روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانانو د سوله ‌ییز ژوند لپاره مبارزې ته دوام ورکوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لوګر کې دوړم ماښام پر موټر بم چاودنې خواشینی څرګنده کړې ده.پښتین د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتی، چې د وینې بهولو پر ځای دې د سولې لپاره سره راټول شی او جګړه ځپلی افغانان دې له روانو ناخوالو وژغوری.پښتین زیاته کړې، چې افغان ولس له څو لسیزو راهیسی د جګړو له امله د ګڼو بدبختیو شاهد دی او د سولې ارمانجن وګړی یې باید نور دغه ارمان ته ورسېږی.منظور پښتین ویلی، دوی په لر او بر کې د سولې غوښتونکی دی او د ډیورنډ دواړو غاړو ته د مېشتو افغانانو د سوله ییز ژوند لپاره به په ګډه پیل کړې مبارزې ته دوام ورکوی.پښتین د ټولو وژل شویو کورنیو ته د تسلیت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر په مرکز پل عالم کې موټربم چاودنې ۳۰ تنه ووژل او تر ۶۰ ډېر یې ټپیان کړل.یاد برید د درانه ځانی زیان ترڅنګ خلکو ته سخت مالی زیانونه هم واړول.بل لورته په کابل کې د فرانسې سفارت هم لوګر کې د تېرې شپې موټر بم برید غندلی.یاد سفارت وایی، د افغانستان خلک سوله غواړی او شته بې معنی تاوتریخوالی باید نور پای ومومی.

ممکن است شما دوست داشته باشید