روزنامه هیواد

د اختر د لاښو لمانځلو لپاره دې اوربند وشی

د روژې مبارکې میاشتې په پاى ته رسېدو سره کوچنى اختر ،چې د مسلمانانو لپاره دخوښۍ ورځې دی پیلېږی . دروژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان له پېشلمی تر روژه ماتی پورې نه څه خوری اونه څه څښی. داکار تر دېرشو ورځو پورې دوام کوی، خو لوى خداى(ج) اختر روا کړى، ترڅومسلمانان له خوړو او څښاکو په ښه شکل ګټه پورته کړی اوهم د بېوزلو خلکو لاسنیوی وکړی.

 داسلامی علومو کار پوه ښاغلی محمدامان (( رسولی)) دهېواد ورځپاڼې دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ، کوچنى اختر ، چې درې ورځې لمانځل کېږی څنګه ارزوئ؟ داسې وویل: کوچنى اختر داسلام په تار یخ کې ډېر مهم رول لری او له یو ستر عبادت وروسته چې روژه ده اختر او دخوشحالۍ ورځې راځی. دغه خوشحالی دعبادت په ترسره کولو سره لمانځل کېږی. له اختر څخه مخکې د روژې مبارکه میاشت تېرېږی موږ اوتاسې پوهېږو، چې روژه هم داسلام له ارکانو څخه شمېرل کېږی. د روژې میاشت هم د خوشحالۍ په شکل راځی ،هغه خلک چې دعبادت په ترسره کولو کې کمزوری وی، په روژه کې ورته خوښی پیدا کېږی او پرعبادت لاس پورې کوی،نوله دېرشو ورځو وروسته روژه د هرمسلمان په ژوند کې لوى بدلون راولی او دده فعالیتونه بدلېږی ، مخکې له روژې چې کوم دخوړو او څښاک رژیم و،هغه بدلېږی او نوى رژیم یې ځاى نیسی.

ده زیاته کړه: د یوولسو میاشتو په موده کې دانسان معده له ډېرو خوراکونو سره عادت شوې  وی،خو ستومانه کېږی ،نوکله چې روژه راورسېږی پرمعده فشارکم شی او داستراحت خواته لاړه شی، خو دروژې په ختمېدو سره کوچنى اختر ،چې دخوښۍ ورځې دی. لمانځل کېږی او داختر لمونځ ترسره کېږی له لمانځه وروسته لمونځ کوونکی یوبل ته داختر مبارکی وایی او دبېوزلو خلکو لاسنیوى کوی سربېره پردې د فطرصدقه ورکوی. دبېوزلو له کورنیو سره دبډایو خلکو مرستې ترسره کېږی او یوڅه ستونزې یې په اختر کې لرې کېږی.

ده ددې پوښتنې په ځواب کې، چې داختر د ورځو اساسی توپیر له نورو ورځو سره په څه کې دى؟ څرګنده کړه: کله چې حضرت محمد(ص) مدینې منورې ته ولاړ، هلته خلکو دوه ورځې لمانځلې چې یوې ورځې ته یې نیروز (نوروز) ویل او دویمې ورځې ته یې مهرګان ویل. کله چې له خلکو پوښتنه وشوه، چې تاسو په دغو دوو ورځوکې څه کول؟ هغوى وویل: موږ په دغو ورځو کې میلې کولې،نوبیا رسول الله (ص( په یوه حدیث کې لارښوونه وکړه، چې دا دوه ورځې په دوو اخترونو چې یویې کوچنى اختر اوبل یې لوى اختر دى بدلې شوې. اوس ګورو، چې کوچنى اختر له روژې وروسته را رسېږی او خلک درې ورځې خوشحالۍ کوی . سربېره پردې لوى اختر هم دحج دمراسمو له اداکولو وروسته راځی.

 ښاغلی رسولی ددې پوښتنې په ځواب کې، چې یو مسلمان باید په اختر کې کوم قوانین پرځان پلی کړی؟ ډاګیزه کړه: له هرڅه دمخه دمسلمان د زړه پاکوالى هم دى او له کومو کسانو سره چې کینه لری، دغه کینه دې له زړه لرې کړی.

داختر په رارسېدو سره هر مسلمان ته لازمه ده  چې له بل مسلمان ورور سره ستړی مشی او اختر مبارکی وکړی او کینه اوبخل له ځانه لرې کړی، چې اختر یې ومنل شی. اختر په ټوله اسلامی نړۍ کې دشاندارو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل کېږی. داختر په ورځو کې خلک نوې جامې اغوندی اوکه نوې جامې یې نه وی، نو پاکى جامې  هرو مرو اغوندی .داختر لمونځ هم په خوشحالۍ ترسره کوی،نوبیا هم زه وایم چې اختر دمسلمانانو دخوښۍ اوعبادت ورځې دی.

ده ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې په ځینو ځایونو کې خلک داختر د خوشحاله تېرولو لپاره په   مېله ځایونو کې په سازونو او سندرو ویلو لاس پورې کوی، داکارڅنګه دى؟ جوته کړه: ددې په خاطر چې له اختر ه مخکې روژه چې لوى عبادت دى تېرېږی او کوم ثوابونه چې مسلمانان یې په روژه کې ترلاسه کوی هغه دې په کورونو او مېله ځایونو کې دسازونو په ترسره کولو له لاسه نه ورکوی او باید مسلمانان دغه یوه میاشت عبادت چې روژه ده او ترې وروسته اختر دى، داسې یوه طریقه دې ورته غوره کړی،چې په آخرت کې یې د سرلوړۍ او ښېرازۍ سبب وګرځی ،نومسلمانان دې خپل ګټلی ثوابونه خوندی وساتی اوپه کورونو او مېله ځایونوکې له سازونو او سندرو دې ډډه وکړی په پخوا کلونو کې دکابل په نوی ښار کې موږ یو پروګرام جوړکړى و ،دپروګرام پرمهال زموږ استاد وویل، چې ونې او بوټی دخداى (ج) مخلوقات دی، نودوى دالله تعالى پرذکر ډېرخوشحالېږی. کېداى شی په اختر کې خلک په میله ځایونو کې په سازونو، سندرو او نورو منع شویو عملونو لاس پورې کړی، چې دا ډول مسلمانان په ګناهونو کې ښکېل کېږی.

 ښاغلی محمدامان رسولی ددې پوښتنې په ځواب کې چې هېوادوالو ته څه وینا او پیغام لرئ؟ وویل: زه د ۱۴۴۰ هجری قمری کال کوچنى اختر  چې د روژې میاشتې په پاى کې راځی او د ۱۳۹۸ لمریز کال دجوزا له ۱۵ مې سره سمون خوری ټولو هېوادوالو ته دسولې ،سرلوړۍ او له ورور وژنۍ څخه دخلاصېدو پیغام ورکوم او پرطالبانو غږ کوم چې داختر درناوى وکړی او اوربند دى جارى وساتی. 

 نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید