روزنامه هیواد

د اسیا زړه پروسې هېوادونه باید د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وکړی!

پرون د ترکیې په استانبول کې د آسىا زړه استانبول پروسې اتمه غونډه جوړه شوه، چې ولسمشر محمد اشرف غنی ورته اوږده او مهمه وینا وکړه، ولسمشر غنی د سیمې د همکاریو او په ځانګړې توګه د افغانستان په مخ کې د پرتو ننګونو یادونه وکړه او د اسیا زړه ټول هېوادونه او د دې لړۍ نور همکار هېوادونه یې د دغو ننګونو پرضد ګډې مبارزې ته را وبلل. ترهګری، اورپکی او مخدر مواد هغه ننګونې دی، چې د سیمې ټول هېوادونه یې ننګولی او ولسمشر غنی ورته اشاره وکړه، خو ولسمشر غنی دا هم وویل،چې افغانستان د دې پدیدو پرضد سخت ګامونه اخیستی او افغان ځواکونو د دغو پدیدو پرضد په لومړۍ کرښه کې جنګېږی، ولسمشر غنی په ننګرهار کې د داعش ډلې له منځه وړل یاد کړل، دا یې هم وویل، چې د داعش په دې ډله کې ډېر بهرنیان وو، چې د ترکیې او هند په شمول د پاکستان او د سویلی او مرکزی اسیا د هېوادونو ګڼ کسان په کې دی،چې افغان حکومت ته تسلیم شوی دی، د دې ترڅنګ یې د القاعدې ډلې د مشرانو له منځه وړلو ته اشاره وکړه، یعنې افغان ځواکونو د ترهګرۍ پرضد سخت ګامونه اخیستی او په دې کې بریالی شوی هم دی. بله ننګونه مخدر مواد دی، چې افغانستان او سیمه یې له ستونزو سره مخ کړې ده، د دې پدیدې پرضد هم افغانستان ګامونه اخیستی ، خو د ترهګرۍ او مخدرو موادو پرضد ګډه مبارزه سخته اړتیا ده، چې باید د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه د اسیا زړه د پروسې هېوادونه یې په ګډه پیل کړی! دا مبارزه حیاتی ارزښت لری او باید د سیمې هېوادونه په کې برخه واخلی او د خپل امنیت او ثبات په خاطر هغوى ته اړینه ده، داسې اړینه لکه په سبو کې مالګه! لکه ولسمشر غنی یې چې یادونه وکړه، افغان حکومت د دې پدیدو پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دى، چې په دې برخه کې یې سترې سترې قربانۍ هم پر ځان منلې دی، خو د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د امنیت او ثبات په مانا دى، افغانان د ژمن ملت په توګه په دې برخه کې له سیمې او نړۍ سره همکاریو ته تیار دى، افغان حکومت د سوله ییز افغانستان لپاره هڅې پراخې کړې دی، د دې لپاره له طالب ډلې سره خبرې روانې دی، افغان حکومت هڅه کوی، چې د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره، افغانستان د مهم بستر په توګه چمتو کړی، ددې لپاره د سویلی او مرکزی اسیا د وصل په موخه د رېل پټلۍ او لویې لارې تر کار لاندې دی، خو د سیمې هېوادونه باید د افغانستان پر مهمو پروژو او سترو کانونو پانګونې وکړی، همدا راز افغان حکومت د سیمې هېوادونه د ترهګرۍ پرضد ګډې مبارزې ته رابولی، دا مبارزه لکه وړاندې چې یادونه وشوه، د سیمې او نړۍ لپاره مهمه او ستر ارزښت لری، له دې پرته د سیمه ییزې همکارۍ او په ځانګړې توګه د سیمه ییز اتصال پلانونه عملی کېداى نشی، مهمه دا ده، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په سوله کې مرسته وکړی او دا سوله هله منځته راتلاى شی، چې د ترهګرۍ ځالې له افغانستانه بهر له منځه یوسی. د سیمې هېوادونه وینی، چې په افغانستان کې د داعش او ترهګرۍ په ډلو کې بهرنی جنګیالی دی، چې د اسیا د زړه پروسې پر هېوادونو پورې هم مربوط دی، نو که د سیمې هېوادونه د دې ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه ونه کړی، نو د سیمې هېوادونه، بریاوې نه شی تر لاسه کولى او نه هم خپلو ګډو موخو ته رسېداى شی. د سیمې ستونزې باید د سیمې هېوادونه په ګډه حل کړی، چې دا تر ټولو لومړى د ترهګرۍ او مخدرو موادو پرضد ګډه مبارزه ده. دا مبارزه باید پیل شی او سیمه او نړۍ ترې په امن کړاى شی. له دې پرته به د سیمې هر تصمیم او هر هدف له ګواښونوسره مخ وی!

ممکن است شما دوست داشته باشید