روزنامه هیواد

د ازبېکستان او کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلېږی

ازبېکستانی چارواکو له کابل سره د مستقیمو پروازونو خبر ورکړی دی.ازبېکستانی رسنۍ د یاد هېواد د چارواکو له قوله وایی: د راتلونکی ۲۰۲۱ م کال په جنوری کې به د کابل تاشکند ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شی.سرچینې وایی : ازبېکستانی چارواکی په کابل کې له چارواکو سره هوکړې ته رسیدلی او ژر به دا چاره عملی پیل شی. له دې وړاندې به تاشکند ته د دوبۍ او استانبول له لارې پروازونه کېدل ،خو که دا چاره پیل شی، نو په مستقیمه توګه له کابل څخه یاد هېواد ته سفر ترسره کېږی.دا خبر داسې مهال خپرېږی ،چې د کورونا ویروس له امله په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ په هوایی الوتنو یو څه محدودیتونه وضع شوی اوهڅه کېږی ،چې بېرته عادی حالت ته را وګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید