روزنامه هیواد

د افغانستان او امریکا له خوا له طالبانو د اوربند غوښتنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو په ناڅاپی توګه افغانستان ته راغی او ښاغلی ټرمپ د  متحدو ایالتونو د شکر ایستلو (Thanksgiving) ورځ یې په بګرام هوایی اډه کې له خپلو پوځیانو سره ونمانځله او ورسره یې ماښامنۍ وخوړه. ده په بګرام کې دوه نیم ساعته له امریکایی پوځیانو سره تېر کړل. ټرمپ نژدې دوې میاشتې وروسته له دې افغانستان ته سفر وکړ چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې لغوه کړې. دا افغانستان ته د ښاغلی ټرمپ لومړنی سفر دی.  وروسته ښاغلی ټرمپ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غنی سره ولیدل دا کتنه ۴۵ دقیقه ییزه وه. ولسمشر ټرمپ روښانه کړه، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به دوام ومومی او دواړو مشرانو په دې تمرکز وکړ، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید، د ترهګرۍ په ځالو کې وشی! دا د افغانانو، سیمې او آن نړۍ ستره غوښتنه هم ده، ولسمشر ټرمپ جمهور رییس ښاغلی غنی ته ډاډ ورکړ، چې امریکا به له افغان حکومت سره تر ډېره ملاتړ او همکارۍ ته زور ورکړی، ځکه د افغانستان او امریکا ملګرتیا بنسټیزه او اوږد مهاله ده، دښمنو لوریو ته دا روښانه پیغام و، چې، افغانستان به په هېڅ توګه د ترهګرۍ پر ځالو بدل نه شی او نه دې هم څوک د دې لپاره هڅه کوی! د دواړو ولسمشرانو په لیدنه او خبرو کې څه چې مهم وو، هغه په افغانستان کې د سولې لپاره ژمنتیا وه، خو د دې سولې لپاره د دواړو ولسمشرانو لومړنۍ غوښتنه ((اوربند)) و، هغه اوربند چې د سولې لپاره سرکرښه او لومړنی شرط بلل کېږی او هغه اوربند چې تېره اوونۍ د دواړو ولسمشرانو په تلېفونی خبرو کې هم پرې ټینګار شوی و،خو یو شمېر مغرضو رسنیو داسې ډنډوره واچوله، چې ګنې ولسمشر ټرمپ، جمهور رییس غنی ته د (( اوربند )) خبره نه ده یاده کړې!؟ په هر حال اوس پر اوربند ډېر تمرکز وشو او که طالبان د سولې لپاره چمتو وی، نو باید لومړی اوربند وکړی، هیله ده، چې دا ځل همدا مغرضې رسنۍ او کړۍ پرې غوږونه کاڼه نه کړی! په دې اړه ولسمشر ټرمپ رسنیو ته هم خبرې وکړې او هغه وویل چې امریکا به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړی. ټرمپ چې د ولسمشر غنی ترڅنګ ولاړ و، وویل: (( طالبان غواړی چې جوړجاړی وکړی او موږ له دوی سره وینو او وایوو چې باید اوربند وشی، خو دوی ونه غوښتل چې اوربند وشی مګر اوس دوی غواړی چې اوربند وشی، زه باور لرم چې له ((اوربند)) سره به کار پر مخ لاړ شی.)) دواړو هم ولسمشر غنی او هم ولسمشر ټرمپ وویل چې د دوی کتنه یو ویاړ دی. ټرمپ له غنی سره ۴۵ دقیقې خبرې وکړې او څو شېبې یې خبریالانو ته هم موقع ورکړه چې پوښتنې ترې وکړی. ولسمشر غنی وویل چې د ښاغلی ټرمپ په دوره کې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو مرګ ژوبله کمه شوې،خو ټرمپ باید د افغانستان د سولې لپاره حدود ونه ټاکی،ځکه افغانستان حاضر دی چې د امریکا امنیت او د افغانانو ازادی تضمین کړی. ولسمشر غنی وروسته د ښاغلی ټرمپ په بلنه امریکایی پوځیانو ته وینا وکړه. ده د امریکایی پوځیانو او د هغوی د کورنیو د غړیو مننه وکړه. ده ورته وویل: ((موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه تکرار شی.)) ښاغلی ټرمپ له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو پرمختګونه وستایل او ولسمشر غنی ته یې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ماتې له امله مبارکی وویله. په همداسې حال کې د امریکا ولسمشر پر خپلو ځواکونو غږ وکړ، چې دوی د تېر په څېر د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته زور ورکړی، هغه وویل: (( په هر حالت تاسو خپلو دندو ته زور ورکړئ)) د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا او ناټو ځواکونو سرښندنې د قدر وړ دی او له همدې امله ولسمشر غنی د دې قدردانی وکړه. ښاغلی غنی وویل: (( غواړم له فرصته په استفادې د هغو امریکایی سرتېریو له کورنیو مننه وکړم چې په افغانستان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.)) په اصل کې افغانستان او امریکا یو او بل ته اړتیا لری،نو د دواړو لوریو ملګرتیا به بنسټیزه او دوامداره وی، افغانان د امریکا په مشرۍ له ناټو همکارۍ د زړه له تله مننه کوی، دا د سوله ییز او پیاوړی افغانستان لپاره مهمه ده، چې په دې کې د ټولې سیمې او نړۍ امنیت او ثبات هم خوندی کېدای شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید