روزنامه هیواد

د اسلامی همکاریو سازمان په ۱۴ مه غونډه کې د ولسمشر غنی ګډون

ولسمشر محمداشرف غنی د اسلامی همکاریو سازمان دمشرانو په ۱۴ مه غونډه کې د ګډون لپاره د ۱۳۹۸ ل کال دغبرګولې په ۹ مه سعودی عربستان ته روان شو او دجدې ښار ته ورسېد. ولسمشرغنی له ورسره پلاوی سره له جدې ښار څخه د مکې مکرمې ښار ته ولاړ او په بیت الله شریف کې یې دعمرې حج مراسم پرځاى کړل اوپه مسجد الحرام کې یې د دوه رکعته لمانځه او همدارنګه دماخوستن دلمانځه له ادا کولو وروسته په هېواد کې دسولې اوثبات دتامین لپاره دخداى تعالى په دربار کې دعا وکړه.

داسلامی همکاریو سازمان دغونډې په څنډه کې داندونیزیا د بهرنیو چاروله  وزیرې سره دولسمشر کتنه:

داسلامی همکاریو سازمان غونډه دمکې مکرمې په ښارکې د غبرګولې په لسمه دسعودی عربستان دپاچاه ملک سلمان په وینا پرانیستل شوه. ددغې غونډې په څنډه کې له غرمې مخکې ولسمشر محمداشرف غنی داندونیزیا دبهرنیو چارو له وزیرې آغلې ریتنو مارسو دیا ، سره د مکې مکرمې په ښارکې دافغان سولې په اړه خبرې وکړې. دغه خبرې چې دولسمشر غنی په استوګنځی کې ترسره شوې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې دافغانستان او اندونیزیا ترمنځ دهمکاریو د پراختیا او دافغانستان دسولې په پروسه کې داندونیزیا په اړه بحث اوخبرې وکړې. په خبرو کې داندونیزیا دبهرنیو چارو وزیرې دافغان سولې په اړه دخبرو دکوربتوب، دسولې لپاره دافغان او اندونیزیایی مېرمنو د ګډ کنفرانس او دعلماوو دبلې غونډې دکوربتوب لپاره دخپل هېواد لېوالتیا.او چمتووالى څرګند کړ.

د پاکستان له صدراعظم سره دولسمشر غنی کتنه:

ولسمشر محمد اشرف غنی د غبرګولې په لسمه داسلامی همکاریو سازمان په څنډه کې دپاکستان له صدراعظم عمران خان سره دمکې مکرمې په ښار کې په خپل استوګنځی کې وکتل. په دغې کتنه کې دواړو لوریو، د دوه اړخیزو مناسباتو، سیمه ییز اتصال ، سوداګرۍ ،سولې ، امنیت اوله تروریزم سره دمبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې. په دغو خبرو کې ولسمشر غنی دپاکستان له فضایی حریم څخه هند ته دافغانستان دالوتکو دالوتنو دمنع کېدو ستونزه له عمران خان سره مطرح کړه، دپاکستان لومړی وزیر ژمنه وکړه چې ددې ستونزې حل ته به توجه وشی.

خلیلزاد ، داشرف غنی او عمران خان له لېدنې خوښی ښکار ه کړه:

په افغانستان کې دسولې دخبرو لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دافغان ولسمشر محمداشرف غنی او دپاکستان دصدراعظم عمران خان له لیدنې خوښی ښکاره کړه اوپه خپل ټویټر کې یې ولیکل ،چې دافغانستان او پاکستان ښې اړیکې دپانګونې عملې کېدو او دسیمې له یوبل سره دتړلو او دفرصتونو دبرابرولو لپاره مهمې دی او امریکا دافغانستان دسولې دبهیر مرستې ته تیاره ده .

په مکه مکرمه کې داسلامی همکاریو سازمان دسرمشریزې غونډې پیل:

په مکه مکرمه کې د اسلامی همکاریو سازمان دسرمشریزې ۱۴ مه غونډه دغبرګولې په لسمه دسعودی عربستان دپاچاه ملک سلمان په وینا پیل شوه. دغه غونډه چې (( یوځاى د راتلونکې پرلور)) تر عنوان لاندې دمکې مکرمې په صفا ماڼۍ کې پیل شوه دنړۍ د ۵۷ هېوادونو، دولتونو او حکومتو مشرانو په کې ګډون کړى وو. ولسمشر غنی هم داسلامی همکاریو سازمان د ( OIC ) په غونډه کې خپله ارزښتناکه وینا واوروله ولسمشرغنی په خپله وینا کې په افغانستان کې دسولې په راوستو کې داسلامی همکاریو دسازمان رول مهم وباله اوله ټولو اسلامی هېوادونو څخه یې دافراطیت او ترهګرۍ پرضد دګډې او گټورې مبارزې غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې په افغانستان اوسوریه کې دګډونوالو له خوا دسولې او ثبات دراوستو لپاره پر ګټورو لارو چارو خبرې وشوې اوپه افغانستان کې یې دسولې له روان بهیر څخه چې دامریکا، طالبانو او افغان دولت له خوا پیل شوى دى خپل پوره ملاتړ ښکاره کړ اوپه خپله د عربستان پاچاه سلمان بن عبدالعزیز په خپله پرانیستونکی وینا کې دافراطیت اوترهګرۍ پرضد دپراخې او ګټورې مبارزې غوښتنه وکړه. په مکه مکرمه کې دعربستان په کوربتوب داسلامی همکاریو دسازمانان ۱۴ مه غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې په افغانستان کې دځانمرګو بریدونو لړۍ او دافغانستان په یوشمېر ولایتونو کې دافغان دولت دامنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.  داسلامی همکاریوسازمان دتېرکال ۱۳ مه دوه ورځنۍ غونډه هم دسعودی عربستان په کوربتوب دچنګاښ په ۱۹ مه او ۲۰ مه دسعودی عربستان دجدې او مکې مکرمې په ښارونو کې دیوې ۷ ماده ییزې پرېکړې په صادرولو سره پاى ته ورسېده او په افغانستان کې یې د جګړې دبندېدو او اوربند غوښتنه وکړه او په افغانستان کې یې جګړه او ځانمرګی بریدونه ناروا وبلل.

سمېع الله سمېع

ممکن است شما دوست داشته باشید