روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ارغستان ولسوالۍ د کارېزونو لپاره ژمنې عملی کېږی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی دچهارشنبې په سهار د کندهار ولاىت د ارغستان ولسوالۍمشرانو سره په کتنه کې د دوى د اوبو د کمښت ستونزې واورېدې. په پىل کې حاجی خداىداد او حاجی ملا آغاجان د نورو په استازىتوب د خبرو پرمهال د وچکالۍ له امله په ارغستان کې د باغونود وچېدو ىادونه وکړه. هغوى وړاندىز وکړ چې د انارو د باغونو د وچېدو د مخنىوی لپاره دې د اوبو بند جوړ شی.د کرنې وزىر نصىراحمد درانی له دغو مشرانو سره کتنې ته په اشارې ووىل: د ارغستان ولسوالۍ د اوبو د ستونزې د حل په موخه د چک ډىمونو او دوه کانالونو د جوړولو په ګډون به د باغدارۍ نوې پروژه هم ډېره ژر پىل شی.دکرنې په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عبدالحمىد هلمندی ووىل: د چک ډىمونو جوړولو سره به د اوبو کچه لوړه او ستونزه په اساسی توګه حل کړو. هغه زىاته کړه: کرنې وزارت کوښښ کوی د اوبو د سپما، زېرمه کولو او استعمال نوې طرىقې تروىج او خلکو ته ور وښىی.ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت معیىن خان محمدتکل د باغونو د خړوبولو لپاره د قطره ىی او پاىپ په وسىله د اوبو ورکولو سىستم د اوبو د ضاىعاتو د مخنىوی له پلوه موثر او اقتصادی وباله. نوموړی همدارنګه په کندهار کې د بندونو د جوړولو ىادونه هم وکړه .د کلىو پراختىا وزىر مجىب الرحمن کرىمی ووىل: د کندهار لپاره دڅښلو اوبو، کانالونو او سربندونو ۴۱ پروژې د تدارکاتی پړاوونو او ىا هم د تطبىق په حال کې دی. هغه زىاته کړه: د ارغستان د خلکو د اوبو د ستونزې د حل په موخه د اوو کارىزونو د سروې چارې پىل شوې دی.جمهور رییس محمد اشرف غنی د خپلو خبرو پرمهال لارښوونه وکړه چې د ارغستان د خلکو د اوبو د ستونزې د حل په موخه دې د کرنې، کلىو پراختىا، انرژۍ او برېښنا وزارتونوګډه کمېټه جوړه او د چک ډیمونو د جوړولو د وخت، بودجې او مسوولىنو منظم مهالوېش دې ترتىب او له جمهوری رىاست سره شرىک شی.جمهور رییس غنی څرګنده کړه: په انرژۍ او برېښنا وزارت کې د تحرک د اىجاد په موخه اساسی بدلون راغلى او د اوبو په برخه کې موکافی ظرفىت اىجاد کړى دى. هغه زىاته کړه: د راتلونکی کال په بودجه کې به په ارغستان کې د ىو بند د جوړولو لپاره تخصىص باید په پام کې ونىول شی. د هېواد جمهور رییس ووىل: پخوانۍ پرېمانه اوبه نورې نه دی موجودې، ځکه د اوبو کچه ټىټه شوې، نو په کار دی چې د اوبو کارولو، سپما او زېرمه کولو ته اساسی پام وشی. نوموړی زىاته کړه: کرنې وزارت دې د باغونو او کروندو د خړوبولو لپاره قطره ىی سىستم دود کړی.محمد اشرف غنی ىادو مشرانو ته په خطاب کې ووىل: د کاریزونو په برخه کې درسره شوې ژمنې عملی کېږی او اړوندو مسوولىنو ته ىې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د بىړنىو اقداماتو پلان ترتىب او د خپلو کړنو تحرىری راپورهره مىاشت له جمهوری رىاست سره شرىک کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید