روزنامه هیواد

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت مشرتابه پلاوی او کارکوونکو وینه ورکړه

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت دمشرتابه پلاوی غړو او کارکوونکو پرون خپله یو دېرش زره او پنځه سوه سی سی وینه  دعامې روغتیا وزارت  دوینې مرکزی بانک ته ورکړه . دوینې دورکړې په مراسمو کې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت  د فرهنګ او هنر معیین  پوهاند محمد رسول باوری په خبرو کې  د هېواد دامنیتی او دفاعی ځواکونو مېړانې ، زړورتیا او اتلوالۍ وستایلې او ویې ویل ،چې موږ دوه مکلفیتونه لرو یو د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو اړو کسانو ته  دوینې دورکړې په باب  دهېواد دجمهور رییس دفرمان تطبیق او دویم له دغو ځواکونوسره ملاتړ،  چې خپل سرونه ډال ګرځوی او د هېواد  دخلکو دفاع کوی .    د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت مالی اداری اوګرځندوى معیینې پوهنیارې  سیدې مژګان مصطفوی  هم څرګنده کړه،  چې دوینې ورکړه  د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو دغوره خدمتونو ډېره کمه  ستاینه ده، چې د ملی نوامیسو او دهېواد دپولو ، مځکنۍ بشپړتیا او ملی واګمنۍ  ددفاع په لاره کې  هڅه او هاند کوی .   دې زیاته کړه ، چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت په ځانګړی توګه  دکابل په وروستی  پېښه کې د هېواد  دامنیتی او دفاعی ځواکونوهڅې، چې له ځانه یې  مېړانه او زړورتیا وښودله  ځانګړی قدردانی کوی .   دغه راز دعامې روغتیا وزارت  دوینې دمرکزی بانک رییس ډاکتر عنایت الله هاشمی داسلام دمبین دین اود روغتیایی له پلوه  دوینې دورکړې  ګټې بیان کړې او ویې ویل، چې  دوینې ورکړه  داسلام دمبین دین له نظره  ثواب لری   او له روغتیایی پلوه هغه کسان چې وینه ورکوی ډېر کم په ډول ډول ناروغیو اخته کېږی .   ده د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت له مشرتابه پلاوپ او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې تل یې  دوینې مرکزی بانک ته  دوینې دورکړې په لاره کې  کارنده ونډه اخیستې  ده .   دغه راز دوینې دمرکزی بانک رییس دوینې دمرکزی بانک له لارې دوینې دوېش او لګښت  دڅرنګوالی په باب دباختر اژانس دخبریال دپوښتنې په ځواب کې وویل ، چې وینه دمعایناتو له ترسره کولو او دساری  ناروغیو له میکروب څخه دخلاصون له تثبیت وروسته  د ډاکتر په لارښوونه او تصدیق په وړیا ډول  داړو کسانو په واک کې ورکول کېږی .   ده وویل ، چې دوینې پلورنه  په جدی توګه منع ده  او هغه کسان چې په دغه شان کار لاس پورې کوی  له هغوى سره جدی  قانونی چلند کېږی .   ددغو مراسمو په پاى کې  دوینې دمرکزی بانک  دوینې دراټولولو ددیپارتمنت مسوول  ډاکتر خالد  بابکرخیل، وویل چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دمشرتابه پلاوی او کارکوونکو یو دېرش زره او پنځه سوه سی سی وینه  دهېواد  دامنیتی او دفاعی ځواکونو دټپیانو او دنورو اړو کسانو دژوند دژغورنې په خاطر  ورکړه .   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید