روزنامه هیواد

د اسلامی همکاریو سازمان د نسبی اوربند هرکلى کړى

د اسلامی همکاریو سازمان  د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالی د کمولو د پرېکړې هرکلى کړى او د افغان سولې په برخه کې یې هر ډول ملاتړ ته چمتووالى ښوودلى دى. د دغه سازمان له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دوى د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان حکومت په مشوره هغه پرېکړه ستایی، چې د جګړې شدت کموی او یوې سرتاسری سولې ته لاره هواروی. په خبرپاڼه کې د اسلامی همکاریو سازمان د سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین له قوله راغلی، چې  د اسلامی همکاریو سازمان د افغانانو په رهبرۍ د بین الافغانی مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دى. درى ورځې وړاندې طالب او امریکایی استازیو د سولې د توافقنامې لاسلیک ته د زمینی او مناسبې فضاء د برابرولو په موخه، د جګړې د شدت په کموالی هوکړه وکړه، چې ورسره جوخت په تېرو درېـیو ورځو کې په هېواد کې د امنیتی پېښو ګراف تقریبا صفر ته راکښته شو.د امریکایی ځواکونو قومندان او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر هم ویلی، چې د امریکایی او افغان ځواکونو په هوایی او مځکنیو عملیاتو کې یې کمښت د صفر کچې ته را ټیټ کړى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید