د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پاکستان د استخباراتی ادارې آى اېس آى مشر فىض حامد او د بهرنىو چارو وزارت مرستىال سهىل محمود کابل ته د سفر په ترڅ کې د ولسمشر غنی د ملی امنىت شورا له سلاکار حمد الله محب سره د دواړو هېوادونو د اړىکو د بېرته ټىنګېدو ننواتې کړې ده.د ملی امنىت شورا وىاند کبىر حقمل تاند ته وایی، دواړو لورىو د اړىکو د بېرته ټىنګښت، د دواړو هېوادونو تر منځ د مساىلو د حل لپاره د کمېټې په تشکىل او د پېښور د افغان مارکېټ پر موضوع بحث وکړ.افغان حکومت تېره اوونۍ د آى اېس آى لخوا د افغان سفىر د توهىن او په پېښور کې د افغان قونصلګرۍ په ملکىت کې ىو کشمىری ته د مارکېټ په سپارلو احتجاج کړى و.وړمه ورځ پاکستانى پلاوى په ناڅاپی سفر کابل ته راغى چې افغان چارواکو ىې په اړه ووىل، دغه پلاوى له افغان حکومت څخه د بخښنې غوښتو ته راغلى و.