روزنامه هیواد

د اسلام په سپېڅلی دین کې د چاپېریال ساتنې ارزښت

اسلام پوره، بشپړ او سپېڅلی دین دی. دغه دین د ژوند ټولو اړخونو او څیزونو ته شامېلېږی، په دې لیکنه کې په لنډ ډول د اسلام د مبین دین په رڼا کې د چاپېریال ساتنې او پاکوالی د ارزښت په اړه مهم ټکی د قلم په ژبه چمتو شوی دی، د اسلام سپېڅلی دین د چاپېریال ساتلو لپاره د اړینو او ضروری توکو په ملاتړ ځانګړې او زیاتې سپارښتنې لری، چې د انسانانو د ښېګڼې، نېکمرغۍ، همدارنګه د اوسنی او راتلونکو نسلونو د اړتیاوو د بشپړولو او تضمین کولو په اړه دی، الله (ج) هر څه په لومړیو کې آزاد، سوتره، سپېڅلی او د ککړتیا لرې پیدا او منځ ته راوړی، وروسته یې د انسانانو په واک کې ورکړی، مګر دا ورکړه یې د امانت په څېر او بېلګې وه. چې خپلې اړتیاو‎ې ورڅخه پوره او د الله ((ج)) له نعمتونو او هستیو څخه ګټه پورته کړی. بې ل دې چې زیان ورته ورسوی، د هغې د استفادې لارې چارې یې ورته په ځلونو ځلونو په قرآن او احادیثو کې بیان کړې، له بې ځایه استفادې او اسرافه یې منع کړی او د ټولو موجوداتو ذاتی ارزښت ته یې اشاره کړې، همدارنګه بې ځایه کارونه یې سخت غندلی دی او دا یې څرګنده کړې چې د نورو نسلونو او ژوند حقوق تر پښو لاندې نشی.

د اسلام په سپېڅلی دین کې له سرچینو او زېرمو څخه ناسمه استفاده او کارونه یو ناوړه عمل بلل شوی، لکه چې فرمایی ژباړه:

(( او بې له شکه چې هر څه مو په ټاکلې اندازه پیدا کړی. ))

د دې وینا په تطابق ویلی شو چې د اسلام په کامل دین کې هر څه خوندی دی او هر څېز ته یې یوه څرګنده پوله او سرحد ټاکلی دی او لازمه یې ګڼلې چې موږ د هرې طبیعی زېرمې او هرڅیز په استفادې او کارونه کې تېری او زیاتی ونه کړو.

بل ځای د سورت البقرې په ۲۷ آیت کې الله ج داسې فرمایلی:

ژباړه: هغه کسان چې په مځکه کې فساد کوی له زیانکارانو او تیری کوونکو څخه دی.

که غور وکړو چاپېریال، طبیعی زېرمې، د ژوندانه بڼې او ټول څېزونه الله تعالی پیداکړی او په هغو کې د ګډوډیو رامنځ ته کول او خرابی راوستل په خپل ذات کې فساد دی او نتیجه به یې خامخا زیان او هلاکت وی، نو باید په ساتلو کې یې ډېر پام وکړو.

په یو بل ځای کې الله تعالی فرمایلی دی:

ژباړه: (( او تاسې اسراف مه کوئ چې الله (ج) اسراف کوونکی نه خوښوی))

دا آیت هم په ښکاره معنی یو لازمی امر دی چې موږ ته الله (( ج )) پرې له زیاتی منع کړې ده، که ژور فکر وکړو، هر څه باید په منظمه توګه استعمال شی کنې زیاتی په کې د ورانۍ او د منځه تللو لامل ګرځی، هغه که طبیعی زېرمې، د ژوند بڼې، ځنګلونه، اوبه  او هر څه وی باید له اسراف او زیاتې کارونې څخه یې ځان وساتو او نور هم دې ته پرې نږدو چې زیاتی او اسراف وکړی.

پاکوالی او نظافت د اسلام په مبارک دین کې د ایمان له نښانو څخه ګڼل کېږی چې دا خپله د پاکوالی ارزښت دی چې اسلام ورته ځانګړی کړی، نو کله چې الله ((ج)) او د اسلام سپېڅلی دین پاکوالی ته دومره اوچت او هسک مقام ورکړی، نو موږ انسانان خو باید پوره پاکوالی او نظافت ته پاملرنه وکړو او چاپېریال مو له ککړتیاوو لرې وساتو.

رسول الله ((ص)) په یو حدیث کې فرمایلی دی:ژباړه :

((که چېرې قیامت رامنځ ته شی او په لاس کې مو نیالګی ولرئ، نو هغه کښت کړئ.

دا چې ځنګلونه، شنه بوټی، ونې او نور نباتات د چاپېریال په پاک ساتلو کې څومره ارزښت لری.له پورتنی حدیث څخه ښکاری او دا هېڅ مناسبه نه ده چې شنه بوټی او نیالګی دې څوک پرې کړى او له منځه دې یوسی.

په چاپېریال کې هغه بدلولونه چې د ناوړو اغېزو لرونکی وی، د ککړتیا په نوم یادېږی، د هواککړتیا، د اوبوککړتیا، د خاورې ککړتیا او د جامدو توکو ککړتیا په ټوله کې هغه ستونزې دی چې په نړۍ او اوس افغانستان کې هم زیاتې شوې دی، په ځانګړې توګه د اوبو کمښت او د هوا ککړتیا هغه ستونزې دی چې په افغانستان کې په یو لوی ناورین بدلې شوې دی. په ځانګړې توګه په کابل ښار او نورو لویو ښارونو کې تر ډېره تر سترګو کېږی چې د زیاترو وګړو، څارویو، او نباتاتو ژوند یې له ګواښونو سره مخ کړی او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځېدلی دی. له بلې خوا د کابل ښار د نفوس بې کچې زیاتوالی او د سون توکیو زیاتېدنه او د ښاری فرهنګ نه مراعات کول هم د دې ستونزو سربېره د چاپېریال په ککړتیا کې لوی لاس لری، همدارنګه د منظم ترانسپورتی سیستم نشتوالی او د شخصی موټرونو زیاتوالی د هوا پر ککړتیا لویې اغېزې اچوی،چې د غږ ککړتیا یې هم رامنځ ته کړې ده.

نو د الهی احکامو او د اسلام د سپېڅلی دین په رڼا کې د چاپېریال ساتل او ورته پاملرنه زموږ دنده نه، بلکې یو اړین مسوولیت دی چې په پاکوالی او نظافت کې یې باید ځانګړې پاملرنه وکړو، پاکوالی او نظافت د ایمان جز او نښانه ده، نو که چېرې موږ خپل چاپېریال ته پاملرنه ونه لرو، آیا دا به زموږ پر ایمان او اسلام کومه اغېزه ونه لری؟

محمد هارون ـ حماد

ممکن است شما دوست داشته باشید