روزنامه هیواد

د اسلامی پراختیا بانک له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوی

د مالىې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ د عالی مقام ستر سلاکار ښاغلى پروفىسور محمد هماىون قىومی، چې مراکش ته په رسمی سفر تللى وو د اسلامی پراختىا بانک ۴۴ مې کلنۍ غونډه کې یې ګډون وکړ. دغه غونډه پاىدارو پراختىاىی موخو ته د رسېدو لپاره په نوې ستراتېژۍ کې د پام وړ بدلون راوستو لپاره جوړه شوې وه، چې د ۵۶ اسلامی هېوادونود مالىې وزىرانو او استازو، د شرکتونو او غىر دولتی مؤسسو استازو، پکی ګډون کړى وو.د مالىې وزارت سرپرست په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او مرسته کوونکو سازمانونو، د نړىوالو بانکونو له ریىسانو او د اسلامی پراختىا بانک له ریىس سره په جلا توګه وکتل.په دې غونډو کې د مالىې وزارت سرپرست ټىنګار وکړ، چې افغا نستان اوس مهال د بدلون له لسىزې د تېرېدو په حال کې دى، چې ځان بسىاىنې ته اړتىا لری. افغانستان ژر ځان بسىاىنې په بسته کار کړى او اقتصادی ځان بسىاىنې ته د رسېدو له پروسې سره د مرستې لپاره د ۸،۷ مىلىارده امرىکاىی ډالرو په ارزښت د پانګونې د  بستې وړاندىز کوی.د اسلامی پراختىا بانک ریىس ښاغلی ډاکټر بندرالحجار ووىل: موږ باىد د پراختىا او پرمختګ لپاره تل نوې او نوښتی لارې پىدا کړو. نوموړی، اقتصادی ځان بسىانې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د پانګونې  پلان د ترتىب مبارکی ورکړه، له افغانستان سره ىې د دې بانک د مرستو د لېوالتىا اعلام وکړ او له ټولو هېوادونو څخه ىې وغوښتل چې د افغانستان په سترو پروژو کې پانګونه وکړی.د ىادونې وړده، چې د اسلامی پراختىا بانک له ګروپی ناستو سره هم مهاله ىو شمېر حاشىوی ناستې هم ترسره شوې، چې په دې ناستو کې د ساىنس، ټکنالوژۍ، د نوښتونو د اغېزمن تغىىر او بدلون لپاره د منلو پىاوړتىا په برخو کې د افغانستان حکومت د پنځه کلن پلان په څلورو اصلی ستنو هر اړخىز بحث وشو.

ممکن است شما دوست داشته باشید