روزنامه هیواد

د افغانانو ستره  غوښتنه په هېواد کې تلپاتې سوله ده

دافغانستان خلک نور پرافغانستان دڅه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړوله دوامه ډېرستړی شوی  او دافغانستان په خونړیو جګړوکې له ټولو ښکېلو اړخونو په کلکه داغوښتنه کوی چې په دغو خونړیو جګړو کې نوردښځو، ماشومانو اوبوډاګانو په ګډون دبىګناه اوبېدفاع خلکو له بې رحمانه او وحشیانه وژلو اوداسې نورو ورانکارو فعالیتونواوفجیعوعملونو څخه لاس واخلی اوله دې لارې دکلونو کلونو دجګړه ځپلو اود سولې دارما نجنو افغانانو دیوې سترې غوښتنې په توګه په افغانستان کې دتپلپاتې، رښتینې، پتمنې اوسراسری سولې دلوړ هدف ترسره کولوته لاره پرانیزی اوله دې لارې دنړۍ سوله دوستو اوبشردوستوهېوادونو ، آزادۍ بښونکو ځواکونو اوژغورنده غورځنګونوته دیوسترسرخوږی په توګه دپاکستان، روسیې اوایران په څېردسیمې اونړۍ دمغرضو ښکېلاکی، زبېښاکی اوتېری کوونکو هېوادونودکلونوکلونو طرحه  شوې شومې دسیسې اوناوړه توطیې بیخی شنډې اوناکامې کړی اوپه دې توګه په هېوادکې دتلپاتې سولې په اړه له جګړو څخه دستړو شویو افغانانو ډېرې مهمې، سترې اویوازېنۍ غوښتنې ته دعمل جامه ورواغوندې .کله چې دافغان سولې په اړه  دامریکا اوطالبانو دپلاویو  ترمنځ داووم پړاو دخبرودپیل کېدو په غبرګون کې په کابل کې دامریکا په  لوى سفارت کې په جوړه شوی خبری غونډه کې دامریکالوى سفیر جان بس، په بروکسل کې دناټوتړون ددفاع دوزیرانو دغونډې په څنډه کې په جوړې شوې خبری غونډه کې دناټو ددغه تړون مشر، دامریکا دبهرنیو چارو وزیرکابل ته دناببره سفرپرمهال دافغانستان له ولسمشرغنی اونورو چارواکوسره په وروستیوکتنوکې هم له ټولو مخکې د افغانستان دخلکو دیوې ډېرې سترې غوښتنې په توګه په افغانستان کې دسولې پرراتلو ټینګار وکړ اوویې ویل چې په افغانستان کې سولې ته باید دټولو لومړیتوبونو په سرکې ځاى ورکړ شې افغانان به په خپل هېواد کې دسولې له راتلوپرته هره ورځ مرګ ژوبلې ګالی اوله امله به یې تل د زیاتو ویرونو اوماتمونو دګاللو پرټغرونو ناست وی، له هوسا اوبسیاژوند څخه به تل بې برخې وی اوتل به د زیاتو غمونو، ویرونو اوماتمونو دګاللوپرټالونو زانګی، خوب اوراحت به یې هېڅ نه ترسترګو کېږی اوتل به په  سرو وینو کې لامبی او دجګړو داورپه سروسکروټوکې به سوځېږی، نودسیاسی شنو نکو اونوروکارپوهانو په آند دا ډېره ضروری اوحتمی برېښی  چې امریکا باید له افغان حکومت سره دپوره همغږۍ له مخې په قطرکې دامریکا اوطالبانوترمنځ دسولې خبرې دپوره بریالیتوب تربریده ورسوی اوله دې لارې دډېرې مهمې اړتیا په توګه په افغانستان کې دسولې راتلوته لاره هواره کړی  اوپه دې برخه کې باید له خپل پوره جدیت، قاطعیت اوصداقت څخه کارواخلې، نوپه دې توګه به دافغانستان اوامریکا په ګډون دسیمې اونړۍ هېوادونه پرافغانستان دتپل شویوجګړو له شره وژغوری اوکه بیا هم دافغان سولې په اړه په قطردغې غونډې کومې مثبتې پایلې راونه نغاړلې اوناکامې شوې، نوپه غبرګون کې یې امریکا باید په پاکستان کې دمېشتوطالبانواو نوروترهګرو اوهمدارنګه دپاکستان، روسیې اوایران په څېر دهغوى دملاتړکوونکو، روزونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو پرضد له نورو بدیلو لارو اوزیاتوفشارونو څخه ګټه واخلی اوپرمټ یې هغوى دې ته اړکړی چې له یوې خوا دافغانستان په کورنیو چاروکې له مذبوحانه اوبې شرمانه لاس وهنولاس واخلی اوله بلې خوا په پاکستان کې دطالبانو اونور وترهګرو ځالې په نښه او دړې وړی کړی، نوهله به یې پرمټ دافغانانود یوې سترې غوښتنې په توګه په افغانستان کې دسولې ډېوه دتل لپاره پرځلېدو راشی اوپرافغانستان  به دڅه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو ناخوالو اوغمیزوته دپاى
ټکى کېږدی.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید