روزنامه هیواد

د ارمنستان د اپوزېسیون د ((وطن)) ګوند مشر ونیول شو

د ارمنستان د اپوزېسیون ((وطن)) ګوند مشر ارتُر وانیڅیان د کودتا او د صدراعظم د وژنې د توطئې په شک ونیول شو.د هغه مدافع وکیلې لوزین سهاکیان ویلی: وانیڅیان ،چې پخوا د ارمنستان د ملی امنیت د خدمتونو ادارې رییس و، وړمه ورځ د تحقیقاتو څانګې ته د غونډې په نیت تر تلو وروسته ونیول شو.مېرمن سهاکیان په فېس‌بوک پاڼه کې لیکلی ،چې مؤکل‌یې پر قدرت د منګولو خښولو او د صدراعظم نیکول پاشینیان د ترور د توطئې په شک نیول شوی دی.دا په داسې حال کې ده ، چې د صدراعظم نیکول پاشینیان پر ضد اعتراضونه روان دی.اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې ارمنستان د روسیې په منځګړیتوب له آذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ کې د روانې جګړې د درولو موافقه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید