روزنامه هیواد

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانتور تصدۍ نوى رییس معرفی شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کاندید او سرپرست وزیر  محمد طاهر زهیر د افغانتور تصدۍ نوى رییس د دغه وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته معرفی کړ.په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری، د دغه وزارت د رییسانو، کارکوونکو او د یوشمېر دولتی بنسټونو د مسوولینو په شتون غونډه جوړه شوه.په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشری سرچینو رییس احمد ضیا انوری، د افغانتور تصدۍ د رییس په توګه د سېد ایمل جلال د ټاکنې په اړوند د هېواد د جمهوررییس حکم ولوست.وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانتور تصدۍ نوی رییس سېد ایمل جلال د دغه وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته معرفی کړ.ده څرګنده کړه چې په یوه اداره کې ادلون او بدلون او مثبت تحول یو قانونی اصل دى او د قانون له مخې په ادارو کې د چارو د ښه والی په موخه د قانون مطابق بدلونونه رامنځته کېږی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانتور تصدۍ نوی رییس ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. دغه راز هغه د افغانتور تصدۍ د مخکېنی رییس احمد فردین ضیایی کارونه په قدردانۍ سره یاد کړل.وروسته سید ایمل جلال په خپلو خبرو کې په دغه بست کې د هېواد د جمهوررییس له اعتماد او باور او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او د توریزم د پراختیا، د سیلانیانو د جلبولو او د افغانتور تصدۍ د عوایدو د زیاتوالی د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.ده ژمنه وکړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه او همکارانو په همغږۍ، د افغانتور تصدۍ د چارو د ښه والی په خاطر به هلې ځلې وکړی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید