روزنامه هیواد

د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ اقتصادی او سوداګریزې اړیکې پراختیا مومی

د افغانستان او سعودی عربستان د اقتصادی او سوداګریزوهمکاریو د ګډ کمېسیون لومړنۍ غونډې د روان کال د تلې میاشتې ه ۱۶مه نېټه د افغانستان مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر محمد همایون قیومی او د سعودی عربستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر ښاغلی ډاکتر مجید بن عبدالله الغاصب، په ګډه مشرۍ د یاد هېوادپه پلازمېنه ریاض کې جوړې شوې.په دې غونډو کې په دوه اړخیزه همکاریو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او سوداګرۍ په پیاوړتیا، د پانګونې په جلبولو، انرژۍ، د پراختیایی پروژو په پلی کېدو، تخنیکی  او ټرانسپورتی همکاریو، ښې حکومتولۍ، د کانونو استخراج، سوداګرۍ او ټرانزیټ، سیمه ایزو همکاریو او نورو ورته مسائلو هر اړخیزې خبرې وشوې.د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ښاغلی ډاکټر محمد همایون قیومی، د سعودی عربستان له سخاوتمندانه مرستو څخه د مننې تر څنګ، د ګډو همکاریو غونډه مهمه وبلله ویې ویل:” دغه غونډې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی همکاریو د پراخېدو سبب ګرځی او د افغانستان لوری چمتو دی، چې له پانګونې څخه د ملاتړ او لوړېدو په موخه د سوداګرۍ دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړى. نوموړی، زیاته کړه د دواړو هېوادونو تر منځ د یاد کمېسیون جوړول د ستراتیژیکو او اقتصادی همکاریو په برخه کې نوی فصل پرانیستې او د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او اقتصادی اړیکې لا پیاوړې کوی.د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت سرپرست، سعودی عربستان ته په خپل رسمی سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادی اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د یاد هېواد له ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې وکړی. دیوبل خبر له مخې: د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلی محمد همایون قیومی، سعودی عربستان ته په خپل رسمی سفر کې د تلې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د یاد هېواد په نړیوال هوایې ډکر کې د سعودی عربستان د لوړ پوړو چارواکو او په دې هېواد کې د افغانستان سفیر له لوری یې تود هر کلى وشو او د افغانستان او سعودی عربستان هېوادونو تر منځ د اقتصادی او سوداګرۍ همکاریو د ګډ کمېسیون د لومړنۍ غونډې په څنډه کې یې د سابک (SABIC) شرکت له رییس سره وکتل.په دې کتنه کې دواړو د ترانسپورټ، انرژۍ، ساختمانی چارو، د ترمو پلاستیک پیپونو د تولید، فولادو او په ځینو نورو برخو کې په افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.د سابک شرکت رییس د مالیې وزارت له سرپرست څخه د لویو پروژو په برخه کې د افغانستان وړاندیز شوې بستې له وړاندې کولو څخه مننه وکړه.د یادونې وړ ده چې سابک د کېمیاوی موادو او پترولیم د تولید په برخه کې یو نړیوال شرکت دى چې د فلزاتو او کانونو په برخو کې تخصص لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید