روزنامه هیواد

د احمدشاه بابا د کور د شاوخوا کورونو د استملاک مسئله حل کېږی

ولایتی اداره هڅه کوی، چی د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کی د ټولو کورونو د استملاک مسئله ډیرژر حل کړی.دغه څرګندونی د کندهار والی تورن جنرال زلمی وىسا د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کی د هغو کورونو له څښتنانو سره  په کتنه کې وکړې چی کورونه یې استملاک او دولت پیسې ورکوی .په دې  کتنه کې  د کورونو څښتنانو د کندهار له والی څخه مننه وکړه  او زىاته ىې کړه چې د ولاىتی ادارې  په همکارۍ  ىې ټول  کارونه  دقانون په رڼا کې پر مخ روان دی.د کندهار سرپرست  ښاروال محمد نسىم رضایی چې په دې غونډه کې ىې ګډون درلود د کندهار والی ته ډاډ ورکړ چې ښاروالۍ به د دغو کورونو له څښتنانو سره هر راز همکاری وکړی او کارونه به ىې د قانون په رڼا کې پاى ته ورسوی.په همدې حال کې د کندهار  والی  تورن جنرال زلمی ویسا ووىل : ولایتی اداره هڅه کوی، چی د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کی د ټولو کورونو د استملاک مسئله ډیرژر پاى ته ورسوی او د کورونو څښتنانو ته له قانونی مراحلو وروسته پیسې ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید