روزنامه هیواد

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرسته آغلې حسینه صافۍ: د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوى پرګنیزې مبارزې او خوځښت ته اړتیا لری

    تاوتریخوالى یوه ناوړې او زیان رسوونکې ټولنیزه پدیده ده، چې دهرې ټولنې، ملت او هېواد له ټولنیز او فرهنگی وضعیت سره سم په بېلابېلو بڼو تبارز کوی. همدارنګه تاوتریخوالی یو غیر انسانی عمل دى چې د ټولنې دغړو او په ځانګړی ډول دښځو انسانی کرامت، شرافت، عزت ،آزادی ،اختیار، حیثیت اوشخصیت له خطر او زیانمنېدو سره مخامخ کوی، که څه هم نوی تمدنونه یې په له منځه وړلو او د ریښو په رااېستلو نه دی بریالی شوی، خو د کموالی اوغندلو په موخه یې دکمپاینونو په کولو او ټولنیز ګډون لاس پورې کړى دى. څرنگه چې د نوامبر ۲۵مه د تاوتریخوالی دله منځه وړلو دنړیوالې ورځې په توګه اعلام شوې ،نو ټولې ادارې، سازمانونه ، ارګانونه ، دولتی ادارې او د مدنی ټولنې بنسټونه باید په خپلو ابتکاری اقداماتو اوشته امکاناتو سره د غې بلنې ته لبیک ووایی او خپل فعال رول اوشتون دې د سولې او عدالت په دغه کمپاین کې ادا کړی. له دې جملې څخه یو هم د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دى چې په فرهنگی او د اطلاع رسولو په چارو سره کولاى شی ذهنیت رغونه وکړی اوخلک د ښځو،ماشومانو او د ټولنې د نورو غړو په وړاندې د تاوتریخوالی د ناوړو اغېزو کمولو ته وهڅوی. دانیس ملی ورځپاڼې خبریالې آغلې حامدې صدیقی  د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت دځانګړو پروګرامونو او اقداماتو د څرنګوالی په باب ددغه وزارت له سرپرستې آغلې حسینې صافۍ سره مرکه کړې، چې دادى پښتو متن یې وړاندې کېږی.

د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت سرپرستې آغلې حسینې صافۍ د خپلو ارزښتمنو خبرو په پیل کې دښځو په وړاندې د تاوتریخوالی دکمولو اوپه دې باب په شپاړس ورځنى کمپاین کې پرټولنیز او پرګنیز گډون ټینګار وکړ اوویې ویل: د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالی د پدیدې مخنیوى اوکمښت یوې منجسمى پرګنیزې مبارزې او خوځښت ته اړتیا لری او دا زموږ ټولو ګډ بشری او ټولنیز مسئولیت دى چې په افغانستان کې د تاوتریخوالی اصلی ریښې او لاملونه برملا اوبربنډ کړو. ددغه شاړس ورځنی کمپاین پیل چې په واقعیت کې یو نړیوال اوسراسری کمپاین دى، دلومړی ځل لپاره یې په ۱۹۹۱ م کال وړاندیز وشو او په ۲۰۰۰ م کال دملګرو ملتونو دسازمان له خوا د نوامبر ۲۵ مه نېټه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی دورځې په توګه اعلام شوه چې کولاى شو له دغې ورځې څخه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی دمخنیوی په لاره کې دمبارزې او نړیوالې اجماع په توګه یادونه وکړو. تاوتریخوالی زیاتره له وروسته پاتې ساتل شوی فرهنګ څخه راپورته کېږی او دبشرى ټولنو د ټولنیزو او اقتصادی ناسالمو مناسباتو زیږنده دى چې په بېلابېلو بڼو د ټولنې په هره برخه کې دستونزو او لانجو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځی، آن تردې چې زیاتره دغه ډول کړه وړه د تکرار او پایښت له وجې د ټولنې د افرادو ددود او  فرهنګ یوه برخه ګرځېدلی او ددغو ناهنجاریو ناملایماتو اوتاوتریخوالی زیاته برخه چې له کورنیو څخه ټولنې ته لېږدول شوې له یو بل سره مستقیمی اړیکې لری، یعنې د تاوتریخوالی د رامنځ ته کېدو ریښې او لاملونه ناوړه فرهنګ ،عرف او دودونو ته رسیږی او له ډېرې زمانې راهیسې یې له محدودو او بدلون نه منونکو ټولنیزو ارزښتونو سره پرټولنې سیورى غوړولى او اغېزمنه کړې یې ده، که څه هم چې تاوتریخوالی یوازې په افغانستان پوری منحصر نه دى ، بلکې یوه ستره نړیواله ستونزه ده اوپه ټوله نړۍ کې په بېلابېلو بڼو د ښځو په وړاندې کارېږی، خو مبارزې ، خوځښت او دنړیوال کمپاین پیل کولو ته اړتیا لری. دغه کمپاین دنوامبر له ۲۵ مې پیل او ددسمبر تر ۱۰مې چې د بشر دحقوقو له نړیوالې ورځې سره سمون خوری ، هرکال ۱۶ ورځې دوام مومی.

دکمپاین ددغو شپاړسو ورځو په بهیر کې د بېلابېلو ادارو سازمانونو، ملی او نړیوالو بنسټونو ، دښځو دحقوقو د فعالانو او دحکومتی اوغیر حکومتی ادارو له خوا بېلا بېلې برنامې او پروګرامونه جوړېږی اوپلی کېږی. دغه راز  د تاوتریخوالی د بېلابېلو اړخونو په وړاندې دمبارزې د بڼې اوڅارنې  پر څرنګوالی هم دهمغږۍ په رامنځ ته کولو سره خبرې او ګډ کار کېږی.

 ډېرې خبرې او بحثونه به د تاوتریخوالی دلاملونو په موندلو او د حل لارو په لټولو متمرکز وی ، ترڅو دښځو د وروسته پاتېوالی د سببونو_ګراف پیدا او غورپرې وشی او دکمښت لپاره یې اغېزمن ګامونه واخیستل شی.

د هغو ترسره شویو تاوتریخوالو بېلابېلې بڼې چې پیژندل شوی دی عبارت دی له : فزیکی، روانی ،اقتصادی ، ټولنیزو ، روغتیایی ، جنسیتی او داسې نورو  څخه . دکمپاین په بهیر کې هڅه کېږی چې د تاوتریخوالی د اغېزمنوونکو  او ددې برعکس د نورو اړخونو په باب چې په ماشومتوب کې څومره دراتلونکی روانى اوجسمی شخصیت پرانکشاف او پراختیا اغېزه ښندی خبرې وشی، نو د تاوتریخوالی دعواملو د کمښت اوله منځه وړلو په برخه کې دحکومتونو د اغېزمنو اقداماتو په باب مطالعه شوې ده او باید اساسی اودقیقې اړتیا سنجونې وشی.  په همدې اساس د ښځو چارو وزارت تېره اوونۍ د یو کنفرانس په جوړولو سره رسماً دغه کمپاین اعلام کړ.

 د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې آغلې حسینې صافۍ د خپلو خبرو په دوام د ځانګړو برنامو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې او د یوې داسې مېرمنې په توګه چې دتېرو دریو لسیزو په بهیر کې مې دښځو دحقوقو ددفاع دیوې فعالې په توګه کار کړى دى، دغه راز د یوې  داسې مور په توګه چې لور لرم او د نجونو او مېرمنو پرستونزو له هرچا ښه پوهېږم ،هغه درک او احساسوم او د تاوتریخوالی دمخنیو ی دعالی کمېسیون د هڅاندې غړې په توګه د شپاړس ورځنی کمپاین له پیل کېدو سره موږ هم ګڼ شمېر ځانګړی پروګرامونه ترلاس لاندې لرو او دفرهنګی اونشراتی چارو د معینیتونوله لارې به  دهغو په پیل کولو او تطبیقولو سره خپله فعاله
 ونډه ادا کړو.

 د روان کال دلیندۍ میاشتې په څلورمه د یکشنبې په ورځ مو  دکمپاین پرانیستونکی مراسم او پروګرامونه په دوو ځانګړو فرهنگی او خپرنیزو برخوکې پیل کړل او هدف مو دافغان مېرمنو په وړاندې د موجودو تاوتریخوالو د لاملونو او بڼو پېژندل دی. په بل اړخ کې به د تاوتریخوالی کموونکی تدابیر او لارې چارې وړاندې کړو، ځکه چې تاوتریخوالى په ټولنه کې د ښځو اونجونو د هراړخیزپرمختګ او ددوى د مثبت او اغېزمن رول مخه نیسی. موږ غواړو د خپلو ترلاس لاندې او جوړو شویو پروګرامونو په وسیله خلکو ته وښیو چې که تاوتریخوالى کم او یا بېخې له منځه ولاړ شی، د څومره پرمختګونو سبب به شی او څومره آسانتیاوې به رامنځ ته شی.

 له نېکه مرغه موږ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اډانه او تشکیل کې دفرهنګی  اوهنری چارو خپرنیزو چارو، دګرځندوى، مالی او اداری چارو او د ځوانانو دچارو معینیتونه لرو اوهر معینیت خپل ځانګړی پروګرامونه اوچارې ترلاس لاندې لری. د بېلګې په ډول د موسیقۍ ریاست د تاوتریخوالی دکمښت په موخه یو ځانګړى هنرى پروګرام وړاندې کوی.  داځکه موسیقی داسې وسیله او  افزار دی چې د ټولنې پر وګړو ډېره اغېزمنه او آرام بخښونکې فکری او روانې اغېزه لری او دخلکو د روح او روان په آرامولو سره کولاى شی د سولې د پیغام په رسولو او د تاوتریخوالی په مخنیوی کې اغېزمن رول ولوبوی. دغه راز  د تیاتر ریاست هم یوه ځانګړې تیاتری ننداره جوړه کړې چې وړاندې به یې کړی. د تیاتر د برخې ممثلین اوهنرمندان به دخپلې دغې نندارې په وړاندې کولو سره هڅه وکړی، دیو بد اوناوړه محیط اوچاپېریال موجودیت چې دښځو پر رول او برخې اخیستنې منفی اغېزه کوی منعکس کړی.

په همدې ډول دهنر ریاست هم ځانګړی پروګرامونه ترلاس لاندې لری. دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د خپرنیزو چارو معینیت چې د غږیزو، انځوریزو، چاپی اونورو نشراتی څانګو او موسسو دچارو مسئولیت په غاړه لری، د تاوتریخوالی د مخنیوى اوله منځه وړلو  د ۱۶ ورځنې کمپاین د پیل کېدو په مناسبت بېلابېلې اوځانګړې ښوونیزې او خبر ورکوونکې برنامې او پروګرامونه لری .دوى د ځانګړو پاڼو چاپول اوخپرول او نور ځانګړی پروګرامونه  هم ترلاس لاندې لری او له دې لارې به ځانګړی پیغامونه خلکوته
 ورسوی چې د تاوتریخوالی دمخنیوی، کمېدو  او له منځه وړلو په لاره کې خپل ګډ ملی مسئولیت ادا کړی.

خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه: دتېرو ۱۷ کلونو په بهیر کې د تاوتریخوالی پراغېزمنوونکو لاملونو بشپړې، پراخې او عمومی ارزونې وړاندې شوی ، خو تر اوسه پورې په ملی کچه کومه ځانګړې ارزونه نه لرو، چې وښیی دتاوتریخوالی دکچې ګراف څومره زیاتوالى یاکموالى موندلى دى. په هغو سفرونو کې چې ما دهېواد بېلابېلو ولایتونو ته وکړل او له ښځو سره مې د دوى دروا حقوقو دیوې مدافع او فعالی په توګه لیدلی دی.زما له نظره په دې برخه کې مهمه او ډېره ستره ستونزه اوچالش په ټولنه کې دحاکم سنتی او محافظه کارانه فکر او ذهنیت شتوالى دى. موږ ونه شواى کولاى پرټولنه د هغو حاکمو سنتونو له انحصاره ځان خلاص کړو او ترې راووزو، چې د ښځو پرظرفیت او وړتیاوو بده اغېزه کوی. یوه سنتی ټولنه د ښوونې او روزنې په برخه کې دنجونو په پرتله هلکانو ته لومړیتوب ورکوی. خوله نېکه مرغه د افغانستان په سهیلى ولایتونو کې سپین ږیری او د ولس مشران په تېرو څو کلونو کې په دې پوه شوی او باور لری چې که خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږی خپله ځانګړې او مثبته اغېزه به پر ټولنه او ددوى پرکورنۍ ولری. څرنګه چې مخکې مې هم اشاره وکړه ، ښوونه لومړنى مورد او خوځښت ورپسې پړاو دى. دبېلګې په ډول په مرکز یعنې په کابل ښار کې ښځو تر زیاتې اندازې پورې وکړاى شواى چې د پرېکړو کولو، نظرڅرګندولو او ګډون کولو استقلالیت ترلاسه کړی. که څه هم د مرکز په کچه اوس هم ښځې ځینې ځانګړې ستونزې  لری، خو په ولایتونو کې د ښځو د ګډون کولو او برخې اخیستو په مسئلو کې لاتراوسه پورې فیصدی ډېره کمه ده او دلیل یې دادى چې لاتراوسه پورې ځینې کورنۍ دښځو اونجونو په وړاندې سختګیرې دی او په دې اساس پوهاوی او الګو جوړولو ته ډېره اړتیا لرو، چې ددوى له خپلو سیمو څخه د بېلګو  او الګو په وړاندې کولو او ورپېژندلو سره دغه ایده او فکر په دوى کې  پیاوړى شی.

بله مسئله په هېوادنیو مهمو چارو او مسایلو کې د ښځو د بالقوه وړتیا وو په وړاندې منفی دید او دانحصار مسئله ده  څرنګه چې بایدورته پاملرنه او رسیدګی شوې واى، ونه شوه او ستردلیل یې دادى چې د خپلو اصیلو فرهنګی شتمنیو په باب یې لږ معلومات لرل .موږ جدی فرهنګی کار او پوهاوی ورکولو ته سخته اړتیا لرو، ترڅو د ښځو موقف او دریځ دخپلو اصیلو فرهنگی شتمنیو له لارې وځلوو او تبلور ورکړو ، یعنې د رسنیو ، انځورونو ،نندارې یاتیاتر ،موسیقۍ ،رسامۍ او له داسې ډېرو نورو لارو څخه دغه کارکولاى شو چې خپل هویت او ویاړنې په ښه توګه د افغانستان خلکو او په  ځانګړی ډول ښځو ته ور وپېژنو.

یوه بله نکته چې یادونه یې اړینه بولم په ښځو او نجونو کې پرخپل نفس په ډېره ټیټه کچه باور او اعتماد دى،چې له هماغه ماشومتوبه او دمور له غېږې ورسره دى، چې باید پیاوړى شی

داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت سرپرستې د تېرو ۱۷ کلونو په بهیر کې د افغانستان د دولت له خوا د ترسره شویو چارو په هکله وویل: د تېرو دوولسیزو په موده کې دنورو ټولو بنسټونو او ادارو په شان د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت هم د جامع قوانینو او مقرراتو په رامنځ ته کولو کې ډېرې لاسته راوړنې او بریاوې لری. د اچې ولې یې کمزورى او ضعیف عمل کړى، لامل یې دادى،چې په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې دعملی اقداماتو لپاره باید ملی همغږى دید او نظر رامنځ ته شی،چې اغېزه او موثریت یې د ټولنې دفرهنګی چارو په برخه او دغه راز دعرف ،عنعناتو او ناوړه رسم او روجونوپه له منځه وړلو کې چې تل له ښځو څخه قربانی اخلی زیات شی.  له دې امله موږ زیاته هڅه او هاند کوو چې د ښځو دملاتړ اوحمایت پروګرامونه باید یوازې دښځو چارو په وزارت پورې
منوط نه وی.

د تاوتریخوالی د مخنیوی او له منځه وړلو د ۱۶ورځنی کمپاین په پیل کېدو سره د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پراخو پروګرامونو په درلودو او عملی کولو سره په ولایتونو کې خپلو ټولو اړوندو ریاستونو ته هدایت اولارښوونه کړې چې په دې باب ځانګړی پروګرامونه جوړ او عملی کړی او ټاکل شوې چې دخبری کنفرانسونو په جوړولو او داعلامیو په خپرولو سره به دخپلو دندو له لایحو سره سم  اجراات وکړی.

دغه راز ریاست ته دجندر آمریت د ارتقا په باب مو جمهوری ریاست ته یو وړاندیز استولى دى او پردې سربېره مو په ولایتونوکې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت اړوندو ریاستونو ته لارښوونه کړې، یوه فعاله ښځه چې د اړوند ولایت دفرهنګ په ځلولو او پراختیا کې یې فعاله برخه اخیستی وی راوپیژنی چې په یو ځانګړی کتاب کې معرفی کړاى شی.

له خصوصى رسنیو څخه مو هم وغوښتل چې په دې برخه کې ځانګړی پروګرامونه جوړ او خپاره کړی. دغه راز موږ پرېکړه کړې چې دکمپاین په پاى کې دیوې خبرې ناستې یا مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې دخپلو اقداماتو پایلې او نتایج له رسنیو سره هم شریک اواعلام کړو.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرستې آغلې حسینې صافۍ دخپلو خبرو په پاى کې دیوه پیغام په ترڅ کې څرګنده کړه:

زموږ دهېواد ښځو ا ومیندو ته زما ځانګړى پیغام دادى چې خپلو لوڼو ته دیو ظرفیت او توان په توګه وګورئ. ځکه دوى هره یوه داسې ځانګړې توانمندۍ او ظرفیتونه لری، چې تراوسه پورې زیاتره څرګنداو متبارز شوی نه دی، دوى ته په پیاوړی تشویق او هڅونې او په نفس په اعتماد سره وخت ورکړئ چې د ټولنې د فعال عنصر او اغېزمنې غړې په توګه ځان څرګند کړی او ځان د ټولنې د ضعیف غړی په توګه ونه بولی.

ستونزې خوپه طبیعی ډول هم شتون لری ،خو دیوې فعالې مور او ښځې په توګه دځانګړو موخو په ټاکلو سره باید دهغو په وړاندې ودرېږو او ورسره مقابله وکړو.

دا خو ټولوته څرګنده ده چې جګړې او ناامنۍ په ټولنه کې دهر ډول بدبختیو اصلی ریښې دی او د ټولنې په بېلابېلو برخوکې د هرډول پرمختګ مخه نیسی، نو دسولې پروسې دلاچټکتیا او پرمختګ په موخه چې  د افغانستان د اسلامی جمهورى دولت او دملی یووالی حکومت له خوا کومې هڅې شوی دی، په هغو کې هم دسولې د مشورتی بورد په جوړولو سره دسولې دمسایلو په باب دښځو پرفعالې برخې اخیستنې ټینګار شوى دى.

د هېواد له ښځو څخه په دې حساس او تاریخی وخت کې زما غوښتنه داده  :لکه څرنګه مو،چې په جرګو او شوراګانو کې فعال رول درلود، داځل هم هڅه او هاند وکړئ او د سولې په پروسه کې هم دفعالو او اغېزمنو همکارانو په توګه خپل رول په آگاهانه او مسئولانه ډول ولوبوئ.

هریوه مو دسولې سفیره واوسئ او خپله مبارزه له کورنۍ اوله خپلې سیمې پیل کړئ ، ځکه چې د سولې پالنې اود سولې منلو د روحیې د روزنې لومړنۍ ښوونکې میندې دی، د سوله خو ښوونکو بچیانو په روزنې او دخپلې کورنۍ دغړو په هڅولو سره دجګړې دپاى ته رسولو په لاره کې ټینګ او مضبوط ګامونه واخلئ او دیوى سوله ییزې فضا په رامنځ ته کولو او د سولې او پخلاینې په روحیې سره خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ژوند کولو هیلې ورکړئ.

ژباړه: سید یوسف شریفی

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید