روزنامه هیواد

د افغانانو یوازینۍ هیله خپل هېواد ته د سولې راوستل دی

دوږی ۳۰ مه دسولې له نړیوالې ورځې سره سمون لری، دغه ورځ دنړۍ په ټولو هېوادونو کې لمانځل کېږی ،په افغانستان کې هم دغې ورځې ته خلک درناوى کوی اوپه دولتی اداروکې هم دیو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږی ،داچې زموږ په هېواد کې له څلورو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده ،نو له بل هروخته اوس هېوادوال سولې ته ٰډېره اړتیا لری. دولت هم  د سولې راوستو لپاره هلې ځلې پیل کړی دی. خو تراوسه پورې دافغانستان دخلکو او سولې دښمنانو دسولې راوستو وړاندیز ته لبیک نه دى ویلى.

د هېواد ورځپانې خبریال په همدې باب د افغانستان دعلومو اکاډمۍ له غړی او لیکوال ښاغلی احمد امېد (( افضلی)) سره مرکه کړې ، چې خپرېږی.

پوښتنه : دهېواد په ځینو سیمو کې دمخالفینو دشتون له امله بې امنیتی منځ ته راغلې او ولس غواړی دسولې په رڼا کې ژوند وکړی . ستاسو له آنده په افغانستان کې سوله ولې منځته نه راځی؟

ځواب: ټول افغانان آبرومندانه د سولې راوستو ته تږی دی.

دسولې کلمه دهېواد هر وګړی ته ډېر ارزښت او اهمیت لری. څلویښت کلنې تپل شوې  جګړې زموږ دټولنې مادی اومعنوی پانګه په اوبو لاهو کړې او زموږ خلک یې دجګړې په بد حال کې مصروف ساتل .همدا اوس موږ په جګړه کې ښکېل یو او په افغانستان کې جګړه پاى نه مومی .

باید دسولې راوستل له دوو اړخونو او بعدونو وارزول شی. یواړخ یې بهرنى دى  او دافغانستان په جګړه کې بهرنیان ښکېل دی ، چې له کورنی اړخ څخه ډېر مهم دى.

د افغانستان دتپل شوې جګړې په بهرنى  اړخ که په سیمه ییز ه کچه خبرې او بحث وشی ،نو دسیمې ځینې هېوادونه له ترهګرو او ترورېستانو څخه دملاتړ له لارې، ترممکن بریده هلې ځلې کوی، چې په افغانستان کې سوله واکمنه نه شی. دغه هېوادونه په افغانستان کې دجګړې دوام په خپله ګټه بولی او دسیمې استخبارات په دغه کار کې هم ښکیل دی .موږ تل وینو چې دغه استخبارات دتروریستی ډلو ملاتړ کوی او غواړی چې دتل لپاره په افغانستان کې دجګړې د اورلمبې خورې وی
دجګړې کورنى اړخ هغو جاسوسانو ته راجع دى چې په بهرنیو هېوادونو پورې تړلی دی اوله هغوى څخه اطاعت کوی، یاداچې ترورېستی ډلې دبهرنیو هېوادونو داستخباراتو ترلارښوونې لاندې فعالیت کوی. دغه جاسوسان او تروریستی ډلې دامکان تربریده هلې ځلې کوی چې په افغانستان کې دننه جګړې اوترورېزم ته پراختیا ورکړی.

ده زیاته کړه: دسولې د راوستو لپاره باید په لومړی ګام کې دافغانستان  د دولت مخالفین چې په جګړه کې ښکیل دی او لا نوریې هم ګاونډی هېوادونه پرپرمختللو وسلو سمبالوی داسې فکر وکړی چې دبهرنیو دموخو لپاره خپل هېواد ویجاړوی. دوى باید ملی او افغانی احساس په خپل وجود کې ویښ کړی او داسې فکروکړی چې دبهرنیو په فرمان افغانستان ولې وران کړو دسیمې هېوادونه باید داسې سیاست ترلاس لاندې ونیسی چې په افغانستان کې دسولې راوستو لپاره گټور وی په سیاسی لحاظ دغه عمل ته ( بورد _ بورد ) وایی.

زه دیوه افغان په توګه ډاډمن یم  چې ددغه سیاست په چلولو سره دجګړې دواړه لوری بریالی کېداى شی او هرومره په سیمه باندې خپله مثبته اغیزه شیندلى شی او زموږ دسیمې هېوادونه له دغه پرمختګ څخه ګټه پورته کولاى شی. که چېرې په افغانستان کې ترهګرې اوترورېستی ډلې خپل فعالیت ته دوام ورکړی، نه یوازې دا کار زموږ دخلکو په تاوان دى ، بلکې دسیمې هېوادونو ته هم تاوان پېښېدلى شی، نو اړینه ده چې په سیمه کې داسې فکروشی چې په افغانستان کې دسولې منځ ته راتګ ډېره اغیزمنه لاره ده .

پوښتنه : دنړۍ دلویو اوپرمختللو هېوادونو لکه د امریکا، روسیې او چین رول دسولې په راوستو کې څنګه دى؟

ځواب: ددغو هېوادونو رول دسولې په راوستو کې بنسټیز اواساسی دی ځکه له یوې خوا دوى پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ترسخت فشارلاندې نیولی چې دسولې راوستو له بهیر سره مرسته وکړی او پاکستان په دې باوری کړی چې ګواکی سوله نه یوازې دافغانستان بلکې دسیمې اونړى په گټه ده. زه ډاډمن یم چې ترورېستی ډلې اوترهګریزګروپونه به دافغانستان له دولت سره همکارشی او دسولې اوثبات دراوستو لورته به مخه وکړی. د امریکا وروستۍ ستراتېژی دمنځنۍ آسیا پرهېوادونو پوره اغیزه لری اودمنځنۍ آسیا پرهېوادونو یې فشار اچولى چې طالبان دافغانستان لپاره صادقانه ملګرتیا ته راجذب کړی.اویو بل ته  لاس سره ورکړی.

دغه راز اوس هم له طالبانو سره هرډول همکاری کوی او دهمکارۍ ترڅنګ په طالبانو پوره نفوذ هم لری. هېوادوال خبردی چې دغه هېواد ځینې گروپونه چې په طالبانو پورې تړاو لری له هغو څخه ملاتړ کوی ،که چېرې دغې مسئلې ته له سیمه ییز لید لوری څخه وکتل شی، دا کار ددې حالت څرګندویی کوی  چې دنړۍ یوغښتلى هېواد دې راشی او دترورېستې ډلو ملاتړ دې وکړی .زما له انده که روسیه د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلی اوافغانستان دجګړې میدان ونه بولی افغانستان به هېڅکله دلویو قدرتونو دسیالۍ په ډګر بدل نه شی.

پوښتنه: پرپاکستان دامریکا سیاسی اوپوځی فشار مخ پر زیاتېدو دى،دغه فشار به څومره پاکستان دترهګرۍ له ملاتړ څخه واړوی؟

ځواب: دامریکا فشار پرپاکستان خپله اغیزه شیندلى شی، خو پاکستان باید داسې سیاستونه وکاروی  چې دهغوله مخې دنړۍ دلویو قدرتونو څخه ګټه پورته کړی، نو دپاکستان سیاست ترنن ورځې پورې په دې شکل چې دلویو قدرتونو څخه یې ګټه پورته کړې ده. کومې ژمنتیا وې او تعهدونه چې له دغو قدرتونو سره لری ، زما له آنده پردغو تعهدونو عمل نه دى شوى او پاکستان دترورېستی اوترهګرو ګروپونو ملاتړکوی اوغښتلی کولو ته یې دوام ورکړى دى.زما له آند څومره چې پرپاکستان دامریکا فشارونه نور هم زیات  شی هغومره به دغه هېواد سمې لارې ته راشی. پرپاکستان څومره چې مرستې بندیږی هغومره د ترورېزم اوترهګرۍ پروړاندې دپاکستان مورال ضعیف کېږی.  امریکا اوس پوهېدلې چې پاکستان هروخت له ترورېستانو ملاتړ کوی اوپه دغو بندیزونو به پاکستان دې ته اړ کړی چې له افغانستان سره صادقانه ګاونډیتوب ته ادامه ورکړی..                       نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید