روزنامه هیواد

د آسیا پراختیایی بانک خپلې پروژې د افغانستان له لومړیتوبونو سره همغږې کړې

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د چهارشنبې په ماښام په خپل استوګنځی کې د آسىا پراختىاىی بانک مرستىال وىنکاى ژانک سره وکتل.جمهور رییس غنی د آسىا پراختىاىی بانک مرستىال وىنکاى ژانک ته لارښوونه وکړه، چې خپلې پروژې او مرستې د افغانستان له لومړىتوبونو او ملی پروژو سره همغږې کړی.د آسىا پراختىاىی  بانک مرستىال د جمهور رییس لارښوونو څخه په مننې ووىل:  خپل ټول پلانونه به د افغانستان دولت له لومړىتوبونو سره همغږې کړو او موږ د افغانستان د ملی برنامو ملاتړ کوو.هغه زىاته کړه: د بنسټیزو پروژو، سړک، وسپنې پټلۍ، انرژۍ، ترانسپورت، کرنې، د اوبو اوطبىعی سرچىنو ترڅنګ په عامه او خصوصی مشارکت تمرکز د آسىا پراختىاىی بانک له لومړىتوبونو څخه دى.جمهوررییس غنی د آسىاىی پراختىاىی بانک د مرستو او د افغانستان په بنسټیزو پروژو د دې بانک د تمرکز مننه وکړه اوویې وىل: موږ د منابعو د مختلفو طرىقو، پروژو او د خصوصی سکتور د مشارکت او بانکونو هرکلى کوو.د هېواد جمهور رییس ووىل: افغان حکومت په تېرو درېىو کلونو کې په بېلابېلو بسټیزو برخو کې هڅه کړې او د پروژو د ډىزاىن او حفظ و مراقبت په برخو کې ډېر کارونه شوی، خو لا هم کافی نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید