روزنامه هیواد

د استاد رافع النور زاخېل پر مړینې د ولسمشر غنی د ډاډګیرنې پیغام

مرحوم رافع النور زاخېل په برېتانیه پوهنتون کې نظامی زده کړې  وکړې او د خپلې ارکانحربۍ سند یې د امریکا متحدو ایالتونوله حربی پوهنتون څخه ترلاسه کړى و. ارواښاد د کابل حربی پوهنتون د پیلی پوهنځی د استاد په توګه هم دنده ترسره کړې وه. د جهاد په دوران کې یې د مجاهدینو نظامی روزنه په ځانګړی ډول په جنوب لوېدیځ حوزه کې د مجاهدینو په انسجام کې ارزښتناکې هلې ځلې وکړې. مړینه یې یوه ضایعه ده. د استاد رافع النور زاخېل کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګیرنې او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خداى تعالى په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.

ممکن است شما دوست داشته باشید