روزنامه هیواد

د استوګنې کورونو ته نږدې د تېلو د ټانکونو جوړول ګواښوونکی دی

طبیعی پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وایی: د طبیعی پېښو له امله د زیانونو د مخنیوی لپاره باید زیانمنې سیمې مشخصې شی.د افغانستان طبیعی پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت وایی: د زیانمنو سیمو پېژندنه، د استوګنې کورونو ته نږدې د تېلو ټانکونه نه جوړول او په کورونو او نورو ودانیو کې د خوندیتوب د مقرراتو مراعاتول هغه څه دی ، چې د طبیعی پېښو له امله له زیانونو مخنیوی کوی.طبیعی پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم پرون د طبیعی پېښو له امله د زیانونو د مخنیوی لپاره د عامه پوهاوی په برخه کې په دوه ورځنې ورکشاپ کې وویل: د ټولو ولایتونو رییسانو ته ویل شوی، چې د زیانمنو سیمو نقشې برابرې کړی.ښاغلى فهیم وایی: د زیانمنو سیمو په پېژندلو سره کېدای شی چې په پېښو کې د زیانونو له رامنځته کېدو مخنیوی وشی،ده زیاته کړه: (( د ګواښونو دکموالی معنی دا ، هلته چې د سېلابونو احتمال وی، کورونه جوړ نه کړو، د زلزلې د وقوع په سیمه کې ښار جوړ نه کړو، استوګنځایونه جوړ نه شی، که جوړېږی، هم کلک او مستحکم دې وی، نو کله چې په یوه سیمه کې کېدونکې پېښې تشخیصېږی، موږ هلته کورونه، ښار، استوګنځایونه او روغتون باید جوړ نه کړو.)) طبیعی پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر د اور لګېدنې پېښو ته په اشارې سره وویل: د استوګنې کورونو ته نږدې د تېلو د ټانکونو جوړول ګواښوونکی دی او باید مخنیوى یې وشی. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی چې مخکې له دې زلزلې، د غرونو ښویېدنې، سېلابونو، واورې ښویېدنې او د اورلګېدنې پېښې په بېلابېلو ولایتونو کې شوی ، چې درانه مالی او ځانی تلفات یې خلکو ته اړولی.تازه دوه د اورلګېدنې پېښې چې یوه یې په کابل کې د عبدالحق څلورلارې او بله یې په ننګرهار کې په یوه مارکېټ کې رامنځته شوه، چې خلکو ته یې درانه ځانی او مالی زیانونه واړول.ښاغلی فهیم دا هم وویل: د استوګنې د ځایونو مالکان باید د کورونو جوړولو پر مهال د خوندیتوب لازم مقررات په پام کې ونیسی.دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې کابل ښاروال ویلی وو، چې د دغې ادارې څارونکی ټیم د کورونو، رهایشی ښارګوټو او لوړو تجارتی ودانیو د معیاری کېدو لپاره پلټنې پیل کړی له دې سره د چاپېریال ساتنې د ملی ادارې مرستیال عزت الله صدیقی چې په دغې غونډه کې یې ګډون کړی و، په دې برخه کې د ټولو بنسټونو اوعامو خلکو پر همکاریو ټینګار وکړ.نوموړی وویل:(( هر افغان، د خصوصی سکتور سوداګر او هر پانګوال په دې برخه کې مسوولیت لری، هغه طبیعی پېښه چې رامنځته کېږی، د بشر له لاسه کېږی او پر روغتیا، امنیت او چاپېریال اغېزه کوی.))  ښاغلی صدیقی وویل: د خلکو همکاری، د اړوندو بنسټونو او د زیانمنو سیمو پېژندنه کولای شی چې د طبیعی پېښو له امله د ځان او مال له درنو زیانونو مخنیوی وکړی.

فېروزه عزیزی

ممکن است شما دوست داشته باشید