روزنامه هیواد

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د غایبانه جنازې لمانځه مراسم په ارګ کې ترسره شول

د اقتصادی او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررییس د فوق العاده استازی ارواښاد محمد یوسف غضنفر چې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوی، د غایبانه جنازې لمانځه مراسم د افغانستان داسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په ګډون په ارګ کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې چې پرون مازدیګر ترسره شول، پر جمهوررییس سربېره، د جمهوری ریاست لومړی مرستیال، د کابینې یو شمېر وزیرانو، لوړ پوړو دولتی مقاماتو او د هېواد مشرانو هم حضور درلود.

جمهوررییس او نورو ګډونوالو د غایبانه جنازې لمانځه ادا کولو ترڅنګ، د ارواښاد محمد یوسف غضنفر روح ته دعا او د لوی الله له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې د ارواښاد محمد یوسف غضنفر تابوت پرون په رسمی ډول د جنازې تر لمانځه وروسته د جمهوری ریاست د عالی مقام دفتر د عمومی رییس محمد شاکر کارګر، د جمهوری ریاست د ستر سلاکار عبدالمتین بېګ، یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو، د بلخ ولایت والی او ملکی او نظامی مسوولینو، د کورنۍ غړو او د ارواښاد د دوستانو په ګډون د مزار شریف د مبارکې روضې په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید