د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اسلامی همکاریو سازمان د امریکا او یو شمېر نورو هېوادو دا پرېکړه وغندله چې دوی په اسرائیلو کې خپل سفارتونه بیت المقدس ته انتقال کړی.د اووه پنځوسو هېوادو د مشرانو په غونډه کې چې د سعودی عربستان په مکې مکرمې کې وړمه ورځ وشوه، همداراز د متحده ایالتونو پر دې پرېکړې اعتراض وشو چې د سوریې د جولان لوړې سیمې یې د اسرائیلو د خاورې په توګه په رسمیت پېژندلې دی.د جولان لوړې د نولس سوه اووه شپېتم کال د عربو او اسرائیلو د شپږ ورځنۍ جګړې پرمهال اسرائیلو لاندې کړې.