روزنامه هیواد

د استانبول غونډه به د افغان سولې د خبرو نهایی لوری وټاکی

په ترکیه کې د افغان سولې په اړه غونډه، ښایی څو ورځې وروسته ترسره شی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی: د استانبول غونډه به د افغان سولې د خبرو نهایی لوری وټاکی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په امریکا کې وړمه ورځ رسنیو ته ویلی، چې دغه غونډه به له افغان مرکچی پلاوی سره د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړی.ښاغلی پرایس زیاته کړه:  (( د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې وروستیو کې ترکیې ته سفر وکړ او له ترکی چارواکو سره یې په استانبول کې د جوړیدونکی کنفرانس په اړه خبرې وکړې. د نورو نړیوالو غونډو په دوام د استانبول کنفرانس هدف هم دا دی، چې مذاکراتو کې پرمختګونه رامنځته شی او کومې خبرې ،چې اوس دوحې کې روانې دی مطلوبې نتیجې ته ورسوی.)) په ورته وخت کې د افغانستان د سولې وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو په حواله ویلی، چې د ترکیې غونډه د دې لپاره کېږی ،چې د مذاکراتو روان بهیر پیاوړی او چټک کړی او تمه کېږی ،چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسېږی.اوس چې په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په مشری په استانبول کې غونډه جوړیږی د افغانستان د کشالې ټولې ښکېلې خواوې دې غونډې ته هیله مندی ښیی، خو طالبان بیا وایی چې لا هم د ترکیې د غونډې په اړه غور کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید