روزنامه هیواد

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداگرۍ د پراختیا  هڅې

په دې وروستیو کې دافغانستان او روسیې ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه. ددغې سوداګریزې خونې موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ دسوداګرۍ پراختیا او دصارداتو او وارداتو زیاتوالى دى. ددغې خونې په پرانیستلو کې د روسیې او افغانستان استازو او همدارنګه ګڼ شمېرنورو  سوداګرو ګډون درلود. له دې وروسته به افغان سوداګر وتوانېږی چې خپل سوداګریز مالونه د روسیې بازارنوته وړاندې کړی.

د افغانستان دعلومو اکاډمۍ داقتصاد انستیتوت غړی ښاغلی دوکتور محمدحکیم (( حیدر)) دهېواد ورځپاڼې خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې دافغانستان او روسیې ترمنځ دسوداګرۍ خونې پرانیستل او دسوداګرۍ غښتلی کولو هڅې پیل شوی دغه بهیر څنګه ارزوی؟ داسې وویل: د افغانستان اوروسیې ترمنځ سوداګرۍ دپیاوړی کېدو په حال کې ده. له روسیې او نورو هېوادونو سره دسوداګری اړیکو ټینګول او غښتلی کول، دپرکارګومارنې بهیر کړندیتوب زموږ دهېواد اقتصادی پیاوړى کوی.

نو دا خوځښت زموږ دهېوادوالو په ګټه دى، روسیه اوس په دوو بېلابېلو پړاوونو کې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې داخلېږی . په لومړی پړاوکې پخوانى شوروى اتحاد و، زموږ سوداګری له دغه هېواد سره دمستعمرې په ډول وه.

دافغانستان اومه تولیدات به پخوانی شوروی اتحاد ته دافغانستان له غوښتنې پرته نوموړی هېوادوته لېږدول کېدل. له نورو اروپایی او ګاونډیو هېوادونو سره دافغانستان سوداګری کمزورې وه. هغه افغان زده کوونکو اومحصلینو چې په پخوانی شوروی اتحاد کې  یې زده کړه کوله دیو پطلون، کمیس او ساعت په وړلو به یې ډیرې پیسې تر لاسه کولې. دغه ډول سوداګرۍ ځانګړى خاصیت درلود او روسانو ترې پوره ګټه ترلاسه کوله او هم افغان محصلینو ته زیاتې پیسې لاسته ورتلې، دغه سوداګری دروسانو له خوا کنترول شوې وه. په دغه ډول سوداګرۍ کې آزادی او خپلواکی نه لیدل کېدل کېږی.

ده زیاته کړه: کله چې پخوانى شوروی اتحاد دوه لسیزې وړاندې  له افغانستانه شرمېدلې ووت څو کلونه وروسته اورپا او امریکا په افغانستان کې دننه ښکېل شول، زموږ سوداګرۍ او اقتصاد بدلون وموند .اوس موږ کولاى شو له اروپا ،امریکا او  آسیا هېوادونو سره په خپلواک او آزادانه ډول سوداګری اړیکې ټینگې کړو. دا ډول سوداګری له اوسنۍ روسیې سره هم دژوندی کېدو په حال کې ده او دافغانستان لپاره ځانګړى ارزښت لری. داچې روسیه غواړی له افغانستان سره په سوداګرۍ کې مخکښه شی اوخپلې همکارۍته دوام ورکړی، طبیعی ده  چې په دغه ډول سوداګرۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دی. اوس هم له روسیې سره موږ فرهنگی اړیکې لرو، ځکه دغه هېوادونه زموږ په ګاونډ کې پراته دی

روسیه دساینس ، تکنالوژۍ اواقتصاد له پلوه آزاد بازار دى، دپخوانی شوروی اتحاد په پرتله ښه پړاوونه وهی.

موږ کولاى شو له بهرنیو هېوادونو سره دخپلو سوداګریزو اړیکو آزادی اوخپلواکی وساتو. اوس نه یوازې روسیه په مخامخ ډول له افغانستان سره دسوداګریزو اړیکو دټینګولو لپاره لېواله ده ، بلکې هغه جمهوریتونه چې پخوا په شوروی اتحاد پورې تړلی وو لکه تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان اوترکمنستان اوهمداسې نورو هېوادونو کې دپخوانی شوروی اتحاد اغیزې لیدل کېږی. ددغوهېوادونو په اقتصادی بنسټونو کې دومره لوى بدلون نه دى راغلى هم هغه پخوانۍ اقتصادی تګلاره لیدل کېږی.  نو د افغانستان او روسیې ترمنځ دسوداګریزو اړیکو ټینګول ډېره گټه په کوته کولاى شی.پخوانی شوروی اتحاد دافغانستان خام ګاز په آزادانه ډول خپل هېواد ته لېږداوه . افغانانو شوروی ته دوړل شوی ګاز دقیقه احصاییه په واک کې نه لرله  او دګاز مصرفی میترونه هم د آمو سیند په هغې غاړې کې نصب شوی وو چې دوى دګاز اندازه پرې معلومه کړی.خو اوسنۍ سوداګریزې اړیکې دعدالت پربنسټ منځ ته راځی ، موږ دغه سوداګریز خوځښت ته په ښه او نیک نظرګورو ، او راتلونکې به یې هم ښه وی.

ښاغلی حیدر ددې پوښتنې په ځواب کې چې موږ به څنګه وتوانېږو له روسیې سره خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړو اوله کومو نویو پروسیجرونو او دودونو کارواخلو؟ څرګنده کړه ترهغو چې
موږ پردې ونه توانېږو چې په خپل هېواد کې  دتولید کچه لوړه کړو او کارپوهان وروزو او شمېریې ډېر کړو چې له خپلو منابعو په علمی ،عملی او معقول ډول کاروانه خلو هېڅکله به متوازنه سوداګری له روسیې او نورو ګاونډیو هېوادونو سره ونه کړاى شو، ما مخکې هم دغه ټکی ته اشاره وکړه چې د افغانستان واردات اووه میلیارده ډالر دی، خو زموږ صادرات ډېرلږ دی او  وارداتو دپرتلې وړ نه دی.اوس هم په یوه نامتوازن سوداګریز حالت کې قرار لرو او اقتصاد مو مصرفی شوى دى ،باید هلې ځلې وکړو ترڅو له دغه حالته ځان خلاص کړو. موږ
هغه مهال کولاى شو خپل هېوادته وده او پرمختګ ورکړو، چې کلک اقتصادی بنسټونه جوړ کړو، هغه عوامل چې اقتصادی پرمختګ منځ ته راولی هغه د بشری ځواک غښتلی کول او دهغوى دمسلکی او علمی مهارتونو لوړول دی.                        محبوب_ هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید