روزنامه هیواد

د افغانستان او امریکا جمهوررییسان: که طالبان د سولې هوکړه لیک ته ژمن وی باید اوربند ومنی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د امریکا متحدو ایالتونو له جمهوررییس ډونالډ ټرمپ سره وکتل. په دې کتنه کې د امریکا جمهوررییس ډونالډ ټرمپ له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو پرمختګونه وستایل او جمهوررییس غنی ته یې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ماتې مبارکی وویله. د دواړو هېوادونو جمهورو رییسانو ټینګار وکړ، چې که طالبان د سولې هوکړه لیک ته ژمن وی، باید اوربند ومنی او که چېرې وغواړو په افغانستان کې تلپاتې سولې تامین شی باید له هېواده بهر د تروریستانو ځالې له منځه یووړل شی. وروسته جمهوررییس غنی او جمهوررییس ټرمپ په بګرام کې امریکایی سرتېرو ته پر وینا کې د هغوی او د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو قربانۍ وستایلې. همداراز هغوی د دښمن په ځانګړی ډول د داعش او القاعدې په ماتولو کې د دواړو هېوادونو وروستی پرمختګونه بېساری وبلل.

همدارنګه: د امریکا ولسمشر کابل ته د  ناڅاپی سفر په ترڅ کې له افغانستان د یو شمېر سرتېرو د ایستلو اعلام کړی او ادعا یې کړې ،چې له طالبانو سره د سولې هوکړه نږدې ده. ټرمپ چې په یو ناڅاپی سفر کابل ته راغلی و او په داسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلی،   ولسمشر غنی، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مېلر او نور امریکایی چارواکی یې تر څنګ ولاړ وو، سرتېرو ته یې په وینا کې ویلی، له افغانستانه یې د وتلو پلان د تطبیق په حال کې دی، خو په ډاګه یې نه کړه چې څومره سرتېری به له دغه هېواده وباسی.  ټرمپ همدا راز زیاته کړې چې طالبان غواړی له افغان حکومت او امریکا سره سوله او اوربند وکړی: (( له طالبانو سره مې مذاکرات بیا پیل کړی  ، هغوی سوله غواړی، زه ورسره ملاقات کول غواړم، موږ تر هغې پورې دلته پاتې کېدل غواړو چې بریا ترلاسه کړو او د سولې واقعی هوکړه وشی، خو هغوی ډېره بده معامله او هوکړه غواړی.)) ښاغلی ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه د دوی کارنامو خورا متاثره کړی دی. ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې افغانستان ته راغی چې د سولې مذاکرات د کنګل تر ماتېدلو وروسته بېرته د نورمال حالت پر خوا روان دی ، له ټرمپ یوه شپه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلی هم کابل ته رارسېدلی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید