روزنامه هیواد

د افغانانو له ولسمشریزو ټاکنود نړیوالو ملاتړ او ستاینه

له مهالوېش سره سم دافغانستان ولسمشریزې ټاکنې دتلې په ۶ مه ترسره شوې ، سره له دى چې طالبانو دګواښونو اعلان هم کړى و، خو بیا هم  ډېرو هېوادوالو دښځو په ګډون په ټاکنو کې  په پراخه کچه ګډون درلود او نړیوالوته یې  وښوده  ، چې افغانان ولسواکى ته ژمن خلک دی ، نوله همدې امله ځینو نړیوالو مشرانو او بنسټونو هم دافغانستان دروان کال دتلې دشپږمې دټاکنو په اړه غبر ګونونه ښودلی ، چې په سرکې یې د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلی ، چې دتلې په شپږمه دافغانستان په  ولسمشریزو ټاکنو کې دخلکو ګډون او  زړورتیا د ستایلو وړده  او زیاته کړې یې ده چې له  امنیتی ستونزو سره سره بیاهم میلیونونه مېرمنې او نارینه دراى ورکولو بهیردپلی کېدولپاره دراى اچونې مرکزونوته ورغلی وو.د امریکا دبهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلی چې دټاکنیزو کمېسیونونو او امنیتی ځواکونو له کارونو څخه باید ستاینه وشی ، ځکه په  ډیر حساس وضعیت کې یې له ځانونو مېړانه ښودلې ده . همدا رنګه  اروپا یی ټولنې  هم دولسمشریزو ټاکنو له کبله خپله خوښی ښودلی ده ، سر بېره پردې د اروپاىی ټولنی استازی پیرى مایاو دون دامریکا غږ له خبریالی سعادت  لامع سره په ځانګړى مرکه  کې ویلی: داټاکنى ډېرې  مهمې وې . په همدې توګه په کابل کې دملګرو ملتونو دفتر یوناما له  ولسمشریزو ټاکنو یوه ورځ وروسته ،اعلان وکړ، چې یوازې د ټاکنو کمېسیون کولى شی ، چې دراى ورکوونکو رسمی شمېرې اعلان کړی. یوناما له ټولو لوریو غوښتی ، چې په ټاکنو کې دګډون کوونکو وګړیو دشمېر په تړ او مسوولانه چلند وکړی . یوناما داهم ویلی ، چې ملګری ملتونه دراى ور کوونکو دشمېر په اړه نظرنه لرى،بلکې  د ټاکنو د خپلواک کمېسیون شمېرته په تمه دى. همدا رنګه په کابل کې دامریکا سفارت افغانا نوته دټاکنو مبارکی ویلى اوپه خپل ټویټ کې یې ویلی ، چې دټاکنو د پایلو تراعلانېدو پورې دې آرامښت وساتل شی او دافغانستان قوانینو ته دې ټول لوری خپله ژمنتیا ثابته کړی .د امریکا سفارت ویلی افغانان ځکه د مبارکۍ ویلو وړ دی ، چې له ګواښونو سره سره خلک په پیاوړی هوډ راووتل اوله خپل دیموکراتیک حق څخه یې ګټه پورته کړه . ډناتو عمومی منشی هم دافغان ولس دټاکنو له امله ستایلى دى اوویلی یې دی . ناتو تړون په افغانستان کې سولې ته دشرایطو دبرابرولو لپاره ددغه هېواد ترڅنګ ولاړدى . ګاونډی  هېواد پاکستان هم  په رسمی توګه افغانانوته دټاکنو له امله مبارکی ویلې ده .

نېک محمد آزاد.

ممکن است شما دوست داشته باشید