېدلى دى.له همدې کبله پر خلىل صدىق او اداره ىې وروستىو کې سختې نىوکې وشوې چې نوموړی نه هم د ډالرو قاچاق بند کړاى شواى او نه ىې هم د افغانىو د ثبات لپاره لازم پولی سىاست غوره کړ.د تازه راپورونو له مخې ىوازې تېر کال له افغانستانه اىران ته ۱ میلىارد ډالر قاچاق شوی.
سرچىنې واىی دا تر ډېره هغه ډالر دی چې د افغانستان بانک به د افغانىو د قىمت د ثابت ساتلو په نوم هره اوونۍ څو مشخصو صرافانو ته لىلامول.

ممکن است شما دوست داشته باشید