روزنامه هیواد

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د ملی فرهنګ د ودې لپاره هلې ځلې کوی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ د چهارشنبې په ورځ د (( ژبژغورنې د ملی غورځنګ)) له مشرتابه پلاوی سره په کتنه کې وویل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لړی . د دغې کتنې په پیل کې د (( ژبژغورنې د ملی غورځنګ)) رییس ابوبکر ځلاند د دغه بنسټ د هدفونو په باب خبرې وکړې .  وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ په لنډو خبرو کې وویل ،چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لری او دغه وزارت د افغانستان د خلکو د ملی فرهنګ د ودې او پراختیا په لاره کې هلې ځلې کوی.   دې دغه راز وویل ، چې د ژبو تنوع د دغه هېواد د فرهنګی ښکلا ښکارندویه ده. د مثال په ډول د سیمې هېوادونه د ژبو له تنوع سره سره د بېلابېلو هېوادونو د ژبو د ودې او پیاوړتیا په لټه کې دی. حسینې صافۍ زیاته کړه: د هېواد اساسی قانون مو د عمل سرلیک دى.             باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید