روزنامه هیواد

د افغانستان او اروپایی ټولنې دویمه ګډه کمېټه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ښیی

د مشارکت او پراختیا (CPAD) لپاره د افغانستان او اروپایی ټولنې د همکارۍ هوکړه لیک دویمه ګډه کمېټه د غویی میاشتې په ۲۴ مه په کابل کې جوړه شوه. دغه کمېټه د افغانستان او اروپایی ټولنې ترمنځ د مشارکت او پراختیا د همکاریو هوکړه لیک چې په ۲۰۱۷ م کال کې لاسلیک شوی و د پلی کولو څارنه کوی، څو د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت لپاره د دواړو لوریو ژمنې د جامع مشارکت له لارې څرګندې شی.   لومړۍ کمېټه د ۲۰۱۸ م کال فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړه شوه. دویمه کمېټه د افغانستان او اروپایی ټولنې د کاری ډلې پرمټ تېره اوونۍ پیل شوې وه. د پراختیا په اساس ځانګړی کاری ګروپ، د اقتصادی او ټولنیزې پراختیا په اساس کاری ګروپ، د بشری  حقونو، ښې حکومتولۍ او کډوالو په اساس کاری ګروپونه.   ګډې کمېټې د افغانستان او اروپایی ټولنې کورنی بدلونونه او په دې سربېره یې سیمه ییزه او نړیواله پراختیا وڅېړله. افغانستان او دې ټولنې په ځانګړی ډول د پراختیایی همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې، ښې حکومتولۍ، بشری حقونو، بشردوستانه مسائلو او کډوالۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې. دا راز دواړو لوریو د ټاکنو پروسې او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو  بحث وکړ، چې په افغانستان کې د دموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره اړینې دی.ګډې کمېټې د افغان سولې لپاره له اوسنۍ پروسې هرکلی وکړ او د افغانستان د خلکو پیاوړې ارادې لپاره یې د سولې په حل او فصل باندی ټینګار وکړ.  نه یوازی دا چې جګړې ته د پای ټکی کېږدی، بلکې د تېرو ۱۸ کلونو سیاسی، اقتصادی او ټولنیزې لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیت حقونه خوندی پاتی شی.کمېټې د افغانستان او اروپایی ټولنې د آسیا او اروپا اتصال له سټراتېژۍ سره په همغږۍ د اوږدمهالو همکاریو په موخه د ریښتینو ګامونو پورته کولو په تړاو بحث وکړ.د افغانستان دپلاوی مشری د مالیې وزارت سرپرست ښاغلی ډاکټر محمد همایون قیومی او د اروپایی ټولنې له لوری د آسیا پاسفیک لپاره د اروپایی ټولنې رییس ښاغلی ګونارویګند، په غاړه درلوده.تمه ده چې د ګډې کمېټې را روانه غونډه په ۲۰۲۰ مکال په بروکسل کې وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید