روزنامه هیواد

د افغانستان او امریکا راتلونکی اقدامات به د زیاتې همغږۍ او نږدې مشورو پر بنسټ ولاړ وی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلی سره وکتل.په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه د زیات ملاتړ، سولې پروسې او ترورېزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې.په پیل کې جمهوررییس غنی جنرال میلی او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سولې، ثبات ، امنیت او په افغانستان کې د دوی د قربانیو په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو د ځواکونو د دوامدار او بې مثاله ملاتړ او تعهداتو مننه وکړه.جمهوررییس د افغانستان او امریکا مشارکت استثنایی وباله او وې ویل: په تېرو ۱۸ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پایداره مشارکت او نږدې همغږۍ زیاتې لاسته راوړنې درلودې.جمهورییس غنی د جنګ او سولې په څېر مهمو موخو ته د رسېدو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو سره دګډ کار اهمیت او مشوره ارزښتمنه وبلله او وې ویل: موږ توانېدلی یوو په سیاسی او نظامی برخو کې د دواړو هېوادونو د ګټو د تامین لپاره مطلوبې پایلې ترلاسه کړو. ده د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو سره د افغانستان اړیکې منظمې او دوامداره وبللې او زیاته یې کړه: په سختو شرایطو کې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ځان ثابت کړی او په بې پرې او باعزته ډول یې د ټاکنو امنیت خوندی کړ.جمهوررییس غنی دې ته په اشارې چې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو په ارګانونو کې اصلاحات په سم ډول عملی شوی وویل، د داعش پر وړاندې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو وروستۍ بریاوې بېسارې وې. ده زیاته کړه: د هېواد په ختیځ کې له ۲۲ ولسوالیو څخه چې داعش په کې حضور درلود، ۲۰ ولسوالۍ تصفیه شوې دی.د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلی د ترورېزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پر کړنو او هڅو خوښی څرګنده کړه او وې ویل: افغان زړورو ځواکونو زیاتې قربانۍ ورکړې او د پام وړ پرمختګونه یې لرلی دی.نوموړی د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو چې له امریکایی ځواکونو سره د ګډ دښمن پر ضد د مبارزې او ګډو موخو او ګټو د ساتنې په برخه کې همکاری او همغږی کوی، قدردانی وکړه.جنرال مارک میلی وویل: د امریکا متحدو ایالتونو ځواکونه د ترورېزم ضد مبارزې په برخه کې خپل ماموریت ته ژمن دی او زموږ هېواد او ملت د دواړو هېوادونو د ثبات او امنیت لپاره هڅه کوی. ده زیاته کړه، هیله لرم طالبان له جګړې لاس واخلی او سوله ومنی.همدارنګه په دغه کتنه کې جمهوررییس غنی څرګنده کړه: که طالبان فکر کوی چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ماتې ورکوی، دا له خیال پرته بل څه نه دی. دغه ډله باید خپلې هر ډول اړیکې له ټولو تروریستی ډلو سره پرې کړی.جمهوررییس غنی د دې په څرګندولو سره چې زموږ لپاره جمهوریت مهم دی او افغانان له جمهوریت څخه ساتنه کوی وویل: د سولې لپاره ملی اجماع موجوده ده او سوله د خلکو له تائید پرته نه شی راتلای. ده زیاته کړه: غواړو افغانستان د سیمې پر څلور لارې بدل کړو، نه د سیمې پر سیالیو. په دغه کتنه کې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلی وویل: موږ  به تر هغې چې اړتیا وی د افغان دولت او خلکو تر څنګ واوسو او له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې زموږ ژمنې پر خپل ځای دی.ده زیاته کړه: له افغانستان سره زموږ راتلونکی اقدامات به د زیاتې همغږۍ او نږدې مشورو پر بنسټ ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید