روزنامه هیواد

د افغانانو ملی یووالى د هېواد په متوازن پرمختګ پورې اړه لری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د والیانو او د انکشافی او زېربنایی سکتور وزیرانو غونډه کې ګډون او وینا وکړه.په دې غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه په پیل کې د تخار والی عبدالحق شفق او د پنجشېر والی کمال الدین نظامی د والیانو په استازیتوب خبرې وکړې او د هېواد د ولایتونو د کلی وضعیت واضح تحلیل یې وړاندې کړ.دوی دغه راز د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، له ولایتونوسره د پروژو په برنامه رېزۍ کې د همغږۍ د نشتوالی، استخدام، په استخدامونو کې د سیاسی مداخلې د مخنیوی، پر وخت د معاشاتو د ورکړې، د ودانیو کیفیت ته د پاملرنې، د روغتیایی مرکزونو د کمبود، پر وارداتی درملو د څارنې د نشتوالی، په روغتیایی مرکزونو کې د لازمو وسایلو د نشتوالی، د عوایدو راټولو د ستونزې، د ماسټرپلانونو تطبیق ته د پاملرنې،  د دولتی املاکو د غصب د مخنیوی او نورو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه له جمهوررییس او یادو وزیرانو سره شریک کړل.وروسته د پوهنې وزارت سرپرست مېرویس بلخی، د لوړو زړه کړو وزیر نجیب الله خواجه عمری، د عامې روغتیا وزارت معیین ډاکټر فدامحمد پیکان، د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوی عبدالحکیم منیب، د تخنیکی او مسلکی تعلیماتو ادارې رییسې ندیمې سحر، د کلیوپراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی، د ترانسپورت وزیر یما یاری، د انرژۍ او اوبو وزارت معیین انجنیر خان محمدتکل، د افغانستان برېښنا شرکت رییس امان الله غالب او د ښارجوړولو او مځکو وزارت معیینې خاطرې سادات د برنامو او د هغو په تطبیق کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې والیانوسره دې ګډې او اختصاصی غونډې جوړې شی، ترڅو ستونزې وارزول شی او د والیانو په مشوره ورته مناسبې حل لارې ولټول شی.ورپسې جمهوررییس غنی د والیانو د منسجمو نظریاتو او تحلیل څخه د مننې ترڅنګ والیانو سره د غونډو پر دوام ټینګار وکړ. ده وویل : د ولایتونو د وضعیت واضح او کلی تصویر دې ترلاسه شی، چې د هغه په رڼا کې د ولایتونو لومړیتوبونه مشخص او د هغه مطابق انکشافی برنامې پلانګذاری او تطبیق شی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: له ولایتونو سره د وزارتونو او مرکزی ادارو د اړیکو ډول اساسی ستونزه ده او دا چاره د دې لامل ګرځېدلې چې مرکز او سیمه ییزې ادارې په معلوماتی خلا کې واقع شی.ده زیاته کړه: د وزارتونو او سیمه ییزو ادارو د اړیکو په ډول کې تغییر مهمه اړتیا ده او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه په دې اړه لایحه ترتیب او کابینې ته وړاندې کړی.جمهوررییس غنی د سیمه ییزو ادارو د رول او صلاحیتونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او وې ویل: د مرکز او ولایتونو په اداری تشکیلاتو کې ستونزې موجودې دی او باید د سیمه ییزو ادارو څارنیز رول او بودجوی صلاحیتونه روښانه شی. ده زیاته کړه: تشکیلات مجدد غور او اساسی تغییراتو ته اړتیا لری او له والیانو او وزیرانو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې طرحې ورسره شریکې کړی.د هېواد جمهوررییس دغه راز وویل: په ټولو وزارتونو او ولایتونو کې پټ استخدام موجود دی، چې د تشکیلاتو د پړسوب او د خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت د راټیټولو لامل ګرځىدلی. جمهوررییس زیاته کړه: د پټو استخدامونو فرهنګ باید پای ومومی او ټولې تبدیلۍ او استخدامونه دې د اصولو او قواعدو پر بنسټ وشی.جمهوررییس غنی د سیمه ییزو ادارو د مامورینو د معاشاتو د ورکړې ستونزې ته په اشارې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه ،چې پر وخت دې د معاشاتو د ورکړې اساسی طرحه جوړه او د معاشاتو د مرکزی ورکړې سیستم پر جوړولو دې کار وکړی.د هېواد جمهوررییس د انکشافی برنامه رېزۍ د ستونزې لامل له والیانو سره د وزارتونو نه مشوره وبلله او وې ویل: په انکشافی برنامه رېزۍ کې باید کافی مشورې وشی او دا ډول برنامه رېزی تغییر ته اړتیا لری. ده زیاته کړه: د افغانستان ملی یووالی په متوازن انکشاف پورې اړه لری.جمهوررییس غنی د پروژو او خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره د والیانو ټول نظریات او وړاندیزونه موثر وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د والیانو او وزیرانو ترمنځ دې دغه دوه اړخیزې خبرې دوام ومومی، ترڅو د سیمه ییزو لومړیتوبونو پر بنسټ خدمتونه وړاندې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید