روزنامه هیواد

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو د آزاد تګ راتګ د ژمنې هرکلى وکړ

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صناىعو ګډه خونه وایی: د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختىا او ښه والی په برخه کې د عمران خان د خبرو هرکلى کوی.د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صناىعو ګډه خونه او ىو شمېر ملی سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرىزو اړىکو د رغولو په برخه کې د عمران خان د وروستىو څرګندونو په اړه خوښی څرګندوی او وایی، چې باىد دغه څرګندونې عملی بڼه غوره کړی او په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری د سىاست ښکار نه شی.د دغه خونې د عامل پلاوی ریىس نقىب الله صافی د پنجشنبې په ورځ ووىل، چې له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرىزې اړىکې سىاسیتونو خړې کړې وې،خو د ده په خبره د پاکستان په پارلمانی انتخاباتو کې د عمران له بری وروسته اوس دا هىله زىاته ده چې عمران خان د نوی پالىسۍ له مخې هڅه وکړی چې د دواړو هېوادونو په سوداګرىزو اړىکو کې ښه والى راشی.نوموړی زىاته کړه:(( موږ د عمران خان د څرګندونو هرکلى کوو، چې د نوموړی دغه څرګندونې به ىوه ښه او عملی نتىجه ولری او دا به د افغانستان او پاکستان لپاره د پرمختګ نوى پړاو وی.))نوموړی زىاته کړه، چې افغانستان د پاکستان د سوداګرۍ لپاره ىوه مهمه لاره ده او په همدې اساس عمران خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرىزو اړىکو د ښه کولو غوښتونکى دى.دا په داسې حال کې ده چې د تحرىک انصاف ګوند مشر عمران خان په پاکستان کې د پارلمانی انتخاباتو له بری وروسته په خپلې لومړنۍ غىر رسمی وىنا کې ووىل ،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د سوداګرىزو اړىکو د رغولو په برخه کې هلې ځلې وکړی.عمران خان دغه شان په خپلو خبرو کې دا هم وىلی چې پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړىکو کچه له دونىم تر درې مىلىارډ ډالرو پورې رسېده، خو په خبره ىې اوس دغه راکړه ورکړه ۵ سوه مىلىونو ډالرو ته راښکته شوې ده.له دې وړاندې ىو شمېر پاکستانی چارواکو وىلی وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو د جوړونې او د سوداګریزو او ترانزىټی اړىکو د رغولو په هدف هلې ځلې کوی.په ورته وخت کې د افغانستان د متشبثىنو د بورد مشر رحم الدىن حاجی آغا هم د عمران خان د وروستىو څرګندونو په اړه خوشبىنی ښیی خو وایی: وىره داده چې ىو وار بىا د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړىکې د سىاست قربانی نه شی.نوموړی زىاته کړه: (( موږ د عمران خان د وروستىو څرګندونو په اړه خوشبىنیه ىو، دلىل دادى چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان اقتصاد قربانی شوى دى، هىله لرو چې ىو وار بىا سوداګری د سىاست قربانی نه شی او د دواړو هېوادونو مشران خپلې خبرې عملی کړی.))حاجی آغا وایی: د پاکستان او افغانستان ترمنځ به سوداګرىزې اړىکې هغه مهال پراختىا ومومی چې پاکستان د افغان سوداګرو ترانزىټی ستونزې هوارې کړی.د ده په وىنا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرىزې راکړې ورکړې د کمېدو ډېر زىان د افغانستان په پرتله پاکستان ته رسېدلى دى.         اکرام الله اکرام

ممکن است شما دوست داشته باشید