روزنامه هیواد

د افغانستان اوهند ترمنځ سوداګرۍ پرمختګ کړى

پوښتنه: دافغانستان اوهند ترمنځ د مځکې او هوا له لارې سوداګری څنګه پرمخ درومی؟

 ځواب: دهوا له لارې له زرو ټنو ډېر سوداګریز توکی هند ته لېږدول شوی او همداسې دمځکې له لارې هم  په منظم اوغیرمنظم ډول سوداګریز توکی لېږل کېږی، خواوس دافغانستان ډېره سوداګری دهوا له لارې تر سره کېږی، دا چې دهوایی دهلیز له لارې دافغانستان اوهند ترمنځ سوداګرۍ پرمختګ کړى دى ، لامل یې د هوایی دهلیزونو پرانیستل ، ارزانوالى او خوندیتوب دى ، چې سوداګروته ځانګړى ارزښت لری.

 په داسې حال کې چې دافغانستان حکومت دهوایی دهلیزونو په پرانیستلو کې پوره ملاتړ څرګند کړى او خصوصی سکتور هم ددولت ملاتړاوهمکارۍ ته ډېره اړتیا لری. هوایی دهلیزونه دتوکو او اموالو په ژر لېږد کې فعاله ونډه لری په دې لاره کې ځینې ستونزې تریوه بریده پاتې دی، چې دهغو دلرې کولو لپاره هلې ځلې روانې دی چې دا ستونزې وړې او د خفګان وړ نه دی.

 پوښتنه: اوس دافغانستان اوپاکستان ترمنځ سوداګری څنګه روانه ده؟

 ځواب: دسوداګرۍ په برخه کې خصوصی سکتور دنړۍ له ټولو هېوادونو سره داړیکو دټینګولو غوښتونکى دى ،خوپه دې شرط چې سوداګرو او خصوصی سکتور ته څوک خنډ نه شی او دبهرنیو هېوادونو سوداګرو ته هم ستونزې پیدانه کړاى شی . دسوداګرۍ اوصنایعو دخونې له نظره دنړۍ له ټولو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې یوه ضروری اړتیا ده. هغومره چې موږ له هند سره دسوداګرۍ دپراختیا غوښتونکی یو له پاکستان سره هم ددغسې سوداګرۍ دپرمختګ او پراختیا پلویان یوو. یو لړ قوانین چې دسوداګرۍ په تړاو باید په پام کې ونیول شی هغه دښه نیت درلودل، یودبل درناوى کول اوهمدارنګه له لاسلیک شویو تړونونو پیروی کول دی. هغه اصول چې په دې برخه کې مطرح شوی باید له هغو ټول اطاعت وکړی. له بده مرغه چې له پاکستان سره دافغانستان په سوداګرۍ کې کموالى راغلى دى.

 زموږ سوداګری اوس له پاکستان سره په خواره واره ډول ترسره کېږی. موږ بیا هم په زغرده وایو، چې له پاکستان سره دسوداګرۍ پرمختګ یوه اړتیا ده ، خو په دې شرط چې یوبل ته درناوى وشی. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری اوهمداسې په نوروکړنو اومعاملو باید له سره کتنې اوخبرې وشی ، که څه هم چې تېر کال پاکستان دتعرفو په لوړولو کې په ځینو کړنو لاس پورې کړ ، چې زموږ دخصوصی سکتور اندیښنې یې راوپارولی اوهمداشان دتورخم بندر څو ځله دسوداګرو دمالونو دلېږد پرمخ وتړل شو. دا هغه بحثونه دی چې کولى شی ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری ترینګلې او ورته تاوان پېښ کړی. زه بیا هم وایم چې له پاکستان سره دښو سوداګریزو اړیکو پلویان یو  چې دا اړیکې په منظم ، ښه ، معقول اویوبل ته ددرناوی پراصولو ولاړې وی. دا ډول سوداګری ددواړو هېوادونو په ګټه ده، نو دښو اړیکو دټینګولو لپاره باید هلې ځلې وشی. 

 نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید