د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملی لوبډلو ترمنځ د شل اورېزه لوبو لړۍ نن ( چهارشنبه ) پیلېږی.له دې وړاندې دواړو لوبډلو د ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړه، چې لومړی یې زمبابوې او دویمه یې بیا افغانستان وګټله.دا دری شل اورېزه لوبې، چې د ابوظهبۍ په شېخ زېد کرکټ لوبغالی کې پیلېږی، نن یې لومړنۍ لوبه ده، چې د افغانستان په وخت به ٢:٣٠ بجې پیل شی.افغانستان دوه ورځې وړاندې دې لوبو ته ١۵ کسیزه لوبډل اعلام کړه.وړمه ورځ یې په کې پنځه نور لوبغاړی هم ورزیات کړل او ټول ٢٠ کسیزه سکواډ شو.افغانستان او زمبابوې په ٢٠١٩ م کال کې دوه نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې، چې په یوه لوبه کې افغانستان د ٢٨ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه او په بله لوبه کې زمبابوې د ٧ وېکټو په توپیر بریا خپله کړې وه.