روزنامه هیواد

د افغانستان اوکاناډا ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کېږی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د کاناډا د نوی سفیرډیویډ میټ کالف باورلیک ومانه.په دغو مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شول، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او کاناډا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.جمهوررییس غنی له افغانستان سره د کاناډا د مرستو او همکاریو مننه وکړه او  د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لا زیاتو اړیکو اوهمکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ د کاناډا سفیر ته په افغانستان کې د نوی ماموریت مبارکی وویله او نوموړی ته یې د لا زیاتې بریاهیله وکړه. د افغانستان لپاره د کاناډا نوی سفیرهم په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښی وښوده  وې ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره به هڅه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید