د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسىون واىی: د اسلامی همکارىو سازمان د اسلامی هېوادونو د باور وړ بنسټ دى او د افغانستان له انتخاباتو څخه د دې سازمان ملاتړ د افغانانانو اعتماد نور هم پر دې پروسې پىاوړى کوی. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون ریىس ګلاجان عبدالبدىع صىاد د ولسی جرګې له انتخاباتو څخه د اسلامی همکارىو د سازمان ملاتړ د ارزښت وړ وباله.نوموړی ووىل: (( دا چې نړىوالې موسسې لکه د اسلامی همکارىو سازمان ىا نور نړیوال سازمانونه زموږ کړنې ستاىی او د هغې همکاری کوی دا موږ ته ىو نوع روح او پىاوړتىا رابخښی. د اسلامی همکارىو سازمان چې هغه د ډېرو اسلامی هېوادونو ىو نماىنده سازمان دى د هغوى ملاتړ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسىون او په ټوله کې د انتخاباتو له پروسې څخه، دا په پر پروسه ډېر ښه اغېز ولری او د خلکو اعتماد به پر دغه پروسه نور هم زىات شی.))د اسلامی همکارىو د سازمان عمومی منشی ىوسفالعثىمىن د چهارشنبې په ورځ ووىل، چې دغه سازمان په ټول قوت د افغانستان د انتخاباتو د بهىر حماىت کوی.ښاغلی العثىمىن د افغانستان د انتخاباتو پر کاندیدانو وروستۍ حملې په سختو ټکو وغندلې.نوموړی د قربانىانو له خپلو خپلوانو سره خواخوږی څرګنده کړه او د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپارهىې د افغانستان د حکومت د هوډ ملاتړ وکړ.د اسلامی همکارىو د سازمان عمومی منشی په ورته وخت کې په مکه مکرمه کې د اسلامی نړۍ د عالمانو غونډې ته، چې د افغانستان د سولې او امنىت لپاره د چنګاښ په وروستىو کې وشوه، اشاره کړې او واىی چې دې غونډې د افغانستان ټول دوستان او په جګړه کې ښکېلې خواوې دې ته هڅولې دی ، چې د سولې او پخلاىنې له لارې هلې ځلې دوه برابره کړی.ملګرو ملتونو تر دې مخکې د افغانستان د انتخاباتو ملاتړ وکړ او په ىوې اعلامىه کې ىې څرګنده کړه، چې دا د افغانانو حق دى چې په خپله خوښه په انتخاباتو کې برخه واخلی او د خپلې خوښې کاندىد ته راىه ورکړی.د ىوناما د سې شنبې د ورځې په اعلامىه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی تدامىچی ىاماموتو په وىنا راغلې ، چې نارىنه او ښځىنه افغانان دا بشری حق لری ، چې په آزاد ډول خپل دولت او چارواکی انتخاب کړی.په وروستىو کې په ننګرهار، هلمند او څو نورو ولاىتونو کې د ولسی جرګې د کاندىدانو پر کمپاىنونو خونړی برىدونه وشول.په دې ترڅ کې د سې شنبې د ورځې په برید کې چې په لښکرګاه کې وشوه د ولسی جرګې کاندىد صالح محمد خان اڅکزى او اووه تنه نور شهیدان کړل.د افغانستان د کورنىو چارو وزارت د دې انتخاباتو د امنىت په برخه کې ډاد ورکوی او څرګندوی چې امنىتی ځواکونه به طالبانو ته اجازه ورنهکړی چې انتخابات ګډوډ کړی.