روزنامه هیواد

د ازادۍ اوتجدد د علمبردار  سید جمال الدین افغان علمی څېړنیز سیمینار جوړ شو

دافغانستان داسلامی جمهوریت دجمهور رییس محمد اشرف غنی پیغام دآزادۍ او تجدد دعلمبردارعلامه سید جمال الدین افغان په علمی  څیړنیزنړیوال سیمینار کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اهتمام  پرون جوړ شو ولوستل شو .  دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دغه سیمینار داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هیئت ، یوشمیر دولتی مسوولانو ، علمی او فرهنګی شخصیتونو  ، دهندوستان ، پاکستان او مصر  د هېوادونودپوهانو او دغه راز دیوشمیر نورو کورنیو اوبهرنیو میلمنو په شتون جوړ شو .

ددې سیمینار په پیل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  حسینې ساپۍ  دعلامه سید جمال الدین افغان دشخصیت او کارنامو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان د پوهانو ،  فرهنګیانو ، مورخانو اوعلمی شخصیتونو  دپالنې مرکز دى چې نه یواځې دافغانستان دملت دویاړ سبب دى بلکې نړیوال هم په هغو ویاړی.

دې وویل چې علامه سید جمال الدین افغان هم دهېواد له دغه شان ویاړلو شخصیتونو څخه و .

دازادۍ او تجدد دلارې علمبردار  سید  دټولنې په تیره بیا داسلامی ټولنې په درد او محرومیت  په ښه توګه پوهیده او دخلکو دازادۍ غوښتنې  او ویښولو په لاره کې یې  مبارزه کوله .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  څرګنده کړه چې دافغانستان خلک دهېواددخپلواکۍ دبیرته ترلاسه کولو دسلمې کالیزې دنمانځنې  په درشل کې دی او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه مناسبت په درناوی فرهنګی پروګرامونه جوړوی چې له دغو پروګرامونو څخه لومړى  ددې سیمینار جوړول دی  حسینې ساپۍ  دفرهنګی پروګرامونوپه اړوند معلومات ورکړل او ویې ویل چې دهېواد په یوشمیر  ولایتونوکې دفرهنګی اوونیو جوړول هم په دغو  پروګرامونوکې  شامل دی  چې لومړى فرهنګی اوونۍ به په کونړ ولایت کې جوړه شی .   دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ددې سیمینار په جوړولو کې دمصر هېواد له همکارۍ څخه مننه وکړه . وروسته په دې مناسبت دهېواددجمهور رییس محمد اشرف غنی پیغام داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعیین پوهاند محمد رسول باوری له خوا ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې ویل شوی دی په تیروسلو کلونو کې  دسید جمال الدین افغان دشخصیت  افکارو او مبارزو په باره کې زیاتې څیړنې شوی دی خو دسیدهڅې او نظریې دومره مهمې دی چې داوسنۍ ټولنې او دراتلونکو خلکو لپاره هم ستر پیغامونه لری او پوهان کولاى شی  د معنى  له دغه سید څخه نوې مرغلر ې ترلاسه کړی   په پیغام کې ویل شوی دی چې علامه سید جمال الدین افغان  په خپلو خبرو،لیکنو اوویناوو کې دملی یو والی په اړتیا باندې ټینګار کړى دى او داستبداد  دمخنیوی په خاطر یې   داساسی قانون تدوین ضرورت بللى دى .  دغه راز دجمهور رییس په پیغام کې ددې سیمینار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه شوې ده . دغه راز  دهېواد داجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پیغام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو دمعیین فاضل سانچارکی  له خوا ولوستل شو چې په یوه برخه  کې یې ویل  شوی دی  دختیځ بې بدیله نابغه او په اسلامی نړۍ کې داحیاکولو علمبردار  علامه سید جمال الدین افغان زموږ دهېواد له سترو  ویاړنو څخه دى .  هغه که څه هم په افغانستان کې وزیږید خو د خپل بې سارى نبوغ او ذاتی استعداد په لحاظ  په یوه نړیوال شخصیت  بدل شو او دهغه نوم او اوازه  له ویښوونکی او پوهاوی ورکوونکې فریاد سره یوځاى له پولو او وچو څخه وړاندې لاړه اودزور ، استبداد او استعمار ماڼۍ  یې په نښه کړې .

دغه رازپه کابل کې دمصر سفیر هم دسید جمال الدین افغان دشخصیت او افکارو په باره کې معلومات ورکړل او هغه یې په اسلامی  نړۍ کې یوله سترو شخصیتونوڅخه وباله .

ده دغه راز  په فرهنګی برخه او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت  سره په فرهنګی چارو کې  د هوکړه لیک دلاسلیک کولو په لاره کې ددغه هېواد دهمکاریو ډاډ ورکړ

په همدې ترتیب دجمهور رییس سلاکار اودکابل پوهنتون رییس حمید الله فاروفی هم په خپلو خبرو کې وویل چې علامه سید جمال الدین افغان داسلامی نړۍ یوستر پوه او متفکر او دختیځې  نړۍ یوازادی غوښتونکی  او ویښوونکی مبارز و چې تل یې دمطلوبو او تر استعمار لاندې ملتونو دویښولو په لاره کې

سترې مبارزې کړې دی . وروسته په مصر کې  دافغانستان پخوانی  سفیر فضل الرحمن فاضل دسید جمال الدین افغان داثارو او احوالو په اړوند تصویری معلومات وړاندې کړل .  ورپسې درییس په توګه دعبدالغفور لیوال ، دمرستیال په توګه د ډاکتر عبدالرووف رفیقی او دمنشی په توګه  دمحبوبې بابکر خیل له انتخاب وروسته ددې سیمینار علمی مجلس  جوړ شو .    په دې مجلس کې څیړنپوه ډاکتر محمدشریف ځدران ، دپوهنې وزارت معیین څیړندوى جهانی ، څیړنیار  عبدالقهار عزیزی ، څیړنوالې  فرزانې حبیبی ،  پوهندوى احمد رسول رسول ،  څیړنوال سلطانی منګل اوڅیړنوالې صالحې  حبیبی خپلې  مقالې چې دعلامه سید جمال الدین افغان دمبارزو او دژوندانه دبېلابېلو  اړخونو په باره  کې  یې  لیکلې وې، ولوستلې .

ددې سیمینار دنننی کار په پاى کې دسید جمال الدین افغان په اړوند شپږ ټوکه کتابونه او دهغه اثار چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لوری چاپ شوی دی دسیمینار په برخه والو وویشل شول .

ددې سیمینار کار نن هم په کابل کې دوام مومی .

ممکن است شما دوست داشته باشید