روزنامه هیواد

د ارواښاد پروفیسور رسول امین لسم تلین

د افغانستان د علومو اکاډمی په کوربه توب او د پروفیسور رسول امین د کورنۍ په همکارۍ د نوموړی د لسم تلین یاد غونډه د (فکر سړی) تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمی د سیمینارونو په تالار کې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په ۶مه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د هېواد یو شمېر سیاستوالو، پوهانو، فرهنګیانو او د علومو اکاډمۍ علمی غړو برخه اخیستې وه، د پروفیسور امین پر ژوند، فکر او مبارزې خبرې وشوې.

رسول امین د ۱۳۱۸ د ثور په ۲۰مه د کونړ د مرکز اسعدآباد په وټه پور کلی کې د محمد امین خان په کور کې وزېږېد، په ۱۹۶۶م کال کې یې له پېښور پوهنتون څخه په ټولنپوهنه کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ، وروسته کابل ته راستون شو او په پښتو ټولنه کې یې لومړنی ماموریت پیل کړ او ترڅنګ یې په کابل پوهنتون کې په افتخاری توګه درس هم ورکاوه. بیا په ۱۳۵۸ کال کې پېښور ته مهاجر شو او هلته یې د نورو فعالیتونو ترڅنګ افغان اطلاعاتو مرکز سره هم کار کاوه، هلته یې د وفا په نامه اتحادیه جوړه کړه. بیا د حامد کرزی د انتقالی ادارې له راتګ سره سم د پوهنې وزیر شو او په وروستیو کې د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر په ۳۱مه د ورپېښې ناروغۍ له امله په استرالیا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه ځینې آثار دا دی:

افغانستان د تاریخ له خطرناک پېچومی تېرېږی

قومی، نژادی او ژبنی تعصبونه د افغانستان ملی وحدت او مځکنی تمامیت ته خطر دی.

د جمهور رییس محمد اشرف غنی په پیغام کې، چې د هغه د فرهنګی سلاکار استاد اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو، راغلی و: پروفیسور رسول امین یو له هغو کسانو و چې د افغانستان د تېرو څو لسیزو توپانی حالاتو کې یې تر خپله وسه کوښښ وکړ ،چې د خپل هېواد او د ټولنی په ژغورنې کې برخه واخلی. ده په دې لاره کې زیاتې لیکنې وکړې، غونډې یې راوبللې، سفرونه یې وکړل، اخبارونه یې راووېستل او کتابونه یې چاپ کړل. ارواښاد  پروفیسور رسول امین د پوهنتون د یوه استاد په توګه هم د قدر وړ خدمتونه کړی دی.

د علومو اکاډمی سرپرست رییس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په خپلې پرانیستې وینا کې وویل:

اروښاد استاد رسول امین د پښتو ټولنې د غړی، لیکوال او څېړونکی، د کابل پوهنتون استاد او د هجرت په چاپېریال کې د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې  او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر په حیث او د منځمهاله حکومت په دوره کې د پوهنې د وزیر په توګه هېواد او خلکو ته د یادونې او ستاینې وړ علمی ـ فرهنګی خدمتونه ترسره کړی.

د همدغو علمی ـ فرهنګی فعالیتونو په لړ کې یې د یوه ژمن لیکوال، څېړونکی، ژباړونکی، سیاسی مبصر او فرهنګپال په حیث د علمی، تاریخی، سیاسی او ادبی مسایلو په اړه په چاپی رسنیو، په ځانګړې توګه د کابل مجلې، وږمې مجلې، خپلواکۍ مجلې، زېری جریدې، عرفان مجلې او نورو کې په لسګونو علمی، تاریخی، څېړنیزو مقالو ، لیکنو او ژباړو سربېره د سوسیالوجی، د پښتو ټولنیز او اقتصادی جوړښت، په افغانی ټولنه کې د ښځو اجتماعی موقف، د ځناورو فارم، د افغانی ټولنې د زعامت خلا او نور ځانګړی لیکلی او ژباړلی چاپ شوی آثار لری، چې له امله یې اروښاد استاد موږ ته د معاصر تاریخ په علمی ـ فرهنګی بهیر کې د پیاوړی لیکوال، لوړ علمی ـ فرهنګی، ملی او ټولنیز شخصیت څخه برخمن دی، د دوی فرهنګپالنه، هېواد او خلکو ته په ځانګړې  توګه د ځوان نسل په ښوونه او روزنه او ټولنیز، ملی او سیاسی خدمتونه به د دوی نوم او یاد په زړونو او دماغونو کې د تل لپاره ژوندی وساتی.

اوس چې د ارواښاد استاد علمی، فرهنګی خدمتونه د هغوی د لسم تلین په یاد غونډه کې نمانځو ، د افغانستان د علومو اکاډمی د داسې غونډو او سیمینارونو د جوړولو لپاره خپله ژمنتیا څرګندوی او په دې باور یو ،چې په دې غونډه کې به پوهان او لیکوال په خپلو  ویناوو کې د ارواښاد امین صیب د  علمی ـ فرهنګی او سیاسی شخصیت د ژوند او آثارو بېلابېلې خواوې نورې هم وځلوی چې  راتلونکو نسلونو، د علم او فرهنګ مینه والو، څېړونکو او زده کوونکو ته به د خپلو لیکنو او څېړنو لپاره د ګټورې معلوماتی سرچینې په توګه په ښه ورشی.

دغه راز د جمهور رییس سلاکار نبی مصداق وویل، چې پروفیسور امین یو استثنایی شخصیت و، هره غونډه او مجلس کې به یې خبرو خلک ځان ته راجلبول. هغه په پېښور کې د مهاجرت پرمهال فرهنګی خدمتونه ترسره کول. دی ستر علمی او قومی شخصیت و او ډېرې لیکنې یې وکړې.

د علومو اکاډمی سلاکار پوهاند مجاور احمد زیار له پروفیسور امین سره د ده د خطراتو پر یادولو سربېره وویل، چې نوموړی د افغانی ټولنې یو ټولنپوه و، پاک زړی او د ښه چارچلند څښتن و او آن د ښی او چپ اړخونو کوښښ کاوه چې دی خپل خواته جذب کړی، خو امین خپل فکر درلود.

په ولسی جرګې کې د کندوز د خلکو استازی انجنیر کمال ساپی بیا وویل، چې امین د سید جمال الدین افغان په ټاټوبی کې دې نړې ته سترګې غړولې ، هغه د معاصر تاریخ یو ښه سیاستوال، ټولنپوه، ادیب، جید عالم او قومی شخصیت و. هغه په پېښور کې د ادیبانو او فرهنګیانو لپاره د سیوری حیثیت درلود او د ده په شاوخوا کې یې فرهنګی او ادبی چارې مخ ته وړلې. هغه نه یواځې چې علمی شخصیت و، بلکې ولسی سړی او د لوی دسترخوان خاوند و، د ډېرو شخړو د هوارېدو سبب ګرځېدلی ، سرشاره او شملور افغان و او د افغانانو د موقف په بیانولو کې یې له هېچا وېره نه درلوده.

سید اسحاق ګیلانی هم وویل، چې ښاغلی امین په رښتینی معنا زړور سړی و، د وطن دوستۍ مینه یې په وینه کې غځېدلې وه. ده له علومو اکاډمی وغوښتل، چې د ژوندیو مهمو اشخاصو کارنامې هم وستایی او په ژوندونی یې د کار او فکر د ښکاره کولو په اړه غونډې جوړې کړی.

غلام نبی فراهی هم له علومو اکاډمی څخه په مننې څرګندولو سره چې د ستر حقدار شخص حق یې د دې محفل په جوړولو سره ادا کړ، وویل، چې پروفیسور امین پر قوم او هېواد مین شخص و، د هېواد له خلکو سره یې ډېره مینه وه او په دې لاره کې هرې قربانۍ ته آماده و. هغه د افغانستان په حالاتو واکمن شخص و، تل به یې له نورو پوهانو سره هېوادنی مسایل مطرح کول او د حل پر لارو چارو به یې ورسره بحثونه کول.

فراهی علومو اکاډمی ته د پروفیسور امین د تلین په مناسبت سل ټوکه آثار هم ډالۍ کړل.

د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل وویل، چې پروفیسور امین د کشر، مشر، عالم، ملک او سپین ږیری هر یوه سره ځانګړی طرز سلوک درلود او له هر یوه سره به یې ځانګړې مینه ښودله. ده وېره نه درلوده او په ملی مسایلو کې یې له چا سره جوړجاړی هم نه کاوه. په مبارزه کې را لوی شوی شخص او مبارزه یې د کار برخه وه.

معیین مرستیال بیا خپله وینا په دې بیت پیل کړه:

چې نېشه د استبداد لری په سر کې

ماته یو دی که مغل دی که افغان

د پروفیسور امین ژوند د همدې بیت په شاوخوا کې راڅرخېده.

نوموړی د غویی تر کودتا وروسته د پروفیسور امین د بندی کېدو د علت خاطره او هم په راولپنډۍ کې د افغانستان لپاره د حکومت جوړولو په اړه د ارواښاد امین خاطرې بیان کړې.

ده په ډاګه کړه چې د حامد کرزی د واکمنۍ په اوایلو کې، پروفیسور امین په خپله وزارت نه دی غوښتی، بلکې پر هغه منل شوی دی.

محمد صدیق پتمن بیا وویل: امین چې اوس له موږ سره نشته، سیاسی بنډارونه هم اوس نشته. هغه هم د امین په اړه خپله خاطرات له ګډونوالو سره شریک کړل او زیاته یې کړه چې امین سیاسی بصیرت درلود.

پتمن د پوهانو او مهمو شخصیتونو له کورنیو وغوښتل چې د هغوی علمی شتمنی له علومو اکاډمۍ سره شریکې کړې، چې په راتلونکی کې ترې استفاده وشی.

تر دې وروسته د پروفیسور امین مستند فلم چې د ښاغلی محبوب الله خان په زیار چمتو شوی، نندارې ته وړاندې شو.

د امین لور ډاکټر یاسمین امین بیا د غونډې له ټولو راغلو مېلمنو او ګډونوالو څخه مننه وکړه چې په دې محفل کې یې برخه اخیستې ده او څرګنده یې کړ، چې کورنۍ به یې د خپل پلار د فکر ډیوه بله ساتی او د هغه په نوم به فرهنګی مرکز جوړوی. هغې له حکومته وغوښتل، چې د پلار له وصیت سره سم یې جسد په کابل کې د سید جمال الدین افغان څنګ ته را انتقال کړی.د دې غونډې وروستۍ ویناوال استاد حبیب الله رفیع و چې د غونډې د ارزونې ترڅنګ یې وویل: موږ نن د داسې چا په یاد راټول شوی یو، چې هغه د هر اړخیز شخصیت درلودونکی و او تر ټولو مهمه دا ،چې هغه د فکر سړی و، هغه ملی فکر درلود او د همدې فکر د رڼولو لپاره یې له هرې وسیلې استفاده کړې. ده د خپل فکر د اظهارولو لپاره په پښتو ټولنه کې کار پیل کړ او مقالې یې لیکلې، بیا کابل پوهنتون کې استاد شو او هم یې کتابونه لیکل.

ده زیاته کړه: په دې غونډه کې سره له دې چې د پروفیسور امین د کارونو لنډه یادونه وشوه، خو د هغه په اړه باید نور لوی سیمینارونه هم جوړ شی. دغه غونډه د څېړنوال برهان الله نیازی له خوا په دعایې او د ارواښاد رسول امین روح ته د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید