روزنامه هیواد

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ کې اوربند ټینګ شوی

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې بشردوستانه اوربند ټینګ شوی دی.که څه هم وړمه ورځ بریدونو دوام درلود، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د آذربایجان او ارمنستان حکومتونو په ګډه اعلامیه کې وویل، چې دواړه لوری اوربند ته ژمن دی.هلته د څلورو اوونیو راهیسې شخړې پیل شوی او دا درېیم ځل دی، چې د پای ته رسېدو لپاره یې اوربند اعلامېږی.دا ګډه اعلامیه وروسته له هغه خپرېږی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جمعې په ورځ واشنګټن کې د ارمنستان او آذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټوېټر د دغه اوربند مبارکی ورکړې او لیکلی یې دی: ((د ارمنستان صدر اعظم نېکول پاشینیان او د آذربایجان ولسمشر الهام علییف ته د اوربند د مراعاتولو د هوکړې مبارکی وایم.))د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر جګړه شاوخوا میاشت وړاندې ونښته ،چې تراوسه په کې دواړو خواوو ته نږدې زر کسان وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید