روزنامه هیواد

د افغانستان – امریکا ترمنځ د همکاریو د سند ډېرى شاخصونه عملی شوی دی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ (JCMB) په ۲۱ مې غونډه کې ووىل: له  اوربند وروسته په افغانستان کې سىاسی فضا مثبت بدلون کړى او د نهىلۍ له حالته وتلی ىوو. دې غونډه چې په ارګ کې جوړه شوې وه د هېواد جمهوررییس زىاته کړه: په اسلامی نړۍ کې د افغانستان د سولې په هکله اجماع په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې ده، بىن‌المللی اجماع رامنځته شوې او منطقوی اجماع اوىا سلنه تامىن شوې ده.جمهوررییس غنی زىاته کړه: د بروکسل کنفرانس ترڅنګ په سعودی عربستان کې د اسلامی سازمان کنفرانس د افغانستان په ملاتړ جوړ شو ،چې دواړو کنفرانسونو د افغانستان د سولې په ملاتړ بېساری مثبت پىغامونه لرل او اوس د بىن المللی، سىمه‎‎ىىزې او اسلامی نړۍ  په کچه د بىن الافغانی سولې د نوښت ملاتړ کوی.جمهوررییس ووىل: د شانګهاى همکارىو سازمان غونډې وښوده چې د افغانستان د سولې په هکله سىمه‎ىىزه اجماع په جوړېدو ده او دا اجماع پر مثبت لوری روانه ده. له پاکستان سره د کاغذ پر مخ پرمختګ شوى دى، خو له دغه هېواد سره باىد زىات کار وشی چې ټول ىې عملی او محسوس نتاىج وګوری .جمهوررییس زىاته کړه: په ملی کچه دوه موضوعاګانې ثابتې شوې دی، لومړى د علماوو ارزښت، وزن او تاثىر چې د سىاسی او جنګی ډلوحاشىې ته کړی وو او اوس د قضاىاوو په متن کې دی او دوىم، ولس په سولې ودرېد او د سولې غږ  ىې د هېواد له هر ګوټ څخه پورته کړ. وې ښوده چې دوى له جنګه ستړی شوی او د ىو بل منلو ته چمتو دی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: موږ نه غواړو د تېر زندانىان واوسو او د زندان په تارىخ کې بند پاتې شو. دا ملت د روښانه راتلونکی ټىنګه اراده لری او زموږ ولس هر تحول ته چمتو دى. د پخوانی او اوسنی حالت ترمنځ  توپىر دا دى چې په ۲۰۰۱ م کال کې اجتماعی حالت (امىدونه) خود جوشه وو، خو اوس زموږ د ولس امىدونه او هىلې په شعوری توګه اىجاد شوی دی.هغه زىاته کړه: موږ د خپل راتلونکی مالکىت په خپل لاس کې اخىستى، ځکه غواړو زموږ اساسی قانون چې زموږ د لوبې اساسی قاعده ده، عملی کړو. اوس زعامت ولس ټاکی، نو اساسی شرط ىې انتخابات دی.جمهوررییس ووىل: له استقلال څخه وروسته تحول خپله افغانانو پیل کړ، خو په شلمه پېړۍ کې بنىادی ستونزه دا وه چې د افغانانو سىاسی قشر اجماع نه درلوده، د غازی امان الله خان له دورې څخه وروسته زموږ سىاسی قشر بار بار لنډ مهالی اقدامات کړی دی، خو هېڅ وخت ىې منځمهاله لىد او فکر نه درلود.جمهوررییس غنی ووىل: زه هىله‏مند ىم د افغانستان سىاسی قشر به د ولس پر پوهې عمل وکړی، ځکه سوله دغه پوهه او تدبىر غواړی او باىد د لوبې دغه اصول مراعات کړو، ځکه له ولسواکۍ پرته د واک د لېږد لپاره بله کومه معقوله لار نه شته.د هېواد جمهوررییس په ټاکنو کې پر مشارکت ټىنګار وکړ وې وىل: د جمهوری رىاست راتلونکې ټاکنې د طالبانو په ګډون ټولو افغانانو ته ښه فرصت دى او د دې پر ځاى چې له ټاکنو  وروسته سوله وکړو؛ ښه ده چې همداوس سوله وکړو، ځکه سوله استعجالىت لری.جمهوررییس محمداشرف غنی د افغانستان له بىن المللی شرىکانو چې د سپتمبر د ۱۱ مې پېښې وروسته له خپلو ژمنو سره د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شول مننه وکړه. هغه زىاته کړه: اوس له نوی نسل څخه نوى افغانستان جوړ شوى او له ټولو ملی او سىمه ىىزو مساىلو څخه پوهاوی او ژور درک لری.جمهوررییس زىاته کړه: زموږ هېواد د نسلی بدلون لورته په حرکت دى، دغه نسل د زعامت او د چارو د مدىرىت وړتىا لری او افغانستان ته هىله مند  دی، دغه نسل د آسىا د څلور لارې په توګه د خپل هېواد ارزښت درکړى او دغه لىدلورى مدىرىت کولى شی.جمهوررییس غنی ووىل:بىن المللی همکارانو او شرىکانو ته زما پىغام دا دى چې په افغانستان کې ستاسو شرىک د افغانستان نوى نسل دى او باىد په جدی توګه له هغوى سره کار وکړئ او د ملت ترمنځ ستاسې شرىکان نوی رهبران او مدىران دی.جمهوررییس زىاته کړه: د تېرو درې نىمو کلونو په ترڅ کې د نوی نسل د رهبرۍ شبکې زىاتې پىاوړې شوی، اوس داسې مرحلې ته رسېدلی ىوو، د کرېکټ ټىم چې په نړىواله  کچه څومره وځلېده، زموږ د نوی نسل رهبران د سىاست په برخه کې هم دغسې ځلېدلى شی.د هېواد جمهوررییس زىاته کړه: زموږ د طرحې پر بنسټ، دغه بدلون هره ورځ په امنىتی، مالی سىستم، عدلی او قضاىی دستګاو او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د عملی کېدو په حال کې دى. په ولاىتونو کې د ښاروالىو او کلىو په کچه پرمختګونه شوی او په نورو ادارو کې هم دوام لری.جمهوررییس له افرادو څخه بنسټونو ته د مسوولىتونو انتقال اساسی هدف وباله وې وىل: زموږ مسوولىت دا دى چې د لنډ مهال نه، بلکې د تل لپاره داسې اساس کېږدو چې مسوولىتونه له افرادو بنسټونو ته انتقال شی.هغه د ښځو مشارکت ته په اشارې ووىل: افغان مېرمنې اوس د خپل ځان استازىتوب کولى شی او د سولې په پروسه کې د هغوى ونډه اساسی ده او د سولې لپاره فرهنګی بدلونونو ته اړتىا ده. هغه له فساد سره د مبارزې په اړه ووىل: د افغانستان ــ امرىکا ترمنځ د همکارىو په سند کې له ۱۹ شاخصونو څخه ۱۴ شاخصه عملی شوی دی د هېواد جمهوررییس سوله حتمى وبلله او وې وىل: سوله قېمت لری او دغه پروسه باىد د ولسواکۍ پر فرهنګ بدله شی چې د دغې پروسې په نتىجه کې هر افغان له بل افغان سره ځان مساوی وګوری او هرڅوګ خپل ځان په دغه پروسه کې شامل وګڼی.جمهوررییس محمداشرف غنی ووىل:د قدرت د انحصار تقاضا باىد کمه شی او زموږ تمرکز پر دې بهىر پاىله لرله او له نېکه مرغه چې ورځ په ورځ دې موخې ته نږدې کېږو.د هېواد جمهوررییس ووىل: د سولې پروسه دوامداره ده او مختلف پړاوونه لری او دغه راز د باور فضا غواړی، باىد د زغم او منلو فرهنګ عام شی، که چېرې د لوبې قواعد ونه منو، ثبات ته نه شو رسېدلى او قېمت  ىې ىوازې د افغانستان ولس ورکوی.جمهوررییس څرګنده کړه: د تلپاتې ثبات لپاره باىد دا ومنو چې په بهرنىو هېوادونو کې د افغان مهاجرىنو خصوصاً د دوى د دوىم او درېىم نسل چې علمی او تخنىکی پانګه بلل کېږی، هغوى د هېواد په ثبات او پرمختګ کې شامل کړو.جمهوررییس ووىل: له ولس څخه زما غوښتنه داده چې په حساسو تارىخی شراىطو کې فىصله وکړی چې بىا په راتلونکې کې پښېمانه نه شی او ښه مثال ىې د افغانستان ملی قهرمان غازی امان الله خان دى او باىد د خلکو ترمنځ د اتفاق او باور فضا رامنځته شی ترڅو تلپاتې ثبات تامىن شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید