روزنامه هیواد

د ارواښاد غازی امان الله خان تاریخی کارنامې !

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د سلمې کلیزې په پار هغه نوم چې له خپلواکۍ څخه نه بېلېدونکی دى، د اعلیحضرت غازی امان الله خان نوم دی. د افغانستان په تاریخ کې د هېوادپالو پاچاهانو، شهزادگانو، امیرانو او ولسمشرانو په کتار کې ( په درېـیو لسیزو کې د بنسټپالو کیڼ او ښی اړخو ډلو مشران ) له احمدشاه بابا را وروسته هېڅ یو یې له غازی امان الله خان سره په هېواد پالنې، له خلکو سره د مینې او د خپل سرلوړی هېواد له خپلواکۍ سره په مینې او هم د هېواد په کورنیوچاروکې د پردیوله لاسوهنو سره په دښمنۍ کې برابرېدای نه شی.اعلیحضرت غازی امان الله خان ، روڼ آندی، متواضع او سپېڅلی، له وگړو سره د ښه چلند خاوند او د هېواد پر خپلواکۍ او پرمختگ مین پاچا و. د هېواد له وگړو سره د ده کړنه او چال چلند له پاچاهۍ او آن د پرمختگ غوښتونکو له غورځنگه مخکې د خلکو په زړونو کې ځانگړی ځای درلود. د افغانستان د حق پالونکی ولس پر غاړه د اعلیحضرت شاه امان الله خان یواځینی حق، د هېواد د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کول وو چې د زبېښاکګر یرغلګر انګزېز پر وړاندې یې افغان ولس ته دغه ستر بریالیتوب او خپلواکی وګټله، د انګرېز پر وړاندې یې ولسونه عمومی پاڅون ته وهڅول او پر ضد یې مبارزه پیل کړه.

 غازی امان الله خان د پخوانیو امیرانو په شان قدرت  غوښتونکی نه و، بلکې پرخپلواکۍ او د خپل هېواد د وگړو پر سرلوړۍ مین و، لومړنی پاچا و،چې د پاچاهۍ تخت اوتاج یې د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې کېښود.

 غازی امان الله خان پاچاهۍ د تاج د په سرکولو په لومړۍ اوونۍ کې د عیدگاه په لوی جومات کې کابل ښاریانواو د دولت مامورینو ته په خپلې لومړۍ څو ساعته وینا کې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ غږ پورته کړ او خپله پاچاهی یې اعلام کړه ،هغه وویل: ((لومړی خپل سپېڅلی ولس ته اعلام او زېری ورکوم چې زه د افغانستان د پاچاهۍ تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ په سپېڅلی نوم  پرسر ږدم.)) وروسته یې له افغان آزادیپال ولس څخه وغوښتل چې د دغې ملی هیلې په ترسره کولو کې لاس ورکړی.اعلیحضرت امان الله خان د کابل ښاریانو، سرتېریو او مامورینو ته د یوې بلې وینا په ترڅ کې چې د سفر برۍ جامې یې په ځان کې وې د عیدگاه په جومات کې وویل: ((گرانه ولسه! زه به د سرتېری دغه جامې ترهغو له ځانه ونه باسم چې د هېواد سپېڅلې مور ته مې د خپلواکۍ جامې نه وی ور اغوستې! زه به دغه توره په تیکی کې نـږدم چې د افغان ولس د حقونو لوټوونکی مې پرځای نه وی کېنولی! اې زما سپېڅلیه ولسه او اې زما سرښندویو سرتېریو! د هېواد ژغورنې لپاره خپله وروستنۍ شتمنی راډګرته کړئ، راځـﺊ چې خپل مېړنی سرونه د هېواد په سپېڅلې لاره کې قربانی کړو!)) د خپلواکۍ ترځنګ یې د هېواد پرمختگ، د پوهنې او فرهنگ پیاوړتیا او د وگړولپاره د مدنی معاصرې ښیرازۍ برابرولو ته ملا وتړله.

غازی امان الله خان ولیدل چې انگرېزانو د افغانستان د په رسمیت پېژندلو په اړه د هغه لیک ته چې له نورو خپلواکو هېوادونو سره د یوه خپلواک او کورواکی هېواد په توگه برابرحقونه ولری، ځواب نه دی ورکړی، نو د ۱۹۱۹ م کال د اپرېل میاشتې په ۱۳ مې نېټې چې د انگلېس سفیر هم په هغې غونډه کې ناست و، د وینا پر مهال یې وویل: (( زه ځان او خپل هېواد له کورنی او بهرنی اړخه په بشپړ ډول خپلواک اعلاموم. وروسته له دې زموږ هېواد د نړۍ د نورو دولتونو او ځواکونو په څېر خپلواک دی او د سر د یوه وېښته په اندازه هېڅ ځواک ته اجازه نه ورکوم،چې د افغانستان په کورنیواو بهرنیوچاروکې لاسوهنه وکړی او که څوک دغسې گام پورته کړی، نو پردغې توره به یې غاړه ور غوڅه کړم. )) او بیا یې د انگرېز سفیرته مخ ور واړاوه او ویې پوښتل : ((څه مې چې وویل پوه شوې!) د انگلېس سفیر په ډېر درناوی ځواب ورکړ : ((هو پوه شوم!)) وروسته ځوان پاچا د خپل برخلیک د ټاکلولپاره له انگرېز سره د جهاد ملا وتړله. د ځوان پاچا دغه نوښتگرغږ ته پر خپلواکۍ مین افغان ولس په خوښۍ ځواب ورکړ او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لاره کې یې د سراومال په قربانی کولو او سرښندنې د هغه وخت د نړۍ له لوی ځواک یعنې انگلېس سره د جگړې چمتووالی ونیو. په هغه وخت کې له هنگری څخه د سترانقلاب د بریالیتوب خبرونه خپرېدل. په جرمنی کې د ۱۹۱۸ز کال د انقلاب له ماتې سره سره انقلابی حالت واک چلاوه. په ترکیه کې د خپلواکۍ جنگیالیو لارویانو د جنرال کمال اتاترک ترڅنگ کړۍ جوړولې. هند هم په څپڅپانده حالت کې و.

 د۱۹۹۱ز کال د اپرېل په لومړیوکې د هغه هېواد په هرگوټ کې ټولیزه کار بندی پیل شوه، په ممبـیی ، لاهور، ډهلی او د هند په نوروښارونوکې د ناکراریوڅپې خورې وې او پولیس له نیواکگرو سرتېریو سره لاس اوگرېوان وو. د اپریل په ۱۳مه د امرتسر په ښارکې ۲ زره سرتېری ووژل او په زرگونو نور ټپیان شول چې دا ډېره زړه بوګنوونکې پېښه وه. د هند په میلیونونو وږیو خلکو د کسبگرو او د کارگرانو له غوښتنو څخه ملاتړ کاوه او په داسې حالت کې وو،چې شاه امان الله په پرله پسې توگه د انگرېز په وړاندې دکابل د وگړو اوگڼ شمېر ټولنیزو طبقو ترمخ ویناوې کولې او دولس له سرښندویه هرکلی سره مخامخ کېدلې. غازی امان الله خان د عیدگاه په جومات کې په ویناکې وویل: (( افغان زړه وره اوپه لوی څښتن مـَیـنـه ولسه! اې زمریو! د برېتانیې حکومت په ډېره بې شرمۍ دوه ځله زموږ پرهېواد یرغل وکړ اوغوښتل یې زموږ د هېواد پر سپېڅلې سینه ککړې منگولې ښخې کړی، اوس غواړی چې زموږ ټاټوبی چې پلرونه مو په کې ښخ دی، لوټ کړی، زموږ پرتم،ننگ، شخصیت او افغانی ځانگړنې له منځه یوسی ، غواړی زموږ خپلواکی او ښیرازی له منځه یوسی …)) د پانگونې پر وړاندۍ د پاچا توندو ویناوو د وگړو په منځ کې د ده گرانښت لا پراخ کړ. یوه ورځ وروسته د کابل ښار په زرگونو ښاریانو د حبیبیې ښوونځی له زده کوونکو سره یوځای د انگلېس د سفارت په مخ کې لاریون وکړ او د انگلېس په وړاندې یې غږونه پورته کړل. شاه امان الله د انگلېسی ضد خپلواک سیاست اوتگلارې په راخپلولو ورځ په ورځ د وگړیو په زړونو کې دروند ځاى وموند او د دغه گرانښت او ملاتړ له امله نوموړی د هېواد د سیاسی خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په لاره کې پرافغان ولس د سترې جگړې غږ وکړ او د افغانستان زړه ور ولس یې له انگلیس سره د خپلواکۍ د ګټلو لپاره درېـیمې جگړې ته راوباله.

د افغانستان هېوادپالوخلکو د ځوان پاچا دغې غوښتنې ته لبیک ووایه او د ۱۹۱۹ کال د مې میاشتې تر ۳ نېټې پورې یې۶۰۰۰۰ کسیز ځواک جوړکړ. دغه ځواک د هېواد له گڼ شمېر توکمونوڅخه و، دوی د ورورۍ او خپلواکۍ غوښتنې په گډو احساساتو له خپلو زَړو وسلو سره چې د انگلیس په دویمې جگړه کې یې ترلاسه کړې وې، جگړې ته راودانګل. نا روزل شوی  ۴۰۰۰ کسیز توپچی ځواک له خپلو زَړو وسلو او ډېرو لږو تجهیزاتو سره له دغه کوچنی پوځ سره ملگری و، خو دښمن څه وکړل؟ دښمن د دغه کوچنی نا روزل شوی پوځ پر وړاندې لومړی ۳۲۰ زره او وروسته یې ۷۵۰ زره روزل شوی سرتېری او افسران چې له  ۱۸۵ تر۴۵۰ زرو بار وړونکی څاروی هم ورسره وو او پرهغو یې خپلې وسلې بار وې او له سلگونو جنگی الوتکو سره له افغانستان سره د جگړې په موخه د افغانستان سویلی او د سویل لوېدیځو کرښو پرمخ را وخوځول.  د افغانستان پوځی تکتیک او د پوځ جنگی مهماتو، چې د برېتانیې پوځیان په پرمختللو وسلو اوجنگی الوتکو سمبال وو، هېڅ برابروالی نه درلود،خو له دغه څرگند پوځی کمښت او نا برابروالی سره سره د افغانستان پوځ د ناتارگرو تېری کوونکو په وړاندې مېړنی مقاومت څرگند کړاو د سپېڅلې هېواد پالنې تر مشرۍ لاندې یې د افغانستان سیاسی خپلواکی وګټله او یوځل بیا افغانستان خپل له لاسه تللی نوم او پرتم خپل کړاو د نړۍ د خپلواکو هېوادونو په کتارکې ودرېد.له همدې امله  افغانانو د ۱۲۹۸ل کال د زمری میاشتې ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ولسی ورځ وبلله.  

ملی یووالى ، د شاه امان الله خان ستره هیله:

روڼ آندی او پرمختگپال پاچا له ټولو موضوعاتو مخکې د افغانستان د ملی یووالی د بنسټ ټینگولو ته پام را واړاوه او دغه ولسی یووالی یې په ډېرې پوهې د وگړو د برابرو حقونو پربنسټ د قانون په هېنداره کې په خوځښت راوست. له دغو بدلونونو څخه د ده اړین بدلون د دولت د ټولنیزو چارو د سمونې لړۍ او د اساسی قانون یا د افغانستان د دولت د اساسی نظام لیک د اډانې د وړاندیز منل وو، چې په ۱۳۱۰ ل کال کې یې په ننگرهارکې په ۸۷۲ کسیزې لویې جرگې کې چې مشری یې خپله پاچاه کوله، تر بحث لاندې ونیول او ومنل شول او د افغانستان په څو زره کلن تاریخ کې افغانستان د لومړی ځل لپاره د انسانی حقونو پربنسټ ولاړ د یوه اساسی قانون څښتن شو. دغه قانون چې په ۷۳ مادوکې سمبال او منل شوی و، په ټولڅپرکی کې یې د (( برابرۍ پربنسټ شخصی آزادی، د مرېیتوپ پر ړنگونې، د رَسَنیو،کار، کسب او دزده کړې پرآزادۍ ، د استوگنې پرخوندیتوب، د شتمنیو د مصادرې پرمنع کولو، د بېگاراوغیرقانونی ځورونو په له منځه وړلو او نورو کې غبرگون موندلی و،کله چې غازی امان الله خان په دندوکې د قانون پلی کولو ته ملا وتړله، د هغه پر وړاندې د دښمنیواو مخالفت د ټغر لمنه پراخه شوه. هغه څه چې پاچا نه منل،د خپلوانواو نورو مخورو اغېزمنوکسانو د ملاتړ اومکلفیت بنسټ و. کله چې یې د محمدزیو د کورنۍ او نوروخانانواواغېزمنو روحاینو وړیا تنخواوې یا مستمرې له منځه یووړې او یا به یې د خپلو مورَنیو خپلوانو د زندانی کولو امر ورکاوه،معنی یې داوه چې خلکو ته څرگنده کړی چې ټول وگړی د قانون پر وړاندې یو برابر دی او هېچا ته له بل څخه لومړیتوب نه ورکول کېږی اوهرڅوک چې د قانون له اډانې پښه اوږده کړی، د قانون پربنسټ به جزاء وینی،خو د پاچا دغه چال چلند لږ ترلږه د ستاینې او درناوی وړ غبرگون را ونه پاراوه او له ټبرنیو- توکمیزو دودونوڅخه په وتلو محکوم وگڼل شو.

د امانی حکومت د ټولنیزو اصلاحاتو دویمه لړۍ هېواد ته د غازی امان الله خان له اوږده سفره وروسته پیل شوه. کله چې نوموړی د اروپا د پیاوړوچارواکو له چال چلند او د لوېدیځ د تخنیک او فرهنگ وده په ځانگړې توگه په ایران کې د رضاشاه او په ترکیه کې د مصطفی کمال اتاترک د پیاوړو تگلارو له کتلو اغېزمن شوی و،په افغانستان کې یې د اصلاحاتو د تگلارو په پلی کولو کې له بیړې کار واخیست. د ۱۹۲۸م کال د آگست میاشتې پر۲۹ مه نېټه یې ۱۰۰۰ کسیزه جرگه راوبلله او له جرگې سره یې د ټولنیزو بدلونونو د لړۍ په چټکولوکې خپلې موخې او هیلې شریکې کړې. غازی امان الله خان لومړی د خپل سفر په اړه رپوټ ورکړاو بیا یې جرگې ته په افغانستان کې د چټکو، ټولنیزو اواقتصادی بدلونونو په اړه خپله د اصلاحاتو تگلاره وړاندې کړه. د دغو اصلاحاتو په بنسټ یې زړو دودونو اواړیکو ته د پای ټکی کېښود او د هېواد لوړو طبقو لکه مځکوالو، توکمیزو مشرانو او اغېزمنو روحانیونو چې په هغه وخت کې یې د دولت له اصلاح غوښتونکې تگلارې سره مخالفت کاوه، له خپلې  گټې او امتیازڅخه بې برخې کړل، دغه راز یې د ښځو د چادریو له منځه وړل، د مـُرېدۍ له منځه وړل، په برېتانوی هند کې د دیوبند په مدرسه کې د ملایانو د زده کړو بندیز، له ملایانوڅخه د ازموینې اخیستنې، پر افغان وگړو د تذکرو وېش، د سرتېرۍ دورې ته د ځوانانو راغوښتل، په لومړنیو ښوونځیوکې د هلکانو او نجونو گډې زده کړې او بهرته د زده کړو لپاره د افغان ځوانانو لېږنې، د کوچنۍ نجلۍ د نکاح بندیز او د نجونولپاره  (۱۸) کلنۍاو د هلکانو لپاره (۲۲) کلنۍ د واده د کال ټاکل او نورو حقوقی اوټولنیزو برخو گډون درلود.

ارواښاد غازی امان الله خان په مېړانې، دوستۍ او لارښودیزې مشرۍ ستایل کېده او له خپل نیکه پاینده خان څخه به یې تقلید کاوه. دی یو هېوادپال او د افغانستان د پرمختگ پلوی پاچاه و چې د ۱۹۲۸زکال په لومړیو کې امان الله او ملکه ثریا له افغانستانه د اروپا په لور د یوه اوږده سفرلپاره وخوځېدل.د گڼ شمېراروپایی هېوادونو پلازمېنو لکه روم،پاریس، لندن او مسکو ته ولاړل اوپه هرځای کې له تودو هرکلیو سره مخامخ شول. دغو ټولو هېوادونو په ډېرې لېوالتیا غوښتل چې د خپلوسیاسی اوسوداگریزو موخو لپاره د امان الله خان پام ځانته راواړوی.هر چېرته ورته گرانبیه سوغاتونه ورکړل شول،خو هغه د یوه هوښیار اولوړسیاستپوه په توگه خپله ونډه په لوړه کچه اوښه توگه لوبوله او په هېڅ ځای کې یې کومه ژمنه په غاړه نه اخیستله.

امان الله خان د خپلې پوهې، مېړانې او په سیاسی سکالوکې د خبرتیا له امله هرڅوک تر خپلې اغیزې لاندې راوستلی وو، امان الله خان دا پوهه اوکفایت درلود چې د گاونډیو (روس او انگلیس) په اړه پیچلې سکالو په ډاډ مطرح او د هغو په اړه خپل نظر او پریکړه ووایی. هغه د پیاوړی هوډ او تکل خاوند و.تر اوسه یې د ژوند وریځې پرمخ نه دی راکښته شوې او ډیرې بریاوې یې ترلاسه کړی. دبېلگې په توگه افغانستان یې په ډېر لږ وخت کې ټولې نړۍ ته ور وپېژانده.

د غازی امان الله خان او ملکې ثریا نسب او د ژوند پای:

امان الله خان په ۱۲ کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په ۱۹۱۳ز کال کې یې له ملکې ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ، مېرمن، ملکه ثریا چې د علامه محمود طرزی لور وه ، په ۱۸۹۸زکال یې د سوریې په دمشق په ښارکې سترگې پرنړۍ وغړولې او په ۱۵ کلنۍ کې یې له شهزاده امان الله سره واده وکړ، دا چې ډېره پوهه اوهوښیاره ښځه وه او په عربی، فرانسوی، ترکی اوفارسی ژبو یې بر لاسې خبرې کولې نو د ښځو د بیدارۍ، د ښځو دآزادۍ او د هغوی حقونو ته د درناوی په موخه په کابل کې د ښځو د ټولنې (مؤسسه نسوان) او د ښځو د ښوونځی (مکتب مستورات) او د ښځو ستونزو ته د ځواب ویلو او د یوې پیاوړې ادارې د جوړولو له لارې یې د ستاینې وړ خدمتونه کړی دی.

او په ۲۷ کلنۍ د ۱۲۹۷ل کال (د۱۹۱۹ کال د فبرورۍ ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. دى له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د ۱۹۲۹زکال د مې میاشتې په ۲۴ مې نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پرېږدی او اېتالیا ته ولاړ او وروسته له ۳۱ کلونو د بې وزلۍ ژوند له تېرولو یې د۱۹۶۰زکال د اپریل میاشتې په ۲۵ مه په سویس کې د سترگې د سرطان د ناروغۍ له امله له نړۍ سره خدای پامانی وکړه او د ده د وصیت له مخې یې جنازه افغانستان ته رانقل او په جلال آباد کې د خپل پلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شو.

د غازی امان الله خان د دورې ځینې تاریخی ماڼۍ لکه (( دارالامان ماڼۍ، پغمان ماڼۍ،طاق ظفر، تاجبیک ماڼۍ او د ارګ منار )) یې افغان ولس ته په میراث پرېښی دی ، دا ځل به د افغانستان د آزادۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نوموړی تاریخی آثار تر بیا رغونې وروسته د غازی امان الله خان د مهمو او تاریخی یادګارونو په توګه د لرغونو او تاریخی آبداتو په توګه د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شی او افغانستان به د ستر غازی یادګارونه او د هغه وخت د معمارۍ مهمې لاسته راوړنې د ملت او کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پر مخ یو ځل بیا پرانیزی.

رفیع الله (( رؤفی ))

ممکن است شما دوست داشته باشید